نظــر

ګډوله حکومت له داخلي ناباورۍ رنځیږي

لیکوال: زخمي افغان

په حکومتي نظام یا سیاسي جوړښت کې بې اعتمادي د ټولو مرضونو زیږنده بلل کیږي،کله چې د نظام یو غړی د بل په اړه شکمن او بې اعتماده وي،نو د نظام بیلابیلې پرزې د ګډو وظایفو په ترسره کولو کې پاته راځي ،د اخلاص او تشریک مساعي روحیه ځپل کیږي او ددې په ځای چې مؤظفین خپل وظایف انجام کړي واک او ځواک یي په خپل منځي شخړو، مقابلو،دعوو او دنګلو کې مصرفیږي چې بالاخره همدا داخلي تقابل په یومخیز سقوط سره پای ته رسیږي.

په دې وروستیو کې که د واکمن ګډوله رژیم د مهمو مهرو او چارواکو څرګندونې وارزوو داسې ترې معلومیږي لکه د نظام چلوونکي چې کاملا د یو بل په وړاندې بې اعتماده او شکمن شوي وي.

څه موده وړاندې طالبانو په فاریاب کې پرمختګ وکړ، د ولسمشر مرستیال جنرال دوستم فاریاب ته لاړ او ځیني سیمې یي ونیولې، خو دوستم لا کابل ته نه وستون شوی چې طالبانو بیرته پخوانۍ سیمې لاندې کړې، د جنرال دوستم تر ټولو نږدي ملګري او د ولسي جرګي غړي نقیب الله فائق آبله ورځ په پارلمان کې په ځغرده وویل چې فاریاب ولایت په طالبانو پلورل شوی نوځکه د جنرال دوستم له ستنیدو وروسته طالبان وتوانیدل چې اتیا فیصده سیمې بیرته ونیسي، فایق زیاته کړه چې د فاریاب د خرڅلاو د تړون له مخې به څه موده وروسته دا ولایت مکمل د طالبانو په قبضه کې راشي او سپین بیرغ به پرې ورپیږي.

څو ورځې وړاندې چې طالبانو د پکتیا په ډنډپټان کې پرمختګ وکړ او د پولیسو د څو پوستو په شمول یي د اردو یو لوی مرکز ونیو او ډیرې سیمې یي تر ولکې لاندې راوستې،د پکتیا ځایي چارواکو او د اردو عسکرو په خپلو مشرانو تور پورې کړ چې د ډنډپټان د سر دفاعي پوسته یي په طالبانوپه نغدو خرڅه کړې وه، چې د نیول کیدو په مټ یي طالبان وتوانیدل نورې ګڼې پوستې په اسانۍ له مخې لرې کړي او دولتي عسکرو ته درانه زیانونه واړوي .

تیره ورځ دوشنبه هم په مطبوعاتو کې دوه داسې خبرې راغلې چې دحکومتي چارواکو ترمنځ له پراخې بي اعتمادۍ څخه یي پرده پورته کوله، د لوګر امنیه قومندان ادعاء وکړه چې پخواني ولسمشر حامدکرزي امنیتي ځواکونه د لوګر په زرغون ښار کې د طالبانو د یوه مرکز په خلاف له عملیاتو څخه منع کړي وو.

دې راپور حامدکرزی او په حکومت کې دخیل د هغه پلویان سخت په غوسه کړل او په څو ساعتونو کې یې د لوګر امنیه قومندان مجبور کړ تر څورسنیو ته ټیلفون وکړي او خپله ادعاء بیرته واخلي.

له بلې خوا د تیرې دوشنبې په شپه په غزني کې طالبانو په مرکزي زندان برید وکړ او شاوخوا څلور نیم سوه زندانیان یي ازاد کړل، دې پیښې د حکومتي چارواکو ترمنځ د بي باورۍ فضاء نوره هم خړه پړه کړه، تردې چې د غزني مرستیال والي محمدعلي احمدي تور پورې کړ چې دغه زندان د یوې حکومتي دسیسې له مخې مات شوی او سلګونه بندیانو ته د تیښتې لار برابره شوې ده .

محمد علي احمدي وویل چې د زندان له ماتېدو یوه ورځ وړاندې ګڼ شمیر مهم بندیان کابل ته انتقال شوي وي،د غزني د زندان د ماتیدلو رسوایي پارلمان هم سخت پارولی دی او تیره ورځ یي ګواښ وکړ چې د کورنیو چارو وزیر به استیضاح کړي چې شاید دغه استیضاح د عدم باور د رایې په ورکولو سره انجام شي دا په داسې حال کې چې د ګډوله حکومت کابینه لا هم پوره نه ده د دفاع وزارت بي وزیره دی او واشنګټن پوسټ وایي چې د دفاع وزارت یا د پوځ د رهبرۍ قومنده مخامخ د ناټو د کومندان جنرال کمپل په لاس کې ده .

په دې وروستیو کې د حکومتي داخلي بي باورۍ او نزاع یوه بله بیلګه د مشرانو جرګې د مشر او د ارګ د لومړي مرستیال جنرال دوستم تر منځ ناندرۍ دي، چې د مشرانو جرګې مشر دوستم وننګاوو چې که رښتیا دداعش په خلاف مبارزه کوي نو د ننګرهار شینوارو ته دې لاړ شي .

دا ټولې دعوې دنګلې او ناندرۍ په دې دلالت کوي چې په ګډوله حکومت کې داخلي باور او اعتماد په بشپړ ډول له منځه تللی، مامور په رئیس باور نلري او رئیس په وزیر شکمن دی چې شاید دده په سر یي پیسې اخیستي وي.

تردې پخوا چې په بهرنیو پوځیانو نفوذي بریدونه پیل شول د داخلي او بهرنیو چارواکو ترمنځ باور یي په یومخیز ډول له منځه یووړ تردې چې ډیری بهرنیانو خپل سلاکاران له وزارتونو ټول کړل اما دغه لوړې یادې شوې بیلګې ښيي چې اوس دداخلي چارواکو ترمنځ خپلمنځي باور هم له منځه تللی ، چې ښایي دغه حالت د نظام له منځه د شړېدو او سقوط باعث شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x