نظــر

روانه جګړه

pro-islam-protestدکفری استعمار دمدتونو اشغال، استبداد او ظلمونه، د اسلام د مبین دین سپکاوی، د بشر دحقوقو تر نامه لاندی د بشر وژنه، د مسلمانانو کارنامو او مبارزو ته د دهشتګردۍ او افراطیت القاب ورکول، او په مقابل لوری کی دکفارو خلاف په خپل ټول وس او توان سره مبارزه، دکفرې دسیسو افشاء او له مینځه وړل، داسلامی نظام دنفاذ لپاره  هر راز سختۍ زغمل روانه جګړه دکفر او اسلام تر مینځ جګړه ثابتوی.
دا هغه جګړه ده چې د کفر حامیان یی د تروریزم او افراطیت خلاف مقدسه جګړه ګڼي.

صلیب په ډیر هنر خپل تالی څټی په افغانانو و تپل  اوتقدیر د افغانانو له مینځ نه  هغه کسان انتخاب کړی چی پرته له قتل، فساد، او ډیرو نورو جنایتونو د سرته رسولونه بل شوق نه لری هغوی د مادیاتو لپاره وجنګیدل او دافغانانو د ځپلو لپاره یی  پردی د ګران وطن اشغال ته دعوت کړل ترڅو دوی یو ځل بیا د افغانانو وینه نوش جان کړی.

نو ځکه یی دافغانانو د ذهن د اشغالولو لپاره دوی په کار اچولی ګواکی دا جنګ د تروریزم خلاف دی او نور هیڅ اهداف نه دی پکښی انغښتی.

خو حقیقت دادی!

دا جنګ نه یوازی داچی د اسلام او کفر تر مینځ دی بلکی د کفر سره سره دفساد خلاف هم د حق لښکر مقابله کوی.

افغانستان د تاریخ په اوږدو له داسی جنګ سره نه دی مخامخ شوی او نه افغانان له دومره سترو سترو امتحانونو سره اشنا وو، نه افغانان په دومره ډیرو برخو ویشل شوی وو او نه یی په خلاف ټولی نړی مټی بډ وهلی وی. نه یی د مبارک جهاد اصلی مزه محسوس کړی وه.

همداشان نړیوال هم له داسی ملت سره د ډغری سابقه نه لری. دوی له داسی ملت سره سر په څنګ وهی چی له شهادت پرته بل ارمان نه لری او د شهادت د لاسته راوړلو او د اعلاء کلمة الله لپاره له خپلی دنګی ځوانی او ښایسته صورت نه تیریږی. کفارو لا د اسلام اصلی مدافعین نه وه پیژندلی او نه یی د مسلمانانو د زور حساب لګولی وو.

خو لله الحمد په افغانستان، عراق، او نورو اسلامی هیوادونو کی مسلمانانو نه یوازی داچی کفر په ګونډو کړ بلکی مسلمانانو ته یی ستر ستر ویاړونه ور په برخه کړیدی.

دا هغه جکړه ده چی د الله محبوب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یی په اړه دنیاوالو ته ښه وضاحت ورکړی.

او مسلمانانو ته یی په روان بهیر کی د برخی اخیستلو سپارښتنه کړی.

له همدی ځایه او وخته به د مهدی اخر زمان قوی فوځ تیاریږی او له همدی ځایه او وخته به د تورو بیرغونو د راوتلو لړی پیلیږی او د ابلیسی قوتونو خلاف به لاس په کار کیږی. انصاف به حاکم کیږی او د کفر ټولی دسیسی به افشاء او محوه کوی.

