دیني، سیرت او تاریخ

حج او عمره – څلورمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

مسجد الحرام :

مسجد الحرام معنی دعزت او احترام خاوند مسجد، هغه عبادت ځای،چې مینځ کې کعبۍ خونه واقع دی .

کعبه: هغه ودانې چې دزمکی له سطحی لوړه وی، کعبه،مکعب ډوله خونه، کعبه مربع ډوله خونه ،کعبه دخونی اوپه نورو نومو نو هم یاد شوی.

حضرت ابن عباس روایت کوي ، چې فرمایلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم:کعبه دمسجد الحرام قبله دی( هغه خلک چې بیت الحرام کې لمانځه لپاره دریږي دهغوی قبله عین الکعبه دی یعنی مخامخ کعبی ته) مسجد الحرام د حرم او سیدونکو  قبله دی او حرم دزمکې اوسیدونکو څخه زما داُمت قبله دی.

مسجد الحرام چې دکعبی شریفی ګرد چاپیره احاطه لري اوسني ترمیم کې  ۱۸۰۰۰ مترمربع مساحت لري.

دامبارک ځای الله سبحنهُ وتعالی  په  مکه،بکه بیت  العتیق،مسجدالحرام، بیت الله… او همداراز مفسرین کرامو او په ځانګړی ډول ابن کثیر دمکې معظمی نومونه تر شلو ښودلي،چې هر نوم او وړتیا يې ریښتینی او څرګند دی،مکه اصلا دتَمَکُّکَ څخه اخستل شوی،چې دماغزو ویستلو ته وايې، مکه معظمه هم دجبارانو ماغزه  راوباسي او هلا کویې کله چې ورباندی حمله وکړي، لکه داصحاب الفیل ېې چې هلاک او په شرمیدلي مرګ محکوم کړل!

او همداراز دمسجد حرام نوم په قرانکریم کې  ۱۵ ځله تکرار شوی.

ددی مبارک مقام دبرکتونو، امنیت او ډاډڅرنګوالی هغه وخت ښه څرګندیږی چې دسیدنا حضرت اسمعیل علیه السلام، اودده دمبارکې مور بي بي حاجر هغه حالات او صحنې پخپل ذهن کې تصور کړئ، کوم چې په ظاهره بی وسی اوبی کسی  په داسی دښتی او بیدیاکې په یواځی پاتی کیدو مجبورکړل چې نه دچښاک، خواړو اوساتنی اسباب وو اونه اُمید،یواځینی شی چې پری فکر کیده هغه دولږې،تندې او یا دوحشي او داړونکو ځناورو دحملو په صورت کې یقینی مرګ و!!،خودادی  وینو چې نه یواځی دوخت سرداران وګرځییدل او نومونه ژوندي دي بلکه نن یواځي دحج په ورځو کې په میلیونونو دالله بندګان دبی بی حاجر دپلونو او قدمونو  اخستلو په  برکت پسی سعیه او دسیدنا حضرت اسمعیل علیه السلام دپوندو په برکت دزمازم اوبو  په روحانی او غذايې نعمت ځان خړوبوئ، او دحج اسعادت تر لاسه کول دنیاوی ویاړ او په اخرت کې دخلاصون سبب !!

دا ځانله غوره والی  دی چې هلته دینی شعایر او مقدس مقامونه دي،چې په کتويې داسلام سابقی ته متوجه کیږي او دالله سبحانهُ وتعالی دقدرت نښو دلایل په ستر ګو ویني،بلکه هر نیک عمل ،بدني عبادات، مالي عبادات او ټولنیزی ښیګڼۍ له خپل حیسیته  څو ،څو برابره زیات اجرونه اوثوابونه لري، ددی زیاتوالی مرتبه درسول الله صلی الله علیه وسلم ددی مبارک حدیث په رڼا کې چې بیهقي روایت کړی ووینئ!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې:فضل الصلاةِ فی المسجد الحرامِ علی غیرهِ ماتة الف صلاة  وفي مسجدِیْ الف صلاةٍ  وفي مسجدِ بیت المقدس بخمس مائةِ صلاة.

ژباړه: دلمانځه غوره والی په مسجد الحرام کې،په نورو مسجدونوسل زره(۱۰۰۰۰۰) برابره دی، او زما په مسجد(مسجد نبوي)کې زر (۱۰۰۰) برابره، او د بیت المقدس په مسجد کې یو په پنځه سوه(۵۰۰) برابره دی!

کعبه شریفه دغرونو او دښتو دتسلسل په  په مینځ کې دکاڼوپه وچه  کې پروت دی،خو دهغه برکت،فضیلت او انوارو لامله چې الله سبحانه ورله په برخه کړي تل اباده او دخلکو دګڼۍ ګوڼۍ  څخه خالي نه دی،چې همدا ازدحام دبکۍ په نوم يې یاده کړې، همداراز  دی مبارک ځای ته  بی شمیره حسی او معنوی برکتونه ، دوچو او تازه میوو،غله او دانو په شکل هم په برخه دي، له ټولونه ستر ویاړ چې  دخلکو دهدایت او دوحدت سمبول دی، پانګه وال او غریب، ضعیف او قوي، واکمن او رعیت،او … ټول دلته  دحج لپاره  راتلونکي په یو ډول لباس او موقعیت کې قرار لري  چې دیو والي او برابری ښکلی بیلګه دی.

دا هم په یاد ساتئ چې مکی په لور دفرضي او نفلي عباداتو  لړي دشپی او ورځی د ۲۴ ساعتونو په هره شیبه او ثانیه کې تر سره کیږي، ځکه چې دنړی د بیلا بیلو اقلیمونو او هیوادونو اوسیدونکې د  لمر  راختلو او پریوتلو  وخت او ځایونه فرق کوي،په همدی مناسبت  داسلام لارویانو وچلي  الله ته په زمکه دسجدی په حالت کې قرار لري!، او همدا راز په بیت الله کې هم دشپی او ورځې په ۲۴ ساعتونو کې  داسی شیبه او ثانیه نه مومئ چې دکعبی له طواف نه خلک وزګار او حجر اسود ته لاس رسی اسان وي،بلکه په طواف او حجر اسود  دالله دبند ګانو حجوم به وي.

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x