افغانستان

سروې ـ له ګډ حکومت نه نږدې ۸۷ سلنه وګړي ناخوښه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د يوې سروې له مخې د ګډ حکومت له نږدې یو کلن فعالیت نه د هېواد شاوخوا ۸۷ سلنه وګړي بشپړ ناخوښه دي.

دغه سروې چې د دويچه وله « المان غږ پښتو » برخې له لوري په انټرنیټ کې تره سره شوې ده، په شاوخوا یوه میاشت کې بشپړه شوې او پایلې یې روښانه شوې دي.

په دې سروې کې ۹،۳ سلنه وګړو له دولته بشپړه رضايت ښوودلی دی، چې شک کېږي پخپله به دولتي مامورین د بشپړ خوښۍ اپشن کېکاږلی وي.

سروې د « د ملي يووالي حکومت له یو کلن کاره څومره راضي یاست؟» ترسرلیک لاندې شوې ده او « بشپړ راضي یم، راضي یم، کار يې د قناعت وړ دی، راضي نه یم، هیڅ راضي نه یم» اپشنونه ورکړل شوي دي.

په دې سروې کې ۹،۳ سلنه وګړو بشپړ رضايت، ۴،۹ سلنه وګړو رضايت ښوودلی دی او ۶،۶ سلنه نورو يې کار د قناعت وړ بللی دی.

۲۰،۲ سلنه وګړو ویلي چې ناخوښه دي او ۶۹ سلنه نورو ویلي چې هیڅ راضي نه دي.

دا سروې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د نږدې یو کال په تېرېدو سره د ولسمشر اشرف غني روغتيايي وضعیت خورا اندېښمن ښوودل شوی دی او د موقت ادارې د رامنځته کېدلو اوازې ګرمې دي، خو اجرايوي رییس يې بشپړ مخالفت کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x