د روانی جکړی په اړه می یوحدیث موندلی ستاسو مخی ته یی ایږدم:

امام زهری وایې چی ماته دغه روایت رارسیدلی دی چی تور بیرغونه به له خراسانه راوځي، کله چي دوی له غرونو نه راکوز شي نو داسلام په طلب به راکوزیږي (کنز الاعمال۱۱۱۶۲ الفتن نعیم ابن حماد)
یعني دالله په ځمکه دالله دنظام دنافذلو پرته به دوی بل هیڅ مقصد نه لري لهذا ابلیسی قوتونه داچیرته برداشت کولي شي، نو دمسلمانانو مقابلی ته به ټول کفر جمع  شي لیکن دهغوی لاره به ونه نیسی

دنبی علیه السلام په زمانه کی دخراسان حدود له عراق نه تر هندوستان او په شمال کی تر دریایی امو پوری تړلی وو

په اوس وخت کی هغه لښکر په افغانستان کي منظم کیږي، باوجود د دي چي دجالي قوتونه دا لښکر ختم نه کړو بلکي مجاهدین په دوی باندي لا تندریز بریدونه کوي.
دعربو مجاهدینو (القاعدوو) بیرغ هم د تور رنګ دی. او ان شاءالله د ټولو طوفانونو سینه به څيروی او  بیت المقدس به ازادوي.
داسي ښکاری چی یهودیانو دا حدیثونه مخي ته ایښي دی او پلان ګذاري کوي، حالانکه زمونږ خوږ پیغمبر دا احادیث دامت مسلمه دپاره فرمائیلی وه چي دمشکل په وخت کي مسلمانان د همدی احادیثو په رڼا کی پلان ګذاري وکړي

دستایلو وړ دی هغه څوک چی په دی احادیثو پوهیږی او د افغانستان په غرونو کي مرچل ساتي.په دی حدیثو کی دهغو مجاهدینو لپاره خوشخبري ده چي که دجالی قوتونه په دي علاقه  باندي اورونه واوروی او داورونه په سمندر باندی يې بدله کړی لیکن د محمد عربی صلی الله علیه وسلم  دغه لښکر به لوی الله یو ځل بیا منظموی کوم به چی یو ځل بیا دالله په نصرت  د دنیا نقشه بدلوی.
داحدیث دنوی بهار زیري دهغو زړونو دخاوندانو لپاره دی کوم څوک چی دمجاهدینو د شکسته حالۍ په لیدلو سره دمایوسیو  په صحراګانو کی ورک دي…..چي اوس مه مایوسه کیږي بلکی د دی لښکر یوه حصه جوړ شه، چی دچا په تقدیر کی فتح ده

په افغانستان کی روان جنګ مقدس جنګ دی د یو مسلمان په صفت باید له یاده ونه باسو چی مسلمانان په هر ځای کی مغلوب دی او دفکری اشغال ښکار دی، په مونږ فرض دی چی د مسلمانانو د ازادی لپاره هر اړخیزی هلی ځلی وکړو.
که چیرته دا نشو کولای نو باید د مسلمانانو د ازادی لپاره په دی روانه جګړه باندی شک ونه کړو او د دښمن په ژبه ګویانه شو.

دا دصليبيانو او دهغوی داجيرانو تبليغ ده چې دمجاهدينو اتلولئ تر پردو تړي، بناءا پدې صليبي پروسه کې برخه اخستل او دمسلمانانو پر ضد تبليغات کول دصليبي امريکايانو مزدوري او ګوډاګيتوب ده، چې له يوه افغان مسلمان سره نه ښآيې، بلکې دا دمنافقت نښه ده چې قرآنکريم يې ګواهي ورکړې درسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې به هم منافقانو دمسلمانانو پرضد او دکفارو پر ګټه داسې تبليغات او سپک سپور الفاظ کارول، چې الله جل جلاله بيا اخطار ورکړ او ورته يې وويل : چې که له خپل دغه کار څخه منعه نشوئ نو مسلمانان به درباندې مسلط کړم.

صفونه مالوم دي دمسلمانانو صف هم معلوم دی او دکفارو هم اوس نو الله تا ته وخت او اختيار درکړئ چې په کوم صف کې دريږې.

ډاکټر فرهاد خالد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x