افغانستان

۲۳ ژورنالیستانو د امنیتي ګواښ له وجي هیواد پرېښی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۲۳مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره (نۍ) وايي چې د امنیتي ستونزو له کبله ۲۳ افغان ژورنالستانو افغانستان پريښې او اروپا ته تللي.

د نۍ مسوولینو ویلي چې دغو ۲۳ خبري عكاسانو د بېلابېلا رسنیو سره په افغانستان کې کار کاوه او بېګا شپه یې یوځايي هېواد پرېښود.

د نۍ د معلوماتو پر بنسټ یادو ژورنالستانو د امنیتي ستونزو، په رسنیو تحمیل شوي سانسور، ناڅرګنده اینده او په اروپا کې د ښه او ارام ژوند تېرولو په موخه هېواد پريښې دی.

نۍ ته یو ژورنالست د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «خراب امنیتي وضعیت، بې روزګاري، ناڅرګنده اینده، خپلمنځي تاوتریخوالی او سانسور یې ددې لامل شو چې افغانستان پریږدي او هجرت وکړي».

دا لومړی وار دی چې په دومره شمېر کې ژورنالستان افغانستان پریږدي او په اروپا کې پناه اخلي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سوریا د شخړي د اوږدېدلو له کبله او همداسي د ترکیې په ساحل باندي د غرق شوي ماشوم څخه د متاثر کیدو له کبله اوروپائي هیوادونو د مهاجرینو د قبلولو لپاره سینه ډبولې، چې له کبله یې زیات شمېر افغانان هم د سوریايي مهاجرینو تر څنګ هڅه کوي چې له دې موقع څخه استفاده وکړي.

ویل کیږي چي د سوریا وروسته دوهم لمبر مهاجرین د افغانستان زیات دي چې په هیواد کې دننه د نا امنیو او فقر له وجي د اوروپايي هیوادونو په ارمان له خپل ټاټوبي وتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا ژور نالستان نه ، دوی پلورل شوی غلامان دی ، دوی له اوله د هیواد نه وو ، د هیواد د دشمنانو په خدمت او د هغوی له خوا د هغو د ګټو د پاره استخدام شوی وو ، چه دا هیواد به خبل کړی او دغه غلامان به بکی چارواکی وی او یا به استعماری میدیا ته کار کوی ، کله چه یی باداران خپلو ارمانو ته و نه رسیدل او دا هیواد ورته بیا هدیره جوړه شوه تشتی نو دغه حرمونی ژورنالیستان چه د هماغه اشغالګرو له متیازو زیږیدلی کله پاتی کیدی شی هماغه اشعلګر یی پلرونه… نور لوستل »

امین درمان

کاش چی دوی خپل وطن او اسلام ته وفادار وایی دا خو د صلیبیانو لاسپوسی وه هغه یی خپل بادارن په حیث نیولی وه اوس چی هغه پښي سپکی کړی ددوی پرتوګونه هم لانده شول حیران دی چیری ولاړشی په کوم بادار پسی ورشی ، ډير ښه و سو الله ج دی مو ددی پآته لاسپوسو هم خلاص کړی
امین ثم امین

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x