نظــر

افغان ملت ملي مترقي ګوندپه كنړاونورستان دتوغنديوبريدونه په كلكه غندي

قدرمنولوستونكوپه سلانونوموهركلي كوم اوهيله من يم چي په دي ليكنه دچا خواء درنه نه شي .

پورتني سرليك مي پرون په فيس بوك كي ولوست .

ړومبي غواړم د دي ګوندجوړښت په ډيروكوټلوجملوكي راټول كړم داګوند د مرحوم غلام محمدفرهاد(پاپا) لخواء يي بنسټ تردي شعارلاندي چي خپلواكي، وطن، دين ناموس اوافغانستان دافغانستان لپاره كيښودل شو خو د وخت په تيريدو سره پكښي داسي ارزان قيمته اومجهول الهويه اشخاصو ځاله جوړه كړه چي ټول ګوند يي په يوواړه كچكول كي غاړي ته واچوه

اودببرك كارمل، ډاكتر نجيب الله څخه نيولي تر رب وهلي رباني پوري چاته يي ديوه مكرويانو دكور،چاته يي ديو دفتر، او چاته يي ديوي حويلي په بدل كي دوه لاسي پيشكش كړ مګرهغوي دومره نازل قيمت وركول ته هم حاضر نه شول چي:

په همدي وجهه مرحوم قدرت الله خان حداد فرهاد تر ځان دژوند تر پايه ګوښه كړ دا هم ديادولو ده چي مرحوم شمس الهدا شمس هم تر٢٠٠٤ع اوپنځم كال پوري دمرحوم حداد په خواء كي ودريد خو كله چي دډالرو او مقامونو بازار تود شوو نو
دمرحوم حداد څخه بغير ټول ديرغلګرو لخواء په جوړ شوي ګډوله دولت كي ورټاله شول او دغلامي جغ او غړوندي يي غاړو كي واچول اواساسنامه اومرام نامه څټ اومخ شوه خپلواكي مانا(٤٥)يرغلګردهوا اوځمكي له لياري په خلاص مټ
هره لويشت ځمكه په اختياركي ونيوله كه څوك تړي ، كه يي وژني، كه يي زندان ته اچوي،كه په بوډاګانو، تور سرو او سپين سرو جنسي تيري كوي، كه واړه يا درانه بمونه ورته حواله كوي، اوكه يي پوله اوپټې په ټانكونو هواروي، اوكه يي ناوي په ډولئ كي ساه حق ته سپاري،اوكه ماشومان بي كفنه دخاورو لاندي كيږي، اوكه يي جرګه مارپه ګولو غلبيلوي، او كه قران كريم تر پښو لاندي كوي، اوكه صليبي دين رواجوي، اوتردي نورهم ناروا او ناسزاء كړني چي تاريخ يي په ثبتولو شرميږي اومخ تراړوي مګردغه افغان ملت ګوند بړيڅي تر ټولو وړاندي دتايد مهر په لګوي چي لږنورهم څاربه، مقام، كورنو او څو شرميدلو ډالرو خاوندان شي اوعجبه خوداده چي دورځپاڼي په څنډه ليكي .

چي مونږ پخپل تاريخي هيواد كي ديو ملي ،بي طرفه، په خپلو پښو ولاړاوسر لوړي افغانستان غوښتونكي يو.

وګورئ.ملي مانا دا چي دپنچرمينانو حاكميت، بيطرفي ريښتيا(٤٥) يرغلګرو هيوادونو اوامرو ته دتعظيم سرټيټول، په خپلو پښو ولاړدخيرات كچكول په غاړه، سرلوړي ماناچي دبادار داوامرو څخه سرغړونه كفر ته نژدي عمل وګڼي .
دسرلوړي اوخپلواكي خوند هغه چاته معلوم وي چي دعمل ډګرته يي راوباسي لكه چي مرحوم ميړنې شاه محمودخان هوتك تراصفهان په افغاني توره مړانه ورسيد يا ميړني شاه اشرف هوتك عثماني تركيي ١٣٠٠٠زره عسكردميړني سيدال خان ناصر او امان الله خان تر قومندي لاندي مړي په ميدان پاتي شول اودي سره جوخت  تزاري روسي عسكريي په شاه وتنبول اوشرميدلي جنرال ليواچوف چي دجرنيل اورلوف لخوا يي اوربند ته غاړه كيښوده دايران خاوره يي ديرغلګرو وژغورله يا احمدشاه بابا لوي افغانستان رامنځ ته كړترډهلي اواصفهان پوري يي دافغانستان خاوره پوري وتړل خو په ډير افسوس سره چي اوس هغه انګريز چي زمونږ دنيكونو څخه په تيښته تښتيدلي ول اوس زمونږ هيواد په اتوبرخو ويشي دا د همدغه شرميدلو بركت دي اوبيا په ډيري سپين سترګئ سره توغندي غندي اودولس سترګوته شګي شيندي خودامظلوم ولس نورخپل دوست اودښمن ډيرښه پيژني اونور په غوړو او خيالي خبرونه تيروزې راشئ په ريښتيا سره دخپل هيواد دخپلواكي په لاره كي عملي ګامونه واخلئ اودغلامئ كړئ ليري چيرته سيند ته وارتوئ او دخپلو هغه وروڼو په صف كي ودريږئ چي په دي لاره كي په لوړه كچه قربانئ وركړي اولاوركوي يي ترڅوچي دا راغلي اشغالګردماتي پولي ته ورسوي اوبيا پخپل واك اوهسكه غاړه خپل ټول عنعنات په ځاي كړوزه خپلي خبري دمرحوم مولاناخادم په شعر راټولوم.

دنكريزو په شان خام ميده ميده كړه .  چي تلي كي دجانان لګيده غواړي
سراره كړه دږمنځ غوندي سل ځايه.   كه اوربل ته د اشنا رسيدل   غواړي
 
په پښتني درنښت

الحاج امام الدين ساپي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x