عاجل خبر: هلمند کې دښوراب پرپوځي اډه ډلیز سرښندونکی برید،دشهزاده هري ناڅرګندبرخلیک

دطالبانو سرچینو ویلی دهلمند په ولایت کې یې دبهرنیو ځواکونوپر لوي پوځي مرکز ډلیز سرښندونکی برید ترسره کړي ،ګڼ شمیر بهرنیان یې مړه او ژوبل کړی. دطالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي ویلي برید چې دشپي ناوخته ترسره شو پکې لسګونو سرښندونکي مجاهدینو برخه درلوده ،نوموړي زیاتوي فدایان چې په درنو او سپکو وسلو سمبال وو له خپل پلان شوي تکتیک نه په استفاده دښوراب پوځي اډې ته ننوتل او په مرکز کې په میشتو عسکرو یې مسلسلې ډزې پیل کړې

.

قاري یوسف احمدي ویلي په مرکز کې دننه دسرپر زیان برسیره درانه مالي تاوانونه هم اوښتي ګڼ شمیر چورلکې ، بم غورځونکي جیټ الوتکي او زیات شمیر پوځي موټر له منځه تللي.

نوموړي زیاتوي دابرید یې دامریکایانو لخوا داسلام دستر پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دتوهین په عکس العمل کې ترسره کړی .

دشوراب اډه په افغانستان کې دبهرنیانو لوي پوځي مرکز دي چې په زرګونو امریکايي او برتانوي عسکر پکې اوسیږي ،څو ورځې وړاندي دانګلستان شاهزاده هری افغانستان ته دپوځي ماموریت د ترسره کولو لپاره راغی او په همدي مرکز کې میشت شو، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له فرانس پریس اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې شاهزاده هری به ووژنی او یا به یې ژوندي ونیسي .

موثقو خبري سرچینو ویلی چې شهزاده هری دحملې پر مهال په بیس کې موجود وو،او لږ ژغورل شوی، دنوموړي دمرک او زخمي کیدو په اړه تراوسه کره معلومات نه دي په ډاګه شوي

ځواکمن

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د