ملا اختر محمد منصور

د ملا محمد عمر مجاهد کورنۍ د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ

نن ټکی اسیا (سې شنبه، وږي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد زوی مولوي محمد یعقوب او ورور ملا عبد المنان نن په رسمي ډول د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ.

دغه خبر د طالبانو نیژدې سرچینو نن ټکی آسیا ته ورکړ، او هغوی زیاته کړه چې په لنډ وخت کې به په دې اړه د دوی په رسمي ویب پاڼه «الاماره» خبر نشر شي.

باید وویل شي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد کورنۍ د هغه د مړیني د اعلان او د ملا اختر محمد منصور تر ټاکني وروسته خپل ځان د هغه اختلاف څخه ګوښه کړی وو، چې د ملا اختر منصور پر ټاکل کېدو را پورته سوی وو.

ملا منان هغه وخت نن ټکی آسیا ته ویلي وه چې دوی اوس مهال نه غواړي چې د ملا اختر محمد منصور په تایید او یا نه تایید کې خبره وکړي.

د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور تر ټاکني وروسته را پیل شوي اکثره مخالفتونه له منځه تللي، یواځي د ملا منان او مولوي یعقوب پر چوپتیا باندي د نوموړي مخالفینو خپل وروستي امیدونه تړلي وه، چې داسي ښکارې ددې اعلان وروسته به د طالبانو صف د متحد کیدو خواته یو لوی ګام پورته کړې.

د طالبانو دنوي مشر هغه مخالفین چې د ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ پر سر د نوموړي سره اختلاف څرګند کړی وو، ددې اعلان وروسته داسي انګیرل کیږي چې هغوی به هم د خپل مخالفت څخه لاس واخلي او د نوي مشر سره به بیعت اعلان کړي.

ملا اختر محمد منصور چې د طالبانو د اعلامیو او خبرونو سره سم د ملا محمد عمر مجاهد د وفات وروسته د علماوو او طالبانو د رهبري شوری له خوا په متفقه ډول سره مشر ټاکل شوی وو، د ځان لپاره مولوي هیبت الله او د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني د خپل معاونینو په توګه ټاکلي وه.

د طالبانو په ویب پاڼه نشر شوې اعلامیه:

«دمرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله کورنۍ داسلامي امارت له نوي زعیم سره خپل بیعت اعلان کړ

15-09-2015

داسلامي امارت دمؤسس عالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهدرحمه الله درنې کورنۍ نن سه شنبه د ۱۴۳۶ هـ ق کال د ذوالحجې میاشتې په دوهمه نیټه دیوې پرتمیني غونډې په ترڅ کي داسلامي امارت له نوي زعیم ملااخترمحمدمنصورسره بیعت اعلان کړ.

په هغه غونډه کې چي په همدې مناسبت جوړه شوې وه او ګڼ شمیر شیوخو علماء کرامو او داسلامي امارت لوړ رتبه مسئولینو په کې ګډون درلود دمرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد دکورنۍ په استازیتوب دمرحوم ملاصاحب ورورحاجي ملاعبدالمنان آخنداودمرحوم ملاصاحب مشرزوی مولوي محمدیعقوب صاحب دخپلوخبروپه ترڅ کې وویل چي زموږدبیعت دتاخیرلامل یوخاص مصلحت و چې د خیر نیت په کې نغښتی و.

دوی وویل چې د مرحوم امیرالمؤمنین د کورنۍ لخوا د بیعت ځنډ هیڅکله د اختلاف له امله نه و، ځکه اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی اوټول دوروڼو په شان ګډخدمت پکي کوواو محتر م نوی امیر ملااختر محمد منصور صاحب چې عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله په خپل ژوندکې دروند مسئولیت ورته سپارلی و او اوس یې مسئولیت نورهم زیات شو نوبایدپوره همکاري ورسره وشي ، موږ هم ددې صف دحفاظت اومتحدساتلوارمان لرو او په همدې لاره کې به له هیڅ راز قربانیوڅخه ډډه ونه کړو.

د مرحوم أمیرالمؤمنین ورور ملاعبدالمنان آخند او مشر زوی یې مولوي محمد یعقوب صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه.

موږ د الله تعالی د ددین دخدمت او د اسلامي امارت د تقویې، اتحاد او محکم ساتلو په کار کې له الله تعالی څخه توفیق غواړو او له ټولو مسلمانانو د دعاوو هیله کوو، دغه راز له ټولو مجاهدینو وروڼو غوښتنه کوو چې په همدې متحد صف کې دي خدمت وکړي،له نزاع او اختلاف څخه دې ځانونه وساتي،خصوصاهغه کسان چي خپل بیعت یې زموږ دکورنۍ له لوري د بیعت د ځنډله امله وروسته کړی وو.

د غونډې تر جریان وروