ادبي لیکني

په شعر کې ذهني انځور

لیکوال: حامدالله ستون

هر ترکیب او کلمه د خپل ځان شاته یو انځور لري، دغه انځورونه ښايي عینیت ولري، او ښايي غیر مجسم وي، په شعر کې انځور یوه حتمي خبره ده، که د شعر ترکیبونه او کلمې له انځورونو څخه خالي وي، هسې د کلمو او ترکیبونو یو کتار به مو جوړ کړی وي، ذهني انځور په هر حالت کې غیر مجسم وي، او یوازې د ذهن او خیال په مرسته کولای شو، هغه انځور چې د کلمو تر شا پروت وي، مناسب بګرونډ ورته جوړ کړو، ذهني انځورګري هم د شاعر په خیالي کیفیت او هنر پورې اړه لري، ښایي یو شاعر ډېر نری او نازک خیال ولري، چې په خپل شعر کې داسې ذهني انځورونه وکاروي، چې د ویونکي او اورېدونکي ذهن ورباندې د ډېر وخت لپاره بوخت وساتي، ذهني انځور ډېری وخت د یو ناشوني کار او څیز په کولو باندې دلالت کوي، او همدا خبره ده چې په دې سره د اورېدونکو ذهن له یو ډول حیرانۍ سره مخ کیږي، د ذهني انځور بل لوی خوند او مزه په دې کې ده، هرکله چې مونږ د یو ناشوني کار د شونتیا آواز اورو، نو زمونږ زړه ته یو ډول خوند او لذت وربښي، د اوسني دور په شاعرانو کې مخکښ شاعر سیدشاه سعود په خپلو شعرونو کې ذهني انځور زیات کاروي، هغه په یو ځای کې وايي:

اجازت یې راته راکړلو په مینه چې راځه
بیا مې روح ځان پسې بنده کړه د سترګو دروازه

روح یو غیر مجسم څیز دی، او په همدې شکل د سترګو دروازه هم یو ذهني انځور دی، کله چې مونږ دا کلمات او خبرې اورو، نو ذهن مو د الفاظو په اصلي معنی پسې ګرځي، زمونږ ذهن ته د روح یو ذهني انځور راځي، او په همدې شکل د سترګو دروازې ته هم د ذهن په مرسته یو مناسب انځور جوړوو، او فکر کوو چې روح به لاسونه لري، او دسترګو د دروازې بندېدل هم زمونږ لپاره یو ذهني انځور وړاندې کوي.

ډېری وخت شاعر دا هڅه کوي، چې خپل خیالات او افکار په یوه مجسمي بڼه وړاندې کړي، او خپل مفهوم ته تشخیصي بڼه ورکړي، که خیال او مفهوم پوره تشخیص نه شي اخیستی، نو تر یو بریده پورې د تشخیص وړ ګرځي، چې دا ډول تشخیص د ذهني انځورونو له لارې کېدای شي، کله چې مونږ غواړو یو غیر مجسم شی د نورو لپاره مجسم کړو، نو اړتیا ده چې د هغه لپاره به انځور جوړوو، تر څو خپل غیر مجسمي مفهوم نورو ته د یو تصویر په شکل وړاندې کړو، مګر دغه تصویرونه باید ښکلا او هنریت ولري، ترڅو د اورېدونکي ذهن یې پرته د کومې ستونزې او په آسانۍ سره درک کړای شي.

د تصویرونو جوړښت د ادبي صنعتونو په مرسته کېدای شي، کله چې غواړو یو ذهني انځور جوړ کړو، مونږ ته د تشبه، استعارې او نورو ادبي صنعتونو اړتیا پیدا کیږي، څو وکولای شو د دې په وسیله انځورونه ایجاد کړو، مګر د تشبه پر بنسټ جوړ شوي تصویرونه ډېری عیني بڼه خپلوي، لکه چې وایو:

(شونډې یې د ګلاب په څېر دي)

دلته ګلاب او شونډې دواړه مجسم دي، او کولای شو چې په پنځو حواسو یې حس کړو، ډېری وخت مجسمي څیز د ترکیب جوړولو د انداز پر بنسټ هم غیر مجسم کېدای شي، لکه د مجید قرار په لاندیني بیت کې:

مونږ خو زړه د ګل غوندې په ګوتو کې نیولی و
یار یې چې منلو ته تیار نه و نو نه به وو

په دې بیت کې ګل او ګوتې دواړه مجسم او د تشخیص وړ دي، خو د زړه نیول په ګوتو کې زمونږ لپاره یو ذهني انځور دی، ځکه دا هېڅ شونې نه ده، چې یو څوک دې خپل زړه په ګوتو کې ونیسي، په دې بیت کې ذهني انځور یوازې د کلمو او ترکیب جوړونې د انداز په مرسته جوړ شوی دی، او توکي یې مجسم دي، چې یوازې یې انداز یو ذهني انځور ګڼل کیږي.

هغه چاته ښه شاعر ویل کیږي، چې په شعر کې یې ښه انځورګري کړې وي، انځور که عیني وي یا ذهني، د دواړو ترمنځ د تسلسل او تړاو راوستل د شاعر یو بل کمال دی، ځکه که ځینې وخت شعر یوازې ذهني او یا برعکس عیني تصویر ولري، د اورېدونکو د ستړیا لامل کیږي، په شعر کې د انځور پنځونې لپاره شاعر ته په کار ده، چې خپل ذهن د طبیعت ، فطري ښکلا او د خپل شاخوا څیزونو سره آشنا کړي، ځکه د انځور لویه برخه له طبیعت څخه را اخیستل کیږي، او د فطري ښکلا په مرسته انځور ایجادیږي،لکه د سید شاه سعود په لاندې بیت کې:

په بله غاړه درته زه ومه که ته ولاړ وې
سیندونه پورته راختلي وو که هېر دې نه وي

سیند د طبیعت یوه برخه ده، او په هغه کې یوه فطري ښکلا موجوده ده، نو ځکه یې د شاعر پام ځان ته اړولی دی، کله چې د سیند کلمه زمونږ غوږونو ته راځي، نو زمونږ سترګو ته د هغه یو انځور ودریږي، چې مونږ د سیند په غاړه ولاړ وو، او یخه هوا لګیږي، شاوخواته یې شنه سیمه او ښایسته فضا‌ء او نور هغه څه چې د فطري ښکلا په چوکاټ کې راځي، زمونږ ذهن ته یو ډول سکون او آرامي وربښي، که څه هم سیند مجسم او عیني انځور دی، خو ترڅنګ یې هغه احساس چې د سیند د کلمو په اورېدو یې کوو، او د فطري ښکلا خیال مو په ذهن کې ګرځي، زمونږ لپاره یو ذهني انځور دی.

که څه هم په شعر کې د ذهني انځور درک تر یو بریده پورې ستونزمن دی، او اورېدونکی یا لوستونکی یې د اصلي معنی په لټه کې خپل ذهن په کار اچوي، او آخر دا چې ښايي په معنی یې پوه شي، او یا ښايي له بشپړې معنی څخه یې عاجز پاتې شي، خو بیا هم کومه ښکلا او هنر چې په کې نغښتی دی، اوریدونکی په منطقي لحاظ قانع کوي، او د خپلې اړتیا په اندازه ورڅخه خوند اخلي، که د جلان لاندیني بیت ته سوچ وکړو، ښايي چې ډېری خلک یې په بشپړه معنی ونه رسیږي، خو د کیف او خوند خبره یې حتمي ده، چې په هر چا به خوږ لګیږي، او خوند به ورڅخه اخلي.

د ناز مسکا د ګل په لاس کې ګرځوي زړه پسې
پیمخي څومره په هنر د سړي زړه پرې کوي

په لومړۍ مسره کې زیات ذهني انځورونه موجود دي، چې تر ډېره یې درک ستونزمن دی، مسکا خپله یو ذهني انځور دی، خو کله چې د ناز کلمه ورسره راځي، نو د ناز مسکا نور هم ذهني مجرد انځور دی، او په همدې شکل د ګل لاس هم تر یو ځایه ذهني انځور دی، خو دا چې ګل خپله مجسم دی، نو ښايي د ځینو خلکو فکر د ګل له لاس څخه د ګل پاڼو ته واوړي، نو په دې دلیل به یو څه نوعیت ولري، خو نوعیت یې منطقي نه دی، ځکه چې ګل لاسونه نه لري، دلته د ذهن اختلاف دی، چې ځینو ته به ذهني انځور ښکاري، او ځینو ته به عیني، خو تر ډېره پورې دا یو ذهني انځور دی، ځکه چې مسکا په لاس کې نه ګرځول کیږي، او بیا د ګل په لاسونو کې د مسکا ګرځول نور هم ذهني مجرد انځور جوړیږي.

په لنډ ډول ویلی شو، چې ذهني انځور په مستقیم ډول له ذهن او خیال سره اړیکه لري، چې یوازې کولای شو، د ذهن او خیال په مرسته هغه د ځان لپاره مجسم کړو، او د خیال په سترګو یې وګورو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامدالله ستون

سلامونه: دا چې زما مقاله( په شعر کې ذهني انځور) مو راته خپور کړ دېره مننه کوم. خدای دې تاسو ته همت درکړي چې همداسې د خلکو د خدمت جوګه وګرځي، او ستاسو د لا بریالیتوبونو په هیله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x