نظــر

افغانان څه غواړی

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

د کورنیو چارو وزارت په وینا له هیواد څخه هره ورځ ۷ زره کسان د پاسپورټونو اخیستلو سره سم خلیج، اروپا، امریکا او ان ایران ته لاهم پښې سپکوي.

دا پوښتنه هر چا ته ځواب ده، چي په هیواد کي رواني نا امنۍ، کمزوری اقتصاد، د ګاونډیانو لاسوهنه، د وزګارتیا لوړه کچه او د داعش په نامه د نوي ډلي راڅرګندېدل، هیوادوال مجبور کړي دي، چي له هیواده یوازي سرسلامت وباسي.

هیوادوال ویرېدلي دي، چي خدای مه کړه بیا اویایم کلونه تکرار نه سي او ژوند به یې بیا تباه سي، ځکه ستاسي به په زړه وي، چي په کابل کي هغه مهال د اسلامي تنظیمونو ترمنځ خپلمنځي شخړو یوازي را پاته کابل وران او په زرهاوو هیوادوال يې شهیدان او زخمیان کړل.

چي خبره راڅخه اوږده نه سي، هغه ورځ له کابل څخه کندهار ته په (۳۰۳ ) موټر کي ته راتلم، د موټرونو په تمځای کي د مسافرینو ګڼه ګوڼه وه.

ډېر خلک یوې او بلي خوا ته کېدل، د هریوه څېرو ته په کتو داسي راته معلومه سوه، چي د هر کس په زړه کي ډېري خبري دي، خو په ښکاره څه نه وايي.

د ارغندۍ چوک ته زموږ د سپرلۍ موټر راورسید ، موټر د تلاښۍ ځای ته نږدې ودرېد، په دې وخت کي ۱۳/۱۴ خلک موتر ته را وختل او د غلو په شان یی ژر، ژر په موټر کي ناستو خلګو کی کتل، د یادو خلکو په لیدو زه وار خطا سوم چی دا خلګ څه کوی هلته پولیس هم ولاړ دی او د تلاښۍ ځنځیرلا یوڅو ګامه ها خوا ته دی، دوی څه غواړي؟

موټر چلونکی ته یی وویل: (( استاد یک د قیقه صبر بکن! که نفرها ما ګم شده )) د وارخطاء خلکو په پوښتنه مي وارخاطايي کمه سوه .

زه پوه سوم چی خلګ په دی نیمه شپه ناحقه نه دي را وتلی، یو شی یی ورک سوی دی، خو خلګ بیرته د موټر څخه کښته سول اوموتر روان سو.

ما له موټروان څخه پوښتنه وکړل، داخلګ په چا پسی ګرځېدل؟

موټرچلوونکي را ته وویل، دا یوه میاشت کیږی، چي بیلا بیل خلک هر ورځ دلته ولاړ وی او د کور څخه یی ورور یا زوی ایران یا پاکستان ته تښتي او د کورنۍ مشران يې له دغه ځایه له موټرانو څخه را کښته کوي او بیرته يې خپلو کورونو ته بیايي.

کله نا کله ښڅی هم له کورنو څخه را وتلي له پردي سړي سره روان یوې ناڅرګندي خوا ته تښتي، چي بیا یی پلار، اکا ، ماما او یا یی مشر ورور دلته ولاړ وی، په موترانو کي تلاښي کوي، زه د خپل وطن سر ګران حالت ته فکر یوړم او له ځانه سره مي وویل، یو کوچنی په څه خوارۍ لوییږی، مور او پلار يې ور ته خوشحال وي، چي دا زما زوی به را ځوان سي ، دلاس لکړه به مي سي، خو هغه د انډيولانو سره په تېښته له کور څخه د پردیو هیوادونو په خیال پلو غواړی ځان اروپا ته ور سوی، له بده مرغه له کور، چي ووځی د سر ګردا نیو سره مخ او بیا تر هغه وخت چی بیرته خپل هیواد ته را ګرځي له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

که په وطن کي د کار زمینه برا بر سوې وای او دولت د خپلو خلګو لپاره د کار کولو سرچینې پیدا کړي وای، نو اوسمهال به ولي، زما ځوان نسل داسي سر ګردان په ګاونډی هیوادنو کی ګرځېدلای!

زه نه پوهیږم چي سړی چا ته ووایي؟ که په شمال کي مي پښتون ورور مري او که په جنوب کی مي تاجک ورور مری، که باغوان او بزګر می د طالب په نامه نیول کیږی دا د دې وطن هغه سرمایه ده چی بیا یی نه سو پیدا کولی.

د خارجیانو له را تګ سره د مخدره توکو کرکیله او په نشه یې توکو د اخته خلګو شمیره تر میلون واوښته دغه پوښتنه به نن له چا څخه وکړو، چی دا لوبه په تر کومه روانه؟ او دغه افغان دی چی مری بی کوره کیږی بی پلاره موره کیږی ګټه یی چا ته رسیږی؟

ولی موږ دا سی خوار یو چی هر وخت مو بل خطاء باسی او دا خپل خلګ زموږ څخه جلا کوی .

خلګ ددی ملت سرمایه ده که دا وطن بی سرمایی سو تاسی په خدای باور وکی د پښتو متل دی، چی دلته به بیا یو داسی حالت راسی، چی مور به له زویه بیزاره وي.

دوه سری حکومت د برقی تذکرو د دین او ملت په لفظ نه سره جوړیږي، ولسي جرګه او کابینه جوړه سوه خو نوی ټاکنو د پاره په کمیسون کی لا اصلا حالت نه دی را غلی چی بیا به کله ټاکنی کوی؟

د ولسمشر لومړی مرستیال په خپله توپک ته لاس کړی او په جګړه کي ولاړ دی، ویل کیږي فاریاب، سرپل او جوزجان له وسله والو مخالفینو څخه پاک سول، خو چی بیا ګوری خپله دوستم ته د مخالفینو لخوا کمین نیول سوی وي.

یوشمیر رسنۍ خبر ورکوي، چي په موسی کلا، نوزاد، کجکی او نورو سیمو کي عملیات بریالی سول بیا چی ګورو د ملی اردو بشپړي امنیتي پوستې له منځه وړل سوي او مرګ ژوبله هم اوښتې وي.

پر دې وطن دي الله (ج) ورحمیږی .

د یوه ازاد او اباد افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x