نظــر

جان آقا الکوزیه !

لیکوال: قاري حبیب

د ازادۍ راډیو خبریال او ژورنالیست جان اقا الکوزی نن ورځ په پراګ کې په یوه روغتون کې د سرطان ناروغي له وجي وفات سو، انا لله وانا الیه راجعون. نن ټکی آسیا د جان اقا الکوزی کورنۍ او د ازادۍ راډیو کارکونکو ته د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندي کوي. — لاندي لیکنه د نورو ټولو لیکنو په څیر د لیکوال خپل نظر څرګندوي.

د مړینې له حادثې دې خبر شوم، خو باور وکړه دعاء مې درته په خوله رانغله، پوهیږم چې د عنوان تر حده هم مسلمان وې او هم افغان، خو د عمل په ډګر کې دې نه راسره اسلام وپاله او نه افغانیت .

الکوزی صیب !

هغه شپې مې په یاد دي، چې امریکایي الوتکو زموږ په خټینو کلیو غومبرونه وهل، شپې مهال به مو له ډاره د تیلو څراغونه تت ساتل ، چې هسې نه د امریکایي الوتکو تر برید لاندې راشو،خو د یرغل د پیل په همدې غومبریزو شېبو کې مې په لومړي ځل د ازادۍ له راډیو ستا غږ واورېد.

له هماغې شیبې دادې څوارلس کاله پوره کیدونکي دي،ستاسو رسا او نافذ غږ مې همیشه اوریدلی،په مایک چلولو او نطاقۍ ستاسو حاکمیت مې همیشه حس کړی، خو ورسره مې ستاسو لخوا د امریکایي تبلیغاتي زهرو  تراخه غړپونه هم تېر کړي دي، مګر له دې سره سره مې تل دا ارمان کړی چې کاشکې د اسلام او افغانیت د کاله ددې بچوړي رسا غږ خو د شیطان په ځای د رحمان په لاره کې استعمال شوی وای، کاش چې دې طلایي حنجرې خو د باطل په ځای د حق اواز زمزمه کړی وای  او کاش .

مګر ستاسو د ناڅاپي مرګ حادثې په ډاګه کړه چې زما هغه خواهش پوره نه شو، تاسو د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د امریکایي طاغوت په تبلیغاتي خدمت کې پاته شوی او په پای کې مو بې روحه جسد هم د کفر د فکري جګړې له سنګره پورته شو.

الکوزی صېب ! شاید تاسو به امید درلود،چې د امریکایي کفر د تبلیغاتي خدمت په ترسره کولو سره به  د امریکا تابعیت او ګرین کارت ترلاسه کړم،شاید تاسو ګرین کارت ترلاسه کړی هم وي،مګر ددې په ځای چې له غریبې چکسلواکیا څخه خپل د پردیسۍ ژوند د امریکا په مرفه ژوند بدل کړئ، ناڅاپه داسې لوري ته  مسافر شوئ چې هلته ګرین کارت نه چلیږي.

رښتیا هم ، په قبر، میدان حشر، حساب او میزان او پل صراط  باندې ګرین کارت او امریکایي آډنټي کارټ په درد نه خوري، هلته یوازې د مسلمانۍ کارت چلیږې او د خپلو اعمالو تذکره .

الکوزی صاحب ! تاسو بختور واست چې الله تعالی د ننګرهار په یوه مسلمان متعهده کورنۍ کې دنیا ته راوستلئ، مګر تاسو خپل بخت په لغته وواهه، پیدا الله تعالی کړې مګر تاسو امریکا ته د عبودیت سر ښکته کړ، رازق مو الله تعالی و،مګر تاسو د ازادې اروپا په راډیو کې د کانګریس لخوا تصویبیدونکو ډالرو ته  خوله  ونیوله، د سپتمبر له یوولسمې وروسته د امریکایي طاغوت د استدراجي ظالمانه توپان په رالوتو سره مو ټول انساني او اسلامي اقدار او سرې کرښې هیرې کړې، خپل ټول اصل او نسب ته مو شا کړه، او یوازې هغه څه مو د کولو وړ وبلل چې معاصر لوی شیطان مسټر بوش فرمایل .

هوکې ، موږ ټول پوهیږو چې ازادي راډیو د امریکا یرغلیزه راډیو ده، چې د هر هیواد لکه افغانستان او عراق غوندې ملکونو لپاره  د امریکا د پوځي یرغل د تبلیغاتي پشتوانې لپاره جوړیږي او استخدامیږي.

نه پوهیږو تا او ستا انډیوالو کومې لیونۍ اوبه څښلې چې خپله دیني او افغاني لاره مو ورکه کړې،ددې په ځای چې  د خپل دین حق اداء کړئ، د بي دینۍ لپاره مو پراګ ته کډې وکړې، ددې لپاره  چې خپل شرقي خاصیت وساتئ د غرب چوپړ ته مو عمرونه وقف کړل، ددې لپاره چې د افغانستان د مصرف کړیو اوبو، خوراک او اکسیجن حق اداء کړئ  د افغانستان د دښمنانو او خپلواکۍ خوړونکو  په سنګر کې ودریدئ .

نه پوهیږم له دغه موقف نیولو او دغې بدنامې لارې له اختیارولو ستاسو هدف څه دی؟

معلومه ده چې له دې لارې خو د آخروي اجر ، جنت  او دالله تعالی او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم د راضي کولو تمه نه شئ کولئ، بلکې تاسو هم باور لرئ چې غوره کړې لاره مو له دغو ټولو  سترو موخو سره په تضاد کې ده، نو معلومه شوه چې اهداف مو دنیوي او نفساني دي.

په دنیا کې مو که هدف یوازې د رزق پیدا کول وي، نو هغه خو له دغې خطرناکې او دین دښمنې لارې پرته هم امکان لري، الله تعالی چې دغه پنځه ملیارده انسانان  او په بلیاردونو  حیوانات او حشراتو ته رزق ورکولای شي آیا تاسو ته به یې درنکړي، دادی عملا وینئ چې زیاتره افغانان د امریکا له  مرداریو پرته په حلال رزق ژوند کوي او الله تعالی یې ورته مهیا کوي.

که هدف مو د خپل ځان او خپلو اولادونو آرام  او نیکنام ژوند وي، نو دغه هدف خو مو لا اوس بایللی دی، تاسو چې په ۵۷ کلنۍ کې لا ارام نلرئ،د اروپا په نیمه شپه د خپرونو لپاره پاڅیږئ، او د کهالت په دې سن کې هم لا د امریکا په در قبول شوي نه یاست لا هم باید د ګرین کارت لپاره  څوکاله سخته دنده وکړئ تر څو تقاعد او ګرین کارت درکړل شي، نو ژوند خو همدا دی چې درباندې تېر شو، ستاسو د نورو همکارانو لپاره تر ټولو ښه مثال تاسو یاست، چې څرنګه مو دامریکایي ګرین کارت او دتقاعد د حقوقو ارمان له ځان سره ګور ته یووړ، مرګ همداسې ناڅاپه راځي او ژوند همداسې نیمګړی دی.

که له تاسو سره د خپل د نسل او اولادونو غم وي، نو په ډاډ به درته ووایم چې دغه اولادونو مو چې تاسو یي د راتلونکې لپاره ځانونه د کفر لمنې ته غورځولي، سر له اوسه یي خپل اولادونه مه بولئ.

که ستاسو هویت اسلام، افغانیت او پښتونولي وي، نو اولادونو مو لا له اوسه له دغو ارزښتونو خلاص دي، هغه چې د غرب په چاپیریال کې لوی شي، په غربي ژبو زده کړه وکړي،غربي رواجونه، ارزښتونه، کلتوري،فکري،دیني او ټولنیز چاپیریال یې د شخصیت تدوین او تکوین وکړي، له هغه به بیا کوم لوده د افغانیت او مسلمانۍ تمه ولري، دهغوی به لومړی نسل ژبه او خپل عنعنات هیروي او دوهم به یې له عقیدې هم لاس مینځي او رسما به له خپل اصلي هویت نه انکار ته ملا تړي، تاسو په امریکا کې لیدلی شئ، چې هلته څومره هویتونه ذووب شوي دي، دا تمه مه کوئ چې دغه غرب ځپلي اولادونه به مو بیا په سپین ږیرتوب کې د پلارولۍ حق اداء کوي، هغوی مو چې د سپین ږیرو پالنځی ته امانت وسپاري هم ورته خوشاله اوسئ.

الکوزی صېب !

ژوند باید د هدف لپاره وي دداسې هدف لپاره چې په دومره ستړي ژوند وارزي، نه پوهیږم هغه کوم هدف دی چې ستاسو غوندې له خپل هویته پردي شوي یي د ترلاسه کولو لپاره منډې ترړې وهي.

د افغانستان او عراق د جګړو غوندې په درسته اسلامي نړۍ د غرب پوځي،فکري، اقتصادي او تبلیغاتي یرغل چې له دوه نیمو پیړیو په مختلفو اشکالو را روان دی، داد دین او بي دینۍ جګړه ده، دا دغرب او شرق جګړه ده، داد دموکراسۍ او اسلامي نظام جګړه ده او دا په محلي سطحه د بیلګې په توګه د افغاني هویت او ویسټرنایزیشن جګړه ده، دغرب لخوا ددې جګړې متصدیان ، ګټونکي او بایلونکي غربي بي دینه استعمارچیان او اقتصادي خوګان دي، نه پوهیږم تاسو له  کومې خوا په دې اشر کې راغورځیدلي یاست ؟  نه پوهیږم تاسو چې د اسلام، افغانیت او شرقیتوب ادعاء هم لرئ، دغرب له یرغل سره مو کومه خپلوي او مناسبت دی؟ او بالاخره که دا جګړه غرب وګټي یا یي وبایلي تاسو ته  کوم څه په لاس درځي؟

که زما منئ لږ خپلو ګریوانو ته سرونه ښکته کړئ،لږ خپل موقعیت او دریځ درک کړئ په دې جګړه کې  له تاسو یوازې د مصرفي موادو په حیث استفاده کیږي. زما یقین دی چې غربي بي دینان به تر خپلو منځو ستاسو په حماقت خاندي . آیا تر اوسه مو یو غربي بي دینه یا عیسوی لیدلی دی چې د مسلمانانو په ننګه د لویدیځ په خلاف جنګیدلی وي؟باور مې دی چې دغسې بیلګه به د اسلام او عیسویت د تصادم په څوارلس سوه کلیز تسلسل کې هم پیدا نه کړئ.
نو الکوزی صیب او دده غوندې د امریکایي کفر چوپړمارانو !

په باور سره درته ویلی شم چې تاسو په پردۍ جګړه کې بوخت یاست، تاسو په یوه داسې لاره روان یاست چې په دنیاوي لحاظ یوازې بي دینه، بي ارزښته  او ستړی ژوند درکوي او په اخروي لحاظ مو مستقیما د کفارو په صف کې راپاڅوي. ځکه په قیامت کې به هرڅوک په هغه ډله کې راپاڅي چې په دنیاکې یي د چا شمیر  ډير کړی وي.

نو جنابانو !

دنیا به تیره شي، د اپنځوس یا اویا کاله عمر دی په تاسو او ټولو به تیر شي، قیامت به شي امریکا او دبدبه به یي ټول له نیست او نابود شي، مګر له تاسو سره به د قیامت په ورځ یوازې هغه اعمال ملګري وي چې په دنیا کې مو کړي دي، په آخرت کې به نه ګرین کارت په ښمر درشي نه  هم د امریکا سره کاري خدمت .
بلکې د جارج بوش، او ټوني بلیر غوندې د کفر د مشرانو شناخت او ملګرتیا به مو د غاړې طوق وي، ښکته به ورباندې ګورئ او همدغه لار به مو په پای کې له الهي مجازات سره مخ کوي.

نو لږ په ځان رحم وکړئ او د امریکا د ګټو لپاره خپل آخرت مه تباه کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سبا ظاهر

مننه ډیره په زړه پوری لیکنه

زبیر احمدي

قاری صاحب، دیره ښه لیکنه ده خصوصأ د دې راډیو ژوندیو افغاني چلونکو ته . خو د مرحوم الکوزي صاحب په باره کی به دومره ووایم چی هغه د شلو ـ پنځه ویشتو کالو راهیسی د کاناډا متابعت درلود( یعنی په اصطلاح ګرین کارډ ) او ۱۴ کاله وړاندې د ټورنټو ( کاناډا ) څخه چکوسلواکیا ته ورغلی و . په کاناډا کی یې ښه ژوند و او د خلکو له پاره یې جایدادونه پلورل پیرېدل ( راهنمای معاملات یې لرل ) . د هغه کورنۍ او دوستان اوس هم په ټورنټو کی اوسیږی.

کندهار

الله دی ټو ل ډالری خبریالان ورک کړی، ډالری خبریالان د امریکایانو په شان د افغانانو د وژونو او قتلونو مسولین دی

امین درمان

الله ج هر انسان ته مهلت ورکوی چی دی به څه کوی او څه نه ، د ژوند بهترین او بد ترین مسیر د انسان په اراده کی الله ج ورکړی دی ، دا چی څوک د کفر لمن ته پناه وروړی اصلاً د الله ج د خالقیت څخه انکار کوی او په رازقیت یی هم نه منی فقط د ځان لپاره په یو بل معبود پسی ګرځی، ژوند به تیر شی چی هر څو کاله وی خو اخرت به هیڅکله خلاص نه شی ( اخروی زنده ګی) انسان به یا بد بخته وی او یا خوشبخته چا چی د… نور لوستل »

نعمان منلی

وایې یوې بلا بلې ته ویل چې اوخ!
ته چا استخدام کړی یې او د چا زوی یې
خو تورمخ دی نیولی او د تورڅټیو په خدمت کې یې
ډير بی عقل انسان یې الله دی در سره حساب وکړي

اسدالله

په زړه پوری لیکنه ده، او الله د ټولو ته هدایت وکړی.

اکبر

هر څوک دی خپل ګریوان ته سر ټیټ کړی او ودی ګوری چی څوک چا ته کار کوي.ځینی د امریکا غلامان، ځینی د پنجاب او ځینی نور د نورو هیوادونو. ځیڼی خو حتی په نورو هیوادونو کی مشر ټاکل کیږی.

مصطفي اغا

(المرء مع من أحب) الحديث

نعیم قرمز اکبری

شاغلی قاری صاحب ستاسو نوم دطالبانو د خوا وخلگو ته اشنادی دا چه تاسو الکوزی چه نطاق و تا سو ته د نطاقی په خاطر دبخشلو نه دی نو تاسو چه هره ورز دافغانستان په مختلفو سیمو کی ملکی خلک شزی کوچنیان سپین زیری په بمونو او انتحاری حملو او مینونو کی وزنی فکر کوی چه تا سو ته به خلگ ووایی چه خدای مو وبخشه هو لکه چه دربانی او مسعود په مرگ کی به دتوپک په زور خلگ په خوله به تاسو ته هم ووایی چه قهرمانان او اصلی مسلمانان یاست مگر په زره کی او په خپلو… نور لوستل »

محمد احمد

قاری صاحب ! قلم دی پسي اوچت ،ژوند دي ډير ،اودحق دقافلي دي همداسی لاروی غواړم ،تاسو چې دیوه اسلامی وجیبی له مخي یو وتلي اوتللی ډالري مبلغ په اړه یوه په زړه پوري مرثیه … لیکلي هو دباطل هغه مبلغ ته چې خلقوته به يې دورځي اوشپي له مخي دامریکايې بمبار سره یوځای دهغوئ دیرغل مشروعیت ته ډول ډول رنګ ورکاوه اودیرغلګرو ظلمونه به یې تحریفول ، ښه موپه یاد دي چې خلقو په کوروکي به دمرګ چيغي وي اودوئ به دنغمي اونورو غزلي اوډمامۍ غږولي ، هو !ستاسو دغه توصیه به نوپه نعمان منلی ،اکبر ،اکبري اونورو مقلدینو… نور لوستل »

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x