د نن سرلیکنه

د ولسمشر ناروغي، سیاستوال ولې اندېښمن دي؟ / سرلیکنه

نن ټکی اسیا – (سې شنبه، وږي ۲۴مه ۱۳۹۴ ل): د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، د ولسمشر اشرف غني د تحول او تداوم د ټیم مخالفینو پر اشرف غني تور پورې کاوه چې د دوی حریف نوماند ناروغ دی او په عادي ډول د هېواد د چارو پر مخ بېولو توان نه لري. هغه وخت دا تورونه هسې انتخاباتي رقابت ګڼل کېده. مګر اوس داسې ښکاري چې سیاستوال د ولسمشر اشرف غني د روغتیا په باب اندېښمن دي.

څه موده وړاندې په نن ټکي اسیا کې همداسې یوه لیکنه خپره شوه چې په کې ویل شوي و چې د ولسمشر روغتیا د اندېښنې وړ ده او حتی د وفات وړاندوینه یې هم شوې وه. دا خبره ورو ورو هغه وخت ډېره جدي شوه، چې د سلواغې پر ۱۸مه، د احمدشاه مسعود د څوارلسمې تلینغوندې په مراسمو کې، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند، عبدرب الرسول سیاف داسې اشارې لرلې چې ګواکې د ولسمشر له روغتیا اندېښنه لري. سیاف په خپلو خبرو کې د مصر انور السادات، د پاکستان ضیاالحق او د سعودي عربستان ملک عبدالله مرګونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د دغو کسانو په مړېنو سره یې د اړوندو هېوادونو چارې ټکنۍ نه شوې؛ خو که افغانستان کې داسې پېښه کېږي، د تصمیم نیونې مرجع نه شته. که څه هم ښاغلي سیاف په ډاګه ونه ویل، چې د غني د مړینې په اړه یې څه اورېدلي؛ خو په اشارو سره یې حضارو ته خپله اندېښنه ورسوله.

کله چې د تېر کال ولسمشریزې ټاکنې لانجمنې شوې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري کابل ته راغی او دوه مخکښ نوماندان، محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله یې یوې داسې هوکړې ته مجبور کړل چې په اساسي قانون کې يې وړاندوینه نه وه شوې. جان کېري د داسې حکومت بنسټ کېښود چې واک به پنځوس-پنځوس سلنه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ وېشل کېږي او داسې حکومت به جوړېږي چې اشرف غني به ولسمشر او عبدالله عبدالله به اجراییه رييس وټاکل شي. د افغانستان حکومتي جوړښت د اساسي قانون له مخې ریاستي دی. په یادې هوکړې کې یادونه شوې وه چې تر دوو کلونو به لویه جرګه رابلل کېږي او د اجراییه ریاست څوکۍ به پر صدارت عظمی بدلېږي چې په دې ډول به د افغانستان نظام له ریاستي څخه پارلماني ته بدلېږي.

د کابل هوکړې دا ستونزه رامنځ ته کړه چې اساسي قانون یې په څرګند ډول وځنډاوه. ځکه نظام به تر هغې د اساسي قانون له مندرجاتو سره سم نه چلېږي چې تر څو لویه جرګه راوبلل شي، اساسي قانون کې تعدیلات راشي او قانون له حکومت سره عیار کړي.

اوس چې د ولسمشر د مړينې اندېښنې په زیاتېدو دي، سیاستوال د قدرت له خلا اندېښنه لري. که ولسمشر مړ کېږي، د اساسي قانون د درېیم فصل شپېتمه ماده وايي: «د جمهور رييس لومړی مرستیال د جمهور رییس د غیاب، استعفا او یا مړینې په حالاتو کې د دې اساسي قانون له مندرجو حکمونو سره سم، کار کوي».

مګر د کابل د هوکړې له مخې واک د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ وېشل شوی، یعنې اوس د اساسي قانون پر خلاف، د ولسمشر لومړی مرستیال، عبدالرشید دوستم پر ځای، اجراییه رييس، عبدالله عبدالله د هېواد دویم کس بلل کېږي. اوس اندېښنه له دې ده که چېرې ولسمشر مړ کېږي، قانون ځنډول شوی، نو د اجراییه رييس او لومړي مرستیال ترمنځ ټکر پېښېږي. سیاستوال ځکه اندېښمن دي، چې اوس د اساسي قانون مندرجات له هغې هوکړې سره په ټکر کې دي چې د امریکا په سفارت کې جوړه شوه. دې ناجوت حالت ټولو ته اندېښنې پارولي دي. دا اندېښنه د ارګ له چوپتیا سره نورې هم زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

غم مه کوئ، لکه څرنګه چې غلام کیري دا حکومت وتپه، نو همدارنګه به د غلام غني د مړینې په صورت کې د غلام دوستم او غلام ګلمرجان ترمنځ یوه جوړه رامنځته کړي. مهمه دا پوښتنه ده چې د امریکا دا روانه لوبه به کله او څه ډول پای ته رسي؟

الحاج استاذ بیانزی

دا چه د اشغالګرو د وتلو هغه مرحله او کت مت هماغه شرایط دی د کوم له مخی چه روسان ووتل یعنی روسان د اخری ماتو سره مخ شوی ، د همدی انګریزانو یی د لاس اړونو او ښودونو هیله مند شول ، امریکا او انګریزانو ورته ویل چه مونږ به مسعود ته دستور ورکړو چه ستاسی په روغو وتلو کی تاسی سره مرسته وکړی او تاسی به مسعود ته د دغه کار بیه پری کوی ( چه د څه مطالبه کوی ) ، دوهمه مرحله دا چه افغانستان مونږ ته وسپاری او دریمه مرحله دا چه تاسی د افغانستان… نور لوستل »

حامد

له غني صاحب نه هغه وخت دافغانانو نفرت فه كتلوي شكل زياد شو جه ده دقدرت رسيدا فه خاطر له جنكسالارانو سره داساسي قانون فه سر. شرموونكي معامله وكره قانون يي مات كر اودافغانانو ستركو ته خاوري وروشيندلي ددي تازه ناخوالو تول مسوليت دغني فه غاره دي او جواب به يي ووايي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x