عبدالله عبدالله د موقت حکومت رامنځته کېدل نه مني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): نن د وزیرانو شورا په ناسته کې اجرايوي رییس د دوی د حکومت سقوط له امکانه لري وباله او د موقت حکومت رامنځته کېدل يې کلک رد کړل.

اجرايوي رییس عبدالله عبدالله وروسته له هغه د وزیرانو شورا په نننۍ ناسته کې د موقت حکومت د رد یادونه وکړه، چې تر دې وړاندې د شهید اوونۍ په مراسمو کې د پخواني حکومت ځينو لوړ پوړو چارواکو د دې حکومت د سقوط وېره ښکاره کړه او ځينو يې ان د ولسمشر روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

اجرايوي رییس د ولسمشریزو ټاکنو ناکام نوماند عبدرب الرسول سیاف له څرګندونو وروسته نن خپل حکومت د دې وړ وباله، چې وپايي، د هغه په وينا په اوسنۍ اداره کې دومره توان شته چې د خلکو د رایو قدر وکړي.

سیاف د شهید اوونۍ په مراسمو کې د مثالونو په ورکولو سره وویل چې که دولتي مشران له کومې پېښې سره مخ کېږي، نو باید داسې سیستم وي چې بشپړ دولت له نړېدنې وساتي، له هغه وروسته د ولسمشر د روغتيايي وضعیت په اړه اندېښنو زور اخیستی دی.

عبدالله عبدالله په نننۍ ناسته کې ومنله، چې حکومت يې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، خو په وينا يې لاسته راوړنې هم لري چې باید پام ورته وشي.

که څه هم اجرايوي رییس د موقت حکومت په اړه خپل دريځ روښانه کړ، خو ځيني سیاسي مبصرین او د پخواني حکومت چارواکي دولت د سقوط په لوري روان بولي، ځکه خو د موقت حکومت طرفداري کوي.

تر دې وړاندې د پخواني حکومت د ماليې وزیر انورالحق احدي هم د روانو چارو د سمبالښت او د راتلونکي خطر له ژغورنې په موخه موقت حکومت یوه اړتیا وبلله او ويې ویل چې موقت حکومت باید د سولې په لور یو ګام وي.

سیاسي کارپوهان هم له روانو حالاتو د وتلو او سولې ته د نږدې کېدلو په لوري د طالبانو په ګډون د موقتې ادارې رامنځته کول نېک ګام بولي، خو ښايي د دې ګام پر وړاندې د اجرايه ریاست له لوري خنډونه رامنځته شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مصطفي اغا
میلمه
مصطفي اغا

الحمد لله !الهم انصرالمجاهدين في الافغانستان وفي كل مكان.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا د مجاهدینو زور نه د الله ج د الهی قدرت د د ښکاره کولو زور دی که مونږ د طالبانو زور د اشغالګرو او یا د دغه غلامی اداری د ورکوششو امکاناتو سره مقایسه کوو نه مقایسه کیږی