دیني، سیرت او تاریخ

نفاق څه ته وايي، څه مهال او څله رامنځ ته سو؟

لیکوال: عبدالمالک همت

لوی څښتن فرمايي:

اَلۡمُنٰفِقُوۡنَ وَ الۡمُنٰفِقٰتُ بَعۡضُہُمۡ مِّنۡۢ بَعۡضٍ ۘ یَاۡمُرُوۡنَ بِالۡمُنۡکَرِ وَ یَنۡہَوۡنَ عَنِ الۡمَعۡرُوۡفِ وَ یَقۡبِضُوۡنَ اَیۡدِیَہُمۡ ؕ نَسُوا اللّٰہَ فَنَسِیَہُمۡ ؕ اِنَّ الۡمُنٰفِقِیۡنَ ہُمُ الۡفٰسِقُوۡنَ ﴿۶۷﴾

وَعَدَ اللّٰہُ الۡمُنٰفِقِیۡنَ وَ الۡمُنٰفِقٰتِ وَ الۡکُفَّارَ نَارَ جَہَنَّمَ خٰلِدِیۡنَ فِیۡہَا ؕ ہِیَ حَسۡبُہُمۡ ۚ  وَ لَعَنَہُمُ اللّٰہُ ۚ وَ لَہُمۡ عَذَابٌ مُّقِیۡمٌ ﴿ۙ۶۸﴾

ژباړه: منافق نارينه او منافقي ښځي يو د بل غوندي دي. دوى ټول په بدۍ امر کوي او له نېکۍ څخه منع کوي او خپل لاسونه له لګښت څخه نيولي ساتي. دوى الله هېرکړى دى، الله هم دوى هېرکړل. بې شکه چي دا منافقين فاسقان دي.

الله د نارينه او ښځو منافقانو او ټولو کافرانو سره ژمنه کړې ده چي د دوى وروستى برخليک د دوږخ اور دى ، په هغه کي به تل اوسي. هغه دوى ته بس دى ، الله پر دوى لعنت کړى دى او د دوى لپاره تل پاته عذاب دى.

د نفاق د لغت په اړه:

نفاق چي د دوه مخي نارينه يا ښځي کار باله سي يو قرآني لغت دى. په ” المزهر في علوم اللغة وأنواعها“ کي وايي چي منافق اسلامي نوم دى او په جاهليت کي دا نوم په دغه ځانګړې معنا نه وو. د دې لغت د اصل په اړه ويل سوي دي چي نفاق له”نافقاء اليربوع“څخه راوتلى دى. او ”نافقاء اليربوع“ د صحرايي مږي غار ته وايي. مږه په مځکه کي خپل غار ته دوې يا درې خولې ورکوي، يوه خوله يې معلوميږي او نوري خولې يې پټي پرېږدي. کله چي کومه پېښه يا ستونزه ورته پېښه سي، نو د غار په څرګنده خوله کي ځان ښکاره کړي او بيا د غار ناڅرګنده پټه خوله په سر ووهي او ځني راووزي. د منافق نفاق هم دغسي دى. ځان مسلمان ښيي، خو د کفر له دروازې راوزي.

په اسلامي اصطلاح کي نفاق په وينا او عمل د اسلام څرګندېدو او د کفر او شر پټېدو ته وايي او د چاچي دا حال وي هغه ته ”منافق“ وايي. ځيني بيا وايي چي د نفاق په شرعي اصطلاح له يوې دروازې څخه په شريعت ننوتلو او له بلي دروازې څخه له هغه څخه وتلو ته وايي. په بل تعريف منافق هغه چا ته وايي چي په خوله مسلمان وي، خو زړه يې ايمان نه وي راوړى يا دا چي په خوله يې يوه وي، په زړه بله: ﴿ یَقُوۡلُوۡنَ بِاَفۡوَاہِہِمۡ مَّا لَیۡسَ فِیۡ قُلُوۡبِہِمۡ ﴾ [آل عمران:٣ / ١٦٧] (دوى په خپلو خولو هغه خبري کوي چي په زړونو کي يې نه وي). لوى څښتن د دوى په تعريف کي فرمايلي دي:

