نظــر

د مهاجرینو د سیلاب مخه څنګه نیول کیدای سی؟

لیکنه: ایرک مارګولس
ژباړه: پتمل
نیټه: 2015/09/15

په یاد به مو وی چه  امریکا د فرانسه د هغه منفی غبرګون چه پرعراق یی د برید او یرغل پر وخت د فرانسه د حمایت په اړه ترلاسه کړی وو څنګه توند او له خفګانه ډک عکس العمل وښود؟

جمهور ریس جاکویس شیراک او لمړی وزیر ډومینیک ویلی پین د عراق پرضد د جورج بوش ددغه بی مفهومه جګړی په اړه خبرداري ورکړی وه چه دغه یرغل به منځني ختیځ بی ثباته کړی او پر اروپا به د نا ویل شوو خطرونو باعث سی.

د امریکا جواب و دغه له فهمه ډک خبرداری ته دا وو چه فرانسه باید د فرنچ فرایز نوم و لایبرټی فرایز ته واړوی او په دی ډول یی پرعراق خپل یرغل ته ادامه ورکړه.
داغه رنګه د عراق جمهور ریس صدام حسین هم خبرداری ورکړی وو چه د امریکا یرغل به په سیمه کی د جنګونو د مور پیلامه وی او د دوږخ د دروازو د خلاصیدو په مانا به وی.

فرانسوی مشران او صدام حسین دقیقا صحیح وه او د منځنی ختیځ بی شمیره د مهاجرو څپی ددی حقیقت څرګندویی کوی چه اوس اروپا ته را ماتی دی همداسی د اسلامی دولت یا داعش د وحشی خلګو کړنی چه هلته یی تر سره کوی.

په 2006 کال کی د بوش اداری اسرایلو ته په ډیر افتخار سره وویل چه پلان لری چه پرسوریه یرغل ور وړی او ددی لاری وکولای سی د حزب الله ډله به لبنان کی له منځه یوسی. دا هغه وخت وو چه بوش د برطانیه ټونی بلیر ته باټی ویشتلی چه امریکا ددی په درشل کی ده تر څو پر پاکستان هم یرغل ور وړی.
پر سوریه باندی د امریکا یرغل ور نه وړل سو ځکه چه په واشنګټن کی یو څو هوښیارو خلګو دا پوښتنه را پورته کړل چه د سوریه د حکومت د سقوط په صورت کی واشنګټن کوم بدیل او انتخاب لری تر څو وکولای سی چه سوریه په اداره کړی؟

یوازني بدیل د اسد د رژیم په مقابل کی د هغو نوم ورکو کسانو یا (Muslim Brotherhood)کیدای سوای چه البته په سوریه کی یی شتون درلودی. بنا واشنګټن نه غوښتل چه د سیاسی مسلمانانو سره څه تر سره کړی ځکه نو یرغل وځنډول سو، لاکن وروسته عربستان سعودی ددی کار ابتکار په لاس کی واخیستي او د Muslim brotherhood د بدیل پر ځای یی بل څه په وجود راوړه چه هغه عبارت وو له یو څو خونخوارو بنسټ پالو څخه چه اوس د داعش یا اسلامی دولت په نامه یادیږی. دغه ډله په دمشق کی د اسد په مقابل کی و درول سوه د اسد رژیم چه یو وخت د امریکا پلوی وه او اوس د ایران د حمایت څخه برخمند دی . داغه رنګه دغه ډلی ته پلان ورکول سوی دی ترڅو په افغانستان کی د طالبانو سره جنګ وکړی.

دغه په نامه جهادی ډلو او ګروپونو د امریکا، برطانیا، او فرانسه د خوا په لبنان او جورډن کی زده کړی تر لاسه کړی دی، وسلی ورکول سوی دی او لازمی لارښوونی ورته سوی دی. ددوی مالی لګښتونه د سعودی عربستان او عرب اماراتو لخوا پری کړل سوی دی په داسی حال کی چه دغه ډلو او ګروپونو ته مخکی تر مخکی لا جدی سپارښتنه سوی چه دوی باید د سعودی د شاهی نظام څخه ځانونه لیری وساتی.

