امت هماغه امت دی
د اسلامي امارت بیرغ په امریکایي سفارت
دهغه امریکایي فلم په وړاندې چې اسلام ته په کې سپکاوی شوی دی ، دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مظاهرې روانې دي ، دامظاهرې چې داسلامي امت دیوه مشترک درد له امله راپاڅیدلي دی ، د ژبو ، نژادونو او جغرافیې پولې یې ماتې کړي دي او تقریبا په درسته اسلامي نړۍ کې یې بهیر یا روان دی او یا دخوځیدو په حال کې دی .
مظاهرې له مصر او لیبیا پيل شوې ، چې اوس یې سر تر المغرب العربي ، تونس ، سوډان ، یمن ، ایران ، کشمیر او حتی بنګلادیش پورې رسیدلی دی .
دا مظاهرې دکوم ګوند ، ډلې یا سیاسي فکر دملاتړ لپاره نه دې راپاڅيدلي ، بلکې دعقیدې په ننګه او داسلام دپیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره دخپلې مینې او خلوص دڅرګندولو په لاره کې دتش لاسي ملت یوه مخلصانه هڅه ده ، له همدې امله خو په دې مظاهرو کې له سیاسي ملحوظاتو ماوراء هر مسلمان ، نارینه ، ښځینه ، تورپوستی او سپین پوستی ګډون کوي ، او داسلامي ورورولۍ او اتحاد یوه زړه وړونکې صحنه تمثیلوي .
خو که ددې مسلمانو مظاهره چیانو چې دامت له متن څخه راپاڅیدلي دي ، شعارونو ، ویناوو او بیرغونو ته وګورو په څرګنده راته دمعاصر اسلامي امت باطني احساسات ، عواطف ، تعهدات او فکري تړاو معلومیږي ، او دا راز راته افشاء کیږي چې داسلامي امت د محکومو عوامو په زړونو کې څوک ځای لري ، او کومو ارمانونو ته متعهد دي .
څه موده وړاندې مې دیوې مدرسې له مهتمم څخه چې د بسپنې ټولو لپاره په ډیرو اسلامي ممالکو ګرځیدلی وو اوریدلي وو ، چې له له مختلفو مسلمانو ټولنو او اشخاصو سره دبیا بیا ملاقات له امله یو راز راته معلوم شو ، چې زما لپاره دډير ډاډ او اطمنان وړ وګرځید .
ده وویل سره له چې بالفعل تقریبا ددرستي اسلامي نړۍ مسلمان اولسونه دظالمو ، فاسقو او دکفارو داجیرو رژیمونو ترسلطې لاندې ژوند کوي ، خو حقیقت دادی چې په عامه اسلامي پرګنو کې لا هم له اسلامي عقائدو او مقدساتو سره مینه دپخوا غوندې په ټول قوت شتون لري ، اسلامي اولسونه اګر که ظاهرا له کفري زبرځواکونو او دهغوی له اجیرو رژیمونو سره غاړه وړي ، مګر په زړه کې ترې سخت نفرت لري ، دوی اوس هم پخوا غوندې داسلام په حقیقي معني پوهیږي ، او ورته تعهد لري ، له جهاد ، اسلامي نظام او مجاهدینو سره دزړه له تله محبت لري ، او هره شیبه یوه سرتاسري اسلامي اوښتون او دامت دتیر مجد داعادې په تمه دي .
کله مې چې نن دامریکا په خلاف داسلامي مظاهره کوونکو د احتجاجاتو انځورونو په انټرنيټ کتل ، یوځل بیا دهماغه مولوي صاحب خبره راپه زړه شوه ، او دا راته څرګنده شوه ، چې واقعا زموږ ( امت مرحومه ) هماغه امت دی ، هماغه امت چې له الله تعالی پرته دبل هیڅ معبود خدایي نه شي منلی ، ددوی په زړونه کې دصحابه کرامو د دور غوندې دخپل محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم مینه په څپو ده ، دوی اوس هم له جهاد فی سبیل الله او مجاهدینو سره همداسې مینه لري او عقیدت ورته لري ، چې په قران او نبوي احادیثو کې یې ورته لارښوونه شوې ده ، دوی سره له دې چې دیو شمیر اجیرو او فاسقو حاکمانو لخوا برمته شوي دي ، خو داپه دې معنی نه ده چې دوی له هغو سره دزړه تړاو لري ، دوی له هغو څخه نفرت کوي ، او اسلامي ارزښتونو ته ژمن دي .
ددې حقیقت یو دا مثال راته څرګندشو ، چې هغه مظاهره کوونکي چې په قاهره کې په امریکایي سفارت وروختل ، دوی دامریکایي بیرغ له سوزولو وروسته په دې سفارت دمصر حکومتي بیرغ پورته نه کړ ، او نه یې هلته دحسني مبارک ، یا جمال ناصر نوم ولیکه ، دوی په امریکایي سفارت دیوه اسلامي تنظیم ( قاعدة الجهاد ) تور رنګه بیرغ چې دتوحید کلیمه طیبه ورباندې لیکل شوي ده ، پورته کړل ، او دامریکایي سفارت په دروازو یې د ( شهید اسامه بن لادن ) نوم او جهادي شعارونه ولیکل .
دغه راز کومو مظاهره چیانو چې په یمن کې په امریکایي سفارت بریدوکړ ، ددوی دډیرو په لاسونو کې دافغانستان داسلامي امارت سپین رنګی بیرغ چې کلمه طیبه ورباندې لیکل شوې ده وو ، دوی دامریکایي سفارت د دروازې په سر ځوړند امریکایي بیرغ راکوز کړ ویې سوزاوو او په عوض یې داسلامي امارت سپین بیرغ پورته کړ .
دا رویداد به ځینو ته یوه جزئي پیښه ښکاري خو په حقیقت کې دا خورا مهمه پیښه ده ، له دې څخه موږ استنباطوو چې په اسلامي امت کې له جهادي خوځښتونو او اسلامي خلافت سره هماغه شان مینه او قلبي تړاو شتون لري ، لکه څنګه یې چې تمه کیږي .
اسلامي امت مصنوعي جغرافیوي پولو ، بیلابیلو شعارونو ، بیرغونو اود کفارو شیطاني دسیسو په واقعي ډول نه دی متفرق کړی ، دوی په رښتیني ورځ دا بیلوونکي رسوم یو هم په رسمیت نه پيژني ، بلکې واقعي اسلام ، جهاد اسلامي واکمنۍ او داسلام حقیقي روح ته دپخوا په شان متعهد دي .