﴿جمُّذَبۡذَبِیۡنَ بَیۡنَ ذٰلِکَ ٭ۖ لَاۤ اِلٰی ہٰۤؤُلَآءِ وَ لَاۤ اِلٰی ہٰۤؤُلَآءِ ﴾ [النساء :٤ / ١٤٣] ( دوى د کفر او اسلام په منځ کي زړه نازړه دي. نه په بشپړه توګه د دې ډلي [مسلمانانو] خواته دي، نه د هغي ډلي[کافرانو] خواته دي).

دوى د لوى څښتن په وړاندي ډېر خبيث او ابغض کافران دي، له دې امله لوى څښتن د دوى په هکله فرمايي:﴿ اِنَّ الۡمُنٰفِقِیۡنَ ہُمُ الۡفٰسِقُوۡنَ ﴿۶۷﴾ ﴾ [التوبة:٩ /67] (بې شکه چي دغه منافقين ډېر نافرمانه [ پر لوى څښتن او د هغه پر پيغمبر باندي له ايمان او شريعت څخه وتلي] خلک دي).

دغه راز لوى څښتن دوه مخي تر کافرانو ډېر بد ګڼلي دي، لکه چي فرمايي:﴿ اِنَّ الۡمُنٰفِقِیۡنَ فِی الدَّرۡکِ الۡاَسۡفَلِ مِنَ النَّارِ ﴾ [النساء:٤ /145] (باور ولرئ چي دوه مخي[منافقين] به د جهنم په تر ټولو لاندنۍ طبقه [پوړ] کي وي).

په ايسر التفاسير کي د البقره د سورې د يوولسم آيت د تفسير په لمن ليک کي ليکي:

له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي منافقين د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په وختو کي درې سوه نارينه او يوسل واويا ښځي وې، ځيني له اوس او خزرجو څخه او ځيني له يهودو څخه وه او مشر يې عبدالله بن ابى بن سلول وو . ([1]).

 

نفاق څه مهال او څله رامنځ ته سو؟

کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ او هلته اسلامي واکمني ټينګه سوه او مسلمانان پياوړي سول ور سره جوخت نفاق هم رامنځ ته سو. په تېره د ”بدر“ په جګړه کي تر بري وروسته زيات سو.

په مکه مکرمه کي په مسلمانانو کي منافق نه وو. ځکه هلته د اسلام مخالفان پياوړي وه او هر څه چي به يې غوښتل په څرګنده به يې د اسلام پر ضد ويل او کول او د چا څخه يې پروا نه کول او منافقت ته اړتيا نه وه. خو لکه چي پوهيږو رسول الله صلى الله عليه وسلم په مدينه منوره كي د اسلامي اوښتون (انقلاب) په پلي كولو سره د ژوند په بېلو بېلو برخو كي نوي بدلونونه او سمونونه راوستل. له دې امله د مدينې د ډېرو غټانو او يهودو ګټي د جدي خطر سره مخامخ سوې او نور يې لوړتيا او ډول ډول لوټمارۍ او ظلمونه مخ پر ختمېدو سول. نو څنګه چي هغو د دې سپېڅلي اسلامي غورځنګ په وړاندي په برالا جګړو او نورو هلو ځلو څه ونه کړاى سول، نو له مسلمانانو څخه په بېره کي سول ، په ښکاره يې له دسيسو څخه لاس واخيست اوپټو دسيسو ته يې مخه کړه. له دغو کسانو څخه ډېرو له مجبوريته په څرګنده اسلام راوړ ، خو په زړه کي به کافران وه. خپل کفر به يې پټ ساتى او چيري چي به يې وس ورسېدى د اسلام تر نامه لاندي به يې ورانى او مخالفت کاوه،او ور سره ورسره به د كفارو او د اسلام د دښمنانو ملاتړي او ملګري وه. پر دې سربېره به يې كله ناكله د مسلمانانو په زړونو كي شكونه او د هغو په ليكو كي درزونه هم اچول او د اسلام د څپڅپاند سمندر په مخ كي به يې بې سېكه خنډونه ايجادول.