د امریکا د متحده ایالاتو روانی جنګی ټیمونو (Psychological warfare teams)دنده درلوده تر څو د شیعه او سنی مسلمانانو په منځ کی د نفرت او بد بیني تخم و شیندی او وکولای سی چه د ویشلو او حکومت کولو تاکتیک څخه په کار اخیستو خپل موخی تعقیب کړی چه په عراق کی دغه کار ارزښتمن ثابت سوی وو.
څلور کاله وروسته، دغه طوفان پر سوریه را مات سو کوم چه د څلورو کلنو په زیاته موده کی سوریه د ښاری جګړو له کبله کنډواله پاته وه.

په نتیجه کی د سوریه د 22.8 میلیونی نفوس څخه 9.5 میلیونه وکړو مهاجرت ته مخ کړ 6.5 میلیونه وکړی په کور دننه بی ځایه او بی سر پنا سول 3 میلیونه نور یی ترکیه، لبنان او جورډن ته وتښتیدل.

اوس څپه پر څپه د سوری کډوالو مخ پر اروپا سویدی اکثریت یی جرمنی ته مخه کړیده هغه هیواد چه په سخاوتمندانه توګه او مهرباني سره ددوی هرکلی کوی.
د نورو اروپایی هیوادونو جواب د جرمنی په پرتله بل ډول دی هنګری، سلواکیا، پولنډ او د زیک هیوادونه وایی چه دوی مسلمان مهاجرین نه غواړی ( که څه هم ډیري سوری مهاجرین عیسویان دی ). د هنګری بی احساسه او دردونکی جواب د 1940 کلونو یادونه بیا را ژوندی کوی. فرانسه هم ډیره ښه ونه ختل.

د یادولو ده چه کاناډا هم د مسلمان ضد او بی پروا احساس درلودونکی سوه کوم چه یو وخت به د مهاجرینو دپاره یوه بیلګه یادیده، د کاناډا اسلام ضد او اسرایل خوښه لمړی وزیر سټیفن هارپر د خپل ولس د غوغا او فشار له امله په کم تعداد د مهاجرینو غوښتل ومنل. اسرایلو چه تیر کال یی د فرانسی 600000 یهود خپل هیواد ته د هستوګنی لپاره دعوت کړی وه، ویلی دی چه د عرب مهاجرینو لپاره ځای نه لری.

په حقیقت کی ـ تر اوسه هم پنځه میلیونه هغه بی کوره فلسطینی مهاجرین چه د نژادی پاکونی په نتیجه کی د فلسطین عرب نفوس څخه په -481947 کلونو کی جلا سوی شتون لری کوم چه دغه کار د امریکا او شوروی د غیر مستقیم حمایت څخه برخمند وو.

پوښتنه پیداکیږی څنګه کولای سو چه ددغه سیاسی مهاجرینو د سیلاب مخه ونیسو؟

په سوریه کی باید د غرب د خوا کیدونکی جګړه ژر تر ژره پای ومومی.

د اسد د رژیم پر ضد چه کوم په نوم جهادی ګروپونه جنګ کوی باید پر هغی پیسی او اسلحه بنده کړل سی.

امریکا، فرانسه، برطانیا او سعودیان کولای سی په سوریه کی د روانو وینی تویدنی مخنیوی وکړی هغه دا چی وسلی او پیسی بندی کړی.

اروپا ـ په سرکی جرمنی کیدای سی د متوسطی طبقی سوری کورنیو ته ځای ورکړی کوم چه اوس ور روان دی لاکن اروپا ضرورت نه لری ـ او باید په هیڅ صورت اقتصادی مهاجرینو ته کوم چه د افریقا څخه د ښه ژوند په لټه کی دی د قبولی اجازه ورکړی. ددوی مخ باید ونیول سی او خپلو کورونو ته ستانه کړل سی. که موږ د غرب و هغه دوه مخی ویناوو ته چه غرب یی مهاجرینو ته تلقین کوی غوږ ونیسو په دی صورت کی لازمی ده چه د فرانسی د ولسمشر شیراک او لمړی وزیر ډومینیک ویلی پین خبرداری را په زړه کړو.

پر عراق د امریکی د یرغل په نتیجه کی 3.1 میلیونه خلګ بی ځایه سول. دوه میلیونه مهاجرین د افغانستان پر جمعه کړی چه د شوروی او امریکایانو د یرغلونو نتیجه ده. داغه رنګه سومالیا او لیبیا حساب کړی. دا ټول د غربی نظامی غلطو تجربو پایله ده.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x