ایا پوهیدئ چې خندا مو له بلا ناروغیو ژغورلی شي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د وروستیو څیړنو پر بنسټ یوازې خندا هم کولی شي انسان له مختلفو او مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د خندا له ځینو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو.

۱- د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۲- د وینو په رګونو کې د وینې جریان غښتلی کوي.

۳- د یافراګم یا حجاب حاجز، خیټې، څیره یا مخ، پښې او شاتنی عضلاتو لپاره یو له غوره ورزش څخه ګڼل کیږي.

۴- په بدن کې د ذهني فشار شته هارمونونه له منځه وړي.

۵- انسان له تنفسي ناروغیو څخه ژغوري.

۶- د خندا په مرسته انسان ډیر ژر بیا په زکام نه اخته کیږي.

۷- د یاد ساتلو او زده کړې وړتیا زیاتوي.

۸- د انسان د بیدارۍ، خلاقیت او نه هیرولو وړتیا غښتلی کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د