عبد الله بن ابى بن سلول د مدينې د منافقانو سردار او مشر وو او دوى پر هغه راټول وه.

د عبد الله بن ابى دمنافقت او رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د دښمنۍ لامل دا وو چي كله رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته ورغى د هغه ځاى د خلكو مشري د دغه ابن ابى سره وه او هغه يوازنى سړى وو چي اوس او خزرج پر را ټول سوي وه، تر ده دمخه دوى پر بل چا نه وه په اتفاق سوي. په تېره د” بُعاث“ تر مشهوري جګړې وروسته چي مدينې ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر هجرت څه وخت دمخه د اوس او خزرج د قبيلو تر منځ سوې وه ده ته ټينګ اميد پيدا سوى وو او هغوى هم پر دې سلا سوي وه چي دى د خپل پاچا په توګه غوره كړي. خو مدينې منورې ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ورتلو سره د عبد الله بن ابى دغه هيلي د خاورو سره خاوري سوې، عزت، دبدبه او واك يې له منځه ولاړ او د پاچهۍ كار يې ونه سو. ځكه يې نو د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په زړه كي كينه پيدا سوه، هغه مبارك ته به يې ډول ډول دسيسې جوړولې او خپل ځيني پلويان به يې تېر ايستل او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وړاندي به يې درول.

د نفاق ډولونه:

نفاق پر دوو ډولونو وېشل کيږي: يو عقيدوي نفاق دى چي ” نفاق اکبر“(لوى نفاق) دى .

دا څنګه چي د دين په اصل او بنسټ کي دى، ځکه نو د دغه نفاق خاوند له اسلام څخه وتلى باله سي، او په آخرت کي به يې ځاى ﴿ج فِی الدَّرۡکِ الۡاَسۡفَلِ مِنَ النَّارِ ﴾ وي. بل عملي نفاق دى چي ” نفاق اصغر“ (کوچنى نفاق) ورته وايي. دا نفاق د دين په فروعو کي وي او خاوند يې په عقيده کي د شک او شبهې خاوند نه وي. نو څوک چي ځان رښتينى، وفا لرونکى او امين څرګندوي او خپل درواغ، غدر او خيانت او داسي نور پټوي، دې عمل ته يې” نفاق اصغر“ويل کېداى سي. چي خاوند يې فاسق باله سي. د دې ډول نفاق په اړه په نبوي سنتو کي څرګندوني راغلي دي. البته په دې نفاق کي اصل دا حديث دى:

«آيَةُ المُنَافِقِ ثَلَاثٌ، إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ»([2]).

ژباړه: د منافق نخښي درې دي: کله چي خبري کوي په قصد سره درواغ وايي، کله چي وعده وکړي نه پر دريږي(پر خپله ژمنه وفا نه کوي) او چي کوم شى د امانت په توګه وروسپارل سي خيانت او درغلي پکښي کوي.

اوسني منافقین:

لکه چي څرګنده ده په اسلامي ټولنو کي منافق ډېر سخت ترټلى او منفور دى او ټوله بد ځني وړي. دا ځکه چي لوى څښتن بد ځني وړي دي او د قرآن کريم په ډېرو آيتونو کي دوى رسوا سوي او د ناوړو کړنو او فاسدو اخلاقو يادوني يې سوي دي. له دې امله دى چي مسلمانان په بده سترګه ورته ګوري. حضرت عمر رضي الله عنه به ويل : ”دَعْنِي أَضْرِبْ عُنُقَ هَذَا المُنَافِقِ“. (پرې مي ږدئ چي د دغه منافق غاړه پرې کړم). خو په اوسمهال کي چي کله مسلمان د سيکولرو په اړه څه خبره واوري دونه بده نه پر لګيږي، دا ځکه چي سيکولران تر اوسه لا په درسته توګه د منافقينو په توګه نه دي پېژندل سوي او عام مسلمانان داسي نه ګڼي چي دا سيکولران هماغه منافقين او مفسدين دي. ځکه نو علماى کرامو، دعوتګرو او طالب علمانو ته په کار ده چي خلکو ته د دغو نوو منافقينو څرنګوالى هم وښيي.

د منافقينو د اصلاح لاري چاري:

د منافقينو د اصلاح په اړه د النساء د سورې په (٦٣) آيت کي درې پړاوه ښوول سوي دي:

لومړى: له هغو څخه بايد مخ واړول سي، عذرونه يې ونه منل سي او هيڅکله په ورين تندي او درناوي خبري ورسره ونه سي.

دوهم: په زړه سواندۍ سره داسي اغېزمن نصيحت ورته وسي چي هغوى فکر کولو ته اړ کړي او زړونه يې نرم کړي، څو خپلو تېروتنو ته پام وکړي او په رښتيا ايمان راوړي.

درېيم: سخت وبېرول سي، تر دې چي که پر خپل نفاق ټينګار وکړي د مرګ ګواښ ورته وسي او وپوهول سي چي تر کفارو ډېر بد دي.

ښه، دا خو د نفاق ، منافقت، د نورو د منافقت او نورو ته د منافقت په اړه وږغېدو، خو که په موږ کي خداى مکړه نفاق وي او په پوهيږو يا نه په پوهيږو نو څه به کوو؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم به ټول امت چي په هغه کي موږ او تاسي هم راځو له منافقت څخه بېراوه. په موږ او تاسي کي هم ښايي نفاق وي. زموږ هم بايد خپلو ځانوته ډېر پام وي، موږ بايد خپله له دې ناوړي ناروغۍ څخه ځانونه وژغورو.

صحابه کرام رضي الله عنهم چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم نژدې ملګري او د امت تر ټولو سپېڅلي سړي وه لابه له دې ناروغۍ څخه بېخي ډېر بېرېدل او په خپلو ځانو کي به يې کتل چي آيا په دې ناروغي خوبه نه وي اخته. ابن رجب رحمه الله وايي: حضرت عمر رضي الله عنه به له حضرت حذيفه رضي الله عنه څخه پوښتنه کول چي آيا په ما کي خو به د نفاق کومه نخښه نه وي؟ ([3]). امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح کي فرمايي: ابن ابي مليکه وويل چي زه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په دېرشو صحابه وو پوه سوم چي په خپلو ځانونو کي د منافقت پر شتون بېرېدل. ([4]).

په انسانانو کي د عملي نفاق په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په صحيحو احاديثو کي دغه پنځه نخښي يادي سوي دي:

١. درواغ. ٢. غدر.(چي د چا سره تړون او معاهده وکړي ، خو بيا وفا نه پر کوي). ٣. په امانت کي خيانت. ٤. په جګړه کي فجور(له حق څخه باطل ته ګذر کول). ٥. پر ژمنه نه درېدل(وعده خلافي).

———————————————

([1])- اُبى د دغه منافق د پلار نوم دى او سلول يې د پلار د مور نوم دى .

([2])- بخاري، کتاب بدء الايمان،باب علامة المنافق، ٣٣ حديث او مسلم، کتاب الايمان، باب بيان خصال المنافق، ١١٥ / ٥٩حديث.

([3])- د زين الدين أبي الفرج عبد الرحمن، جامع العلوم والحكم في شرح خمسين حديثاً من جوامع الكلم (1/433-434) مخ.

([4])- بخاري، کتاب بدء الايمان،باب خوف المؤمن من أن يحبط عمله وهو لا يشعر.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x