fbpx
ارشیف

اقصی مسجد یو ځل بیا د اسرائیلو تر بریدونو لاندې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۲۳مه ۱۳۹۴ل): په فلسطین کې یهودي ځواکونو یو ځل بیا د مسلمانانو په مقدس مسجد «اقصی» بریدونه پیل کړي دي.

عیني شاهدان وايي چې تېره ورځ د سهار لمانځه پسې متصل سلګونو اسرائیلي ځواکونو په مسجد چاپه ووهله او مسجد یې کلابند کړ.

د فلسطیني رسنیو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د مسجد دروازو ته قلفونه واچول، د مسجد بام ته وختل او له هغه ځای یې پر لمونځ کوونکو ډزې پیل کړې.

اسرائیلو په دغو بریدونو کې د مسجد ۳۲ کړکۍ او یوه دروازه بشپړې ویجاړې کړي او ۱۲ ځایه یې د مسجد فرشونه او قالینې په اور سوزولي دي. همدا راز یې ګڼ لمونځ کوونکي نیولي او وهلي دي.

وړمه ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر «بنیامین نتنیاهو» د اقصی مسجد د ساتنې ډاډ ورکړی و، خو د نوموړي له څرګندونو څو ساعته وروسته د اسرائیلو د کرهڼې وزیر په ملتیا اسرائیلو ځواکونو یو ځل بیا په اقصی مسجد برید وکړ.

د اقصی مسجد د تاریخي اثارو د ساتنې ادارې مشر «رضوان عمرو» رسنیو ته څرګنده کړې چې پر مسجد د اسرائیلو وروستي بریدونه په تېرو ۳۵ کلونو کې بې ساري دي.

د فلسطین د حماس اسلامي تنظیم پر اقصی مسجد د اسرائیلو برید غندلی او هغه یې «جنګي جنایت» بللی. د حماس د سیاسي دفتر غړي «عزت الرشق» ویلي چې پر اقصی مسجد د اسرائیلو د بریدونو هدف د دغه مسجد ویشل او تقسیمول دي.

یهودان د خپل منحرف دین له مخې عقیده لري چې الله ورته د اقصی مسجد د نړولو او پر ځای د یهودي کلیسا (هیکل) د رغولو امر کړی. له همدې کبله د کره راپورونو له مخې اسرائیلو د اقصی مسجد د نړولو په موخه ګرچاپیره تر ځمکې لاندې ژور تونلونه ایستلي چې له کبله یې د نوموړي مسجد تهدابونه کمزوري او د یوې زلزلې په راتلو د نړیدو له ګواښ سره مخامخ شوي.

د اقصی مسجد د بشپړ نړولو پلان د عملي تطبیق لپاره اسرائیل غواړي چې نوموړي مسجد په لومړی ګام کې د یهودو او مسلمانانو ترمینځ وویشي، چې د دغه وېش پر اساس به د نوموړي مسجد یوه برخه د یهودانو کلیسا ته ځانګړې کیږي او همدا راز به یهودانو ته د لمانځه وختونه ټاکل کیږي.

اسرائیلو له دې وړاندې د فلسطین په «خلیل» ښار کې «ابراهیمي مسجد» هم په مسجد او کلیسا ویشلی و. د ابراهیمي مسجد په حریم کې د ابراهیم علیه السلام ۴۰۰۰ کاله پخوانی قبر موجود دی.

د اقصی مسجد چې د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، له تیرو څه د پاسه ۶۰ کلونو راهیسې د یهودانو تر اشغال لاندې دی. یهودانو په دغې موده کې څو ځلې په نوموړی مسجد وسلوال بریدونه کړي، چې تر ټولو مشهور برید یې په ۱۹۶۹م کال دغه مسجد ته اور ورته کول و چې له کبله یې په مسجد کې د صلاح الدین ایوبي په لاس جوړ شوی تاریخي منبر هم په اور کې لولپه شو.

aqsa 2

aqsa 3

aqsa 4

aqsa 6

aqsa 8

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اسلام او مسلمانانو له دشمنانو ( چه د الله ج دشمنان هم دی ) د خبر او ښیګنو هیله لیونتوب او د لیونیانو کار دی ، پوش په اوله ورخ د غه د تروریزم جنګ د صلیبی جنګ ونومولو ، او به دوهمه ورځ یی ورته د تروریزم نوم ورکړو ، داسی نه چه بوښ په لمړی ورځ غلطی کړی او په دوهمه ورځ یی خبله غلطی سمه کړه ، دا چه په لمړی ورځ او دوهمه ورځ یی څه وویل ، د دواړو ویل د پلان برخه وه چه باید په اوله ورځ ورته د صلیبی جنګ او… نور لوستل »