نظــر

طالبانو خپل غچ واخیست

attack on us base

لوړ عنوان  یوې امریکایي مشهورې ورځپاڼې ( وال سټریټ ژورنال ) په هلمند کې دطالبانو دوروستي حملې خبر ته غوره کړی دی ، چې په څرګنده ترې ددې مهمې اوپه  دقت سره طراحي شوې حملې قوت او حجم معلومیدای شي .

ورځپاڼې  لیکلي چې طالبانو تیره شپه دافغانستان په جنوب ( هلمند ) دامریکایانو او برتانویانو په ترټولو  مهمه او ستراتيژیکه اډه ستر برید کړی ، ایساف په لومړي غبرګون کې منلې چې دوه تنه مړه دي ، او څو نور ټپیان  ، خو واقعیت دادی چې تراوسه  دحملې دتلفاتو دقیقه بررسي نه ده شوې ، ورځپاڼه وایي تراوسه په اډه کې موجودو الوتکو او نظامي تجهیزاتو ته داوښتي زیان په اړه هم  ایساف پټه خوله دی ، دغه راز معمولا  د پوځیانو دتلفاتو واقعي شمیر  امریکایان هغه وخت په ډاګه کوي کله یې چې کورنیو ته خبر ورکړل شي .

د هلمند په شوراب امریکایي اډه دتیرې شپې بریالیو عملیاتو په لویدیځو مطبوعاتو کې پراخ انعکاس موندلی او هغه یې ترانتظار لوړه حمله بللې ، زیاتره  مطبوعاتو دا برید دهغو بریدونو   تسلسل بللی چې په دې وروستیو کې په منځني ختیځ او نوره اسلامي نړۍ کې په امریکایانو پیل شوي دي ، غربي مطبوعاتو دهلمند برید له  بیلابیلو زاویو څیړلی دی او دطالبانو لخوا ددې هدف انتخاب او بیا ترسره شوي عملیات یې اغیزمن بللي .

د وال سټریټ ورځپاڼې په ګډون ډیر ی رسنیو دابرید دطالبانو لخوا دهغه عهد په کامیابۍ سره ترسره کیدنه بللې چې څو ورځې وړاندې یې ویلي وو چې دامریکا لخوا داسلام دپيغمیر صلی الله علیه وسلم دتوهین غچ به واخلي ، دغه راز  دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ګواښ کړی وو چې افغانستان ته په راغلي برتانوي شهزاده به بریدونه وکړي .

دمطبوعاتي راپورونو له مخې په شوراب اډه دبیګاني برید په مهال شهزاده هري  هم په اډه کې موجود وو خو  له برید وروسته دنوموړی  ځای او وضعیت نامشخص بلل شوی دی .

که له یوې خوا  دهلمند وروستۍ بریالۍ حمله  دطالبانو لخوا دخپل کړي عهد په ځای کول او له امریکا څخه دغچ اخیستل بلل کیږي ، له بلې خوا ځیني دنظرخاوندان  په دې مشخصو ظروفو کې دامریکا یاده شوې آسیب پذیري دبارک اوباما دحکومت څرګنده ناکامي بولي .

یوه  امریکایي تبصره لیکونکي لیکلي دي ، په داسې حال کې چې موږ د یولسم ستمبر په وخت کې قرار لرو ، چې امریکا همیشه  په دې وخت کې په خپل امنیت له سره غور کوي او داحتمالي بریدونو دمخنیوي لپاره اقدامات کوي ، خو په همدې مشخصو ورځو کې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې امریکایان په پله پسې توګه درانه تلفات ورکوی ، له دې څخه معلومیږي چې دبارک اوباما په مشرۍ امریکا څومره کمزورې شوې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x