نظــر

فلسطين د اسلامي نړۍ د مظلوميت تر ټولو ستره بيلګه

ليکنه: پوهيالی عبيدالله اخندزاده

فلسطين (د مسلمانانو لمړنۍ قبله) په منځني ختيځ کې پروت يو تاريخي هيواد دی، دغه سيمه چې له نن څخه پخوا کابو ۱۰۰۰۰ کلن لرغونی تاریخ لري، په بيلابیلو ادوارو او عصرونو کې د بيلابيلو تمدنونو او امپراطوريو تر مينځ لاس په لاس شوی دی، فلسطين د دې سربيره چې د دريو لويو وچو (اروپا، اسيا او افريقا) ترمينځ د اتصال د نقطې حيثيت لري په عقيدوي او مذهبي لحاظ هم د نړۍ د يو شمير دينونو پيروانو لکه مسلمانانو، یهوديانو او عيسويانو ته له خورا زيات اهميت څخه برخمن دی، پورتنۍ ټولې ډلې يې د بيلابيلو دلايلو له مخې د ملکيت دعوه کوي چې دغه تاريخي کشمکشونه او اختلافات کله ناکله د دغو ډلو ترمينځ د خونړيو جګړو د رامينځ ته کيدو لامل هم شوی دی.

فلسطين د اسلامي نړۍ په سياسي تاريخ کې د مسمانانو د مظلوميت تر ټولو ستره بيلګه ده، د فلسطين موضوع د تاريخ په اوږدو کې هميشه د اسلامي حاکمانو لپاره د اسلامي نړۍ د تر ټولو مهمې او برخليک ټاکونکې موضوع په توګه پاتې شوې او ويلای شو چې د اسرايیلو لخوا د فلسطين د خاورې وروستی ۶۶ کلن نيواک او اشغال د اسلامي نړۍ په ننګينه لمن د بې ننګۍ يو ستر داغ ګڼل کيږي چې بايد اسلامي حاکمان او واکمنان په دې برخه کې د اسلامي امت د وجود د يوې برخې په توګه د فلسطين په موضوع کې پريکنده او ټاکونکي ګامونه پورته او يو ځل بيا د اسلامي تاريخ پخوانی برم را ژوندی او خپل حقه حق ترلاسه کړي.
په تاريخي لحاظ د فلسطين اصلي اوسيدونکي څوک دي؟

دا چې یهود دعوه لري چې ګويا دوی د فلسطين اصلي او لمړني اوسيدونکي او مالکين دي خو حقيقت دا دی چې فلسطين چې کابو لس زره کلن تاريخ لري لمړی ځل په ډيرو پخوا زمانو کې یانې (۳۵۰۰ ق م) کال کې دغې سيمې ته د حجاز له زړه څخه عربي کنعانيان را وکوچيدل او دلته استوګن شول، دوی متمدنه او زحمت کشه خلک وو،سلګونه کاله يې په فلسطين کې ژوند ترسره کړ.

وروسته په (۱۰۰۰ ق م) کال کې د فلسطينيانو په نوم يو قوم دې سيمې ته راغی او هغوی هم دلته ژوند پيل کړ.

له دې وروسته کابو سلګونه کلونه وروسته د یهودو قوم د موسی عليه السلام سره يو ځای دفلسطین سيمې ته راغلل او دلته يې استوګنه پيل ګړه، ددې ترڅنګ چې په دغه سيمه کې مسلمانان او یهوديان اوسيدلي دي د دې ترڅنګ د عيسويانو په ګډون ځينې نورې ډلې هم دلته اوسيدلي دي. نو معلومه شوه چې د یهوديانو دغه دعوه چې ګويا دوی ددې سيمې اصلي اوسيدونکي دي خو بيا له دې ځايه څخه شړل شوي دي نو بناءً دوی ددې سیمې اصلي مالکان دي، دغه دعوه کوم حقيقت نلري بلکې په تاريخي لحاظ پخپله عربان (مسلمانان) ددې سيمي اصلي اوسيدونکي او مالکان دي.

د فلسطين سياسي تاريخ ( د فلسطين پرون او نن):

د فلسطين سيمه په تاريخي لحاظ د روم د امپراطورۍ پرمهال د مديترانې سمندرګی او د اردن د سيند ترمينځ سيمې باندې اطلاق کيده، وروسته د وخت په تيريدو سره د فلسطين حدود وخت ناوخت د مختلفو ډلو او حکومتونو لخوا د بريدونو لاندې راغلل او مختلف تغيرات پکې راغلل، سلګونه کاله دغه سيمه د روم د امپراطورۍ برخه وه، وروسته د اسلام د مبارک دين د ظهور څخه فلسطين د هغه تاريخي اهميت له مخې چې مسلمانانو ته يې درلوده نو فلسطين د مسلمانانو د توجه چورليز وګرځيده چې باالاخره د حضرت عمر فاروق (رض) د خلافت په دوره کې د لمړي ځل لپاره فلسطين په (۶۳۶ م) کال د اسلامي خلافت لخوا فتح شو او سلګونه کاله بیا دغه سيمه د اسلامي خلافتونو لخوا اداره کيدله، وروسته له دې د صليبي جنګونو پرمهال (۱۰۹۵- ۱۲۹۱ م کلونو ترمينځ) په (۱۰۹۹ م) کال دغه سيمه (بيت المقدس) د څه مودې لپاره د صليبيانو تر کنټرول لاندې راغله، او په دې سيمه کې د مسلمانانو او صليبي لښکرو ترمينځ خونړۍ جګړې رامينځ ته شوې چې بالاخره په (۱۲۵۰م) کال د دوهم ځل لپاره بيت المقدس (فلسطين) د سلطان صلاح الدين ايوبي تر مشرۍ لاندې د اسلامي لښکرو لخوا فتح شو چې بيا تر (۱۹۱۷ م) کال پورې د عثماني خلافت (مسلمانانو) تر حاکميت لاندې پاتې شو، له دې نيټې وروسته تر(۱۹۴۸م) کال پورې فلسطین د ملتونو د ټولنې د پريکړې په اساس د بریتانيا د قيموميت لاندې سيمه پاتې شوه، په (۱۹۴۷م) کال د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د (۱۸۱) نمبر پريکړه ليک له مخې د فلسطين د تجزيې فیصله وشوه چې له مخې يې بايد یهود میشته سيمې د اسرايیلو، عرب ميشته سيمې د مسلمانانو (فلسطينيانو) او بيت المقدس د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو لخوا اداره شي چې دغه پریکړه د هغه صهیونيستي سازمان لخوا تاييد شوه کوم چې په (۱۸۹۷ م ) کال کې په سويس کې د یهودي مشرانو لخوا د يو یهودي دولت د ارمان پوره کولو لپاره رامينځ ته شوی وو، ولې د اسلامي هيوادونو لخوا وغندل شوه او د دغې طرحې پر خلاف يې غبرګون وښود چې بالاخره دغه طرحه ناکامه شوه.

په دغه سيمه (فلسطين) کې په همدې کال يانې د (۱۹۴۸م) کال د مې په ۱۴ مه نيټه د ملګرو ملتونو د وړاندې شوې طرحې له مخې پر فلسطين باندې د انګليس د قيموميت د پای ته رسيدو نه يوه ورځ مخکې د اسرايلو د دولت د رامينځ ته کيدو اعلان وشو چې دغه اعلان د اسلامي هيوادونو او په فلسطين کې د ميشتو مسلمانانو او عيسايانو او ځينو نورو ډلو لخوا په کلکه وغندل شو خو د امريکا متحده ايالات او پخوانی شوروي اتحاد دوه هغه لمړني هيوادونه وو چې د اسراييلو دولت يې په رسميت وپيژاند. خو د اسلامي هيوادونو غبرګون په (۱۹۴۸م) کال د عربو په ځانګړي ډول (د لبنان، سوريې، عراق، مصر، اردن، د فلسطين د جهاد فوځ، محلي عربانو او داسې نورو) او اسرايلو ترمينځ د لمړنۍ خونړۍ جګړې لامل وګرځيد، چې بالاخره د اسرايلو او عربو ترمينځ د (۱۹۴۹م) کال د موقتي اوربند څخه وروسته د يو هو کړه ليک له مخې د اسرايیلو لمړنۍ پولې د شنې کرښې په نوم وټاکل شوې او په ټوله کې فلسطین د مصر، اسراييل، اردن او سوريې ترمينځ وويشل شو.
دا هغه وخت وو چې نور نو د فلسطين په نوم کوم هيواد د نړۍ په نقشه کې نه ليدل کيده.

د (۱۹۴۹م) کال څخه بيا تر (۱۹۶۰ م) لسيزې پورې په سياسي بحثونو کې دفلسطين په نوم کومه اصطلاح چې د يو دولت معنی ولري نه کاريدله بالاخره په (۱۹۸۸م) کال کې په الجزاير هيواد کې د فلسطین د ازادي غوښتونکي غورځنګ لخوا چې تازه را مينځ ته شوی وو، د فلسطين په نوم د يو خپلواک هيواد د رامينځ ته کيدو اعلان وشو او غوښتنه يې وکړه تر څو ټول اشغال شوی فلسطين د دوی برخه وګرځي، د فلسطين اوسنۍ سيمې (غزه او د اردن سیند لوېديځه غاړه) د عربو او اسراييلو د دويمې جګړې (۱۹۶۷ م کال جګړې) څخه دمخه د فلسطينيانو لپاره ټاکل شوي دي خو نهايي پولې يې لاهم ندي ټاکل شوي.

بالاخره په (۱۹۹۴م) کال کې د فلسطين خودګردانه ادارې د اوسني فلسطين اداره په خپل واک کې واخيسته او ډير کلونه دغه سازمان د فلسطيني خاورې کنټرول له ځان سره لاره خو فلسطين د یو مستقل دولت حیثيت نه درلود، هماغه وو چې د ډيرو هلو ځلو نه وروسته د محمود عباس په دوره کې فلسطين د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه تر څو فلسطين په ملګرو ملتونو کې د ددغه سازمان (ملګرو ملتونو) د ناظر (د فلسطين ازادي غوښتونکي سازمان په توګه) څخه د دولت کچې ته لوړ کړي هماغه وو چې ملګرو ملتونو فلسطين د محمود عباس په دوره کې له ناظر بنسټ نه غيرعضو ناظر هيواد ته پورته کړ. په (۲۰۰۶م) کال د فلسطين په ټاکنو کې د حماس اسلامی غورځنګ د دې هيواد ټاکنې وګټلې او اسماعيل هنيه د فلسطين لمړی وزير وټاکل شو، خو په (۲۰۰۷م) کال کې د فلسطين دننه د فتح ګوند او حماس تر منيځ جګړه ونښته او په دې ډول فلسطين د حماس او فتح ترمينځ وویشل شو، د غزې تراړه د حماس او د اردن د سیند غربې سیمې د فتح ګوند تر واک لاندې راغلې.

خو د حماس لخوا د ټاکنو ګټل د يو شمير غربي هيوادونو او اسرایيل لپاره د زغم وړ نه وو هماغه وو چې يو شمیر هیوادونو د حماس غورځنګ او يو شمير هيوادونو د حماس نظامی ډله (عزالدين قسام) د تروريستي ډلو په توګه په تورلیست کې شامل کړل. د حماس د بريا نه وروسته د حماس د اسلامي غورځڼګ او اسرايیلي اشغالګرو تر مينځ وخت ناوخت نښتې تر سره شوي دي چې په دې ترڅ کې تر ټولو خونړۍ دوه هغه جګړې دي چې لمړۍ يې په (۲۰۰۹م) کال او دويمه يې په (۲۰۱۴م) کال د اسرايیلو او حماس ترمينځ رامینځ ته شوې چې په پایله کې يې زرګونه بې ګناه فلسطينيان په شهادت ورسيدل او د غزې تراړه هم په کنډواله بدله شوه.

په (۲۰۱۴م) کال د سويډن هيواد فلسطين د يو خپلواک هيواد په توګه په رسمیت وپيژاند.

په همدې کال فلسطين لسو نړيوالو بنسټونو ته د غړيتوب غوښتنليکونه وليږل چې بالاخره په همدې کال فلسطين د ژنو د کنوانسونونو غړيتوب هم لاسته راوړ.

همدارنګه له همدې نيټې وروسته د ايټاليا، بريتانيا،ایرلينډ، اسپانيا او فرانسې پارلمانونو د يو خپلواک هيواد په توګه فلسطين هيواد ته رايه ورکړه خو دغه رايه ورکونه تر ډيره نمايشي وه او د دې هيوادونو لخوا د فلسطين د رسميت پيژندنې معنا نلري خو د فلسطين د حکومت او دولت د حيثيت د ښه کيدو لامل وګرځيد. په (۲۰۱۵م) کال د واتيکان مشر (پاپ) اعلان وکړ چې فلسطين د يو خپلواک هيواد په توګه په رسميت پيژني. په عمومي ډول نن ورځ فلسطين د نړۍ د ټولو اسلامي هيوادونو او په ټوله کې د ۱۳۰ نه د زياتو هيوادونو لخوا د يو مستقل دولت په توګه په رسميت پيژندل شوی دی.

د فلسطین کال په کال بدله شوې نقشه - زرغون رنګ فلسطین دی
د فلسطین کال په کال بدله شوې نقشه – زرغون رنګ فلسطین دی

د فلسطين اوسني مساحت او لوی ښارونه:

اصلي فلسطين چې د مدیترانې د سمندرګي او د اردن د سيند ترمينځ پروت دی کابو ۲۷۰۰۰ کيلومتره مربع پراخوالی لري اوس مهال د ټول اصلي فلسطين څخه (۲۱۰۰۰) کيلو متره شا او خوا سيمه چې په هغې کې بيت المقدس هم قرار لري د اسرايلو د غاصب رژيم له لوري اشغال شوی دی، پاتې (۶۲۲۰) کيلو متره مربع سيمه د فلسطين د هيواد په نوم هغه هم په دوه برخو کې د فلسطين د اوسني حکومت تر واک لاندې ده چې په هغې کې د غزې تراړه چې (۳۶۰) کيلومتره مربع پراخوالی لری او د مديترانې د سمندرګي په غاړه کې موقيعت لري، د حماس د جهادي غورځنګ تر کنټرول لاندې ده او بله برخه يې د اردن د سيند لويديځه غاړه د شرقي بيت المقدس په شمول چې (۵۶۶۰) کيلو متره پراخوالی لري د فتح ګوند تر کنټرول لاندې ده او همدارنګه یوه بله وړه برخه چې د مړه سمندر تر غاړې پرته ده، د فلسطين د حکومت په قلمرو کې شامليږي، اوسنی فلسطین شا او خوا (۴۵۵۰۳۶۸) تنه نفوس لري او مهم ښارونه يې عبارت دي له غزه، خان يونس، رام الله، اريحا، بيت الحم، الخليل، نابلوس، طوالکرم او داسې نورو څخه.

ولې د يادولو وړ ده چې د فلسطين وګړي او يا حکومت او همدا رنګه اکثريت اسلامي هيوادونو هيڅکله هم د اسراييلو حکومت په رسميت نه ده پيژندلی په فلسطين کې دننه بيلابيل سياسي او جهادي تنظيمونه د ټول پخواني فلسطين د بيرته نيولو هلې ځلې کوي چې په دې لړ کې تر دا مهاله مختلفې جهادي او سیاسي ډلې په فلسطين کې رامينځ ته شوي لکه د حماس جهادي غورځنګ، د اسلامي جهاد غورځنګ، د فتح غورځنګ ، د فلسطين د ازادۍ غوښتونکی سازمان (ساف) او داسې نورې ډلې چې په مختلفو سياسي او نظامي ډګرونو کې يې د فلسطين د پخواني شخصيت او نوم د را ژوندي کولو لپاره هلې ځلې ترسره کړي او لا هم په دې برخه کې په پوره هوډ او عزم سره د مبارزې کولو تکل لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x