نړۍ

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دامریکا ضد مظاهرو وروستی حال

په مصر کې نن هم دامریکایي توهین فلم دخپریدو له امله دامریکا په خلاف توندې مظاهرې روانې وې ، سره له دې چې اخوان المسلمین ګوند دسراسري مظاهرو کړی  اعلان دجمعې په سهار بیرته واخیست ، خو بیا هم په تحریر میدان کې او دامریکا سفارت ته  دتلونکو واټونو په شاخوا کې په زرهاوو خلکو لاریونونه  وکړل ، مظاهره کوونکو چې تور رنګه دتوحید په کلمه ښایسته شوي بیرغونه یي رپول دامریکا په خلاف یې شعارونه ورکول ، مظاهره چیانو هڅه کوله ، دامریکا سفارت ته ځانونه ورسوي خو دپولیسو لخوا ورباندې اوښلن غاز وکارول شو، ویل کیږي چې دتیرې سې شنبې راهیسې دمصر په مظاهرو کې  تراوسه ۲۲۰ تنه ټپیان شوي دي ، په مصر کې دامریکا خلاف دمظاهرو حالت  دتیر کال دحکومت خلاف له مظاهرو سره تشبیه کیږي ، او حکومت  داولس او امریکا دواړو ترفشار لاندې دی ، که له یوې  اولس دامریکا خلاف راپاڅيدلی بله خوا دنیویارک ټایمز دخبر له مخې اوباما د شل دقیقه ایز  تیلفوني تماس په ترڅ کې ولسمشر مرسي ته ویلي چې په امریکایي سفارت تربرید وروسته ددواړو هیوادونو اړیکې له جدي خطر سره مخامخ دي  .

په مصر کې څو تنو مشهورو علماء او خطیبانو دجمعې په خطبو کې دتوهین امیز فلم دکارکوونکو دوژلو امر کړی دی ، دغه راز مصري رئیس الوزراء هشام  قندیل ویلي چې د هفتې په ورځ دپیل کیدونکي درسي کال لومړی ساعت به په درست مصر کې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په پیژندنه او له هغه سره دمینې او ایثار په موضوع باندې مصري زده کوونکو ته لیکچر ورکول کیږي .

په افریقایي هیواد سوډان کې نن مظاهرې دجمعې له لمانځه وروسته پیل شوې ، مظاهره کوونکي چې شمیر یې لسګونو زرو ته رسیده ، دألمان ، برتانیې او امریکا په سفارتونو بریدونه وکړل ، دمظاهره کوونکو په بریدونو کې په خرطوم کې دالمان او برتانیې سفارتونو ته سخت زیان اوښتی او ډيرې برخې یې سوزول شوي دي ، مظاهره چیانو دالمان بیرغ له سفارت څخه کوز کړ او  په ځای یې اسلامي بیرغ  نصب کړ ، دغه راز دامریکایي سفارت ترمخ هم مظاهره چیانو ترډیره احتجاج ته دوام ورکړ، او دیوه پریکړه لیک په اعلان سره یې له  سوډان څخه دامریکایي سفیر دسمدستي وتلو غوښتنه وکړه  .

نن جمعه په فلسطین کې هم دامریکا په خلاف سختې مظاهرې وشوې ، په غزه کې مظاهره چیانو دامریکا او اسرائیلو بیرغونه ترپښو لاندې کړل ، او ددې دواړو هیوادونو په خلاف یې شعارونه ورکړل ، په قدس ، عکا او نورو ښارونو کې هم درنې مظاهرې وشوې ،چې ګډونوالو یې د ( الا رسول الله )  او ( فداک ابی وامي یارسول الله ) شعارونه لیږدول ، دغه راز داردن سیند په لویدیځه غاړه کې هم دفلسطینیانو لخوا دامریکا په خلاف دمظاهرو خبر ورکړل شوی دی .

په یمن کې نن هم احتجاجونه روان وو ، تیره ورځ په دې هیواد کې په امریکایي سفارت  مظاهره چیان وروختل او دامریکایي بیرغ په ځای یې  دطالبانو داسلامي تحریک سپین رنګی بیرغ هورې نصب کړ ، ویل کیږي چې په دې هیواد کې احتجاجونه خورا  توند پړاو ته رسیدلي ، دځینو راپورونو  په حواله پینټګان اعلان کړی ، چې په صنعا کې دسفارت دساتنې لپاره به  که ضرورت شي محدود بحري ځواکونه  دې هیوادته ولیږي ، دراپورونه له قوله نن حکومتي ځواکونو له  اوبه شیندونکو موټر و استفاده وکړه ترڅو دمظاهره کوونکو مخه ونیسي .

په لبنان کې هم نن دامریکا په خلاف مظاهرې پیل شوې ، مظاهره کوونکو دامریکایي توهین آمیز فلم او دې هیواد ته دپاپ بینډک دسفر په خلاف په احتجاج راوتلي وو ، مظاهره کوونکو یوهوټل چې دغربیانو دپنډیدو ځای وو وسوزاوو ،  دلبنان دجمعې دورځې دمظاهرو په اړه راپورونه وایي  چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

دعراق په ټولو مهمو ښارونو کې نن جمعه دامریکا خلاف مظاهرې روانې وې ، دراپورونو له  قوله په بغداد ، سامرا  او کوفه کې خورا سترې مظاهرې راوتلي وې ، چې شیعه او سني عراقیانو په بې توپيره توګه په کې ګډون درلود ، دبغداد دجمعې دلمانځه خطیبانو له امریکایي ځواکونو وغوښتل چې ددوی له هیواده ووزي  ، عراقیانو دتیر هرکله په پرتله نن دامریکا په خلاف توندې مظاهرې وکړې  .

دراپورونو له قوله  نن جمعه تونس کې   مظاهره کوونکو یو امریکایي تعلیمي مرکز وسوزاوو ، دغه راز یې په امریکایي سفارت دحملې هڅه وکړه ، په دې سربیره  په مالیزیا ، اندونیزیا ، بنګله دیش ، پاکستان ، ایران ، اردن ، مراکش ، لیبیا او دنړۍ په نورو ګڼو هیوادونو کې  دجمعې په ورځ درنې مظاهرې او دامریکا په خلاف دقهر څرګندونې شوي دي  .

دترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په امریکا کې پخش شوی فلم په کلکه وغانده او دا عمل یې تر زغم لوړ وباله  .

په افغانستان کې نن  په پکتیا او جلال اباد کې دامریکا په خلاف دمظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي ، دننګرهار ښار په ختیځ کې مظاهره کوونکو دیوساعت لپاره دکابل  تورخم لاره بنده کړه  او له امریکایي ځواکونو یې وغوښتل چې دافغانستان خاوره پریږدي  .

 دامریکا په خلاف دقهر دا څپې نړیوالو مطبوعاتو بې سابقې بللې دي ، تردې چې ځینو غربي مطبوعاتو خبرداری ورکړی چې په اسلامي نړۍ کې امریکایي سفارتونه په محاصره کې قرار لري  ، په ځانګړي توګه په عربي نړۍ کې له حالاتو داسې ښکاري چې  دعربو پسرلي یو بل تکاملي تړاو پیل کړی او داځل یې رخ  له مستبدو حاکمانو څخه دامریکا په خلاف نفرت ته اوښتی دی .

روان اعتراضونه که له یوې خوا له خپلو مقدساتوسره  دمسلمان امت مینه او خلوص څرګندوي له بلې خوا داهم  ترې معلومیږي چې په  مسلمان امت کې  دیرغلګرځبيښاک په خلاف احساسات خورا پیاوړي دي .

 

عبدالرؤف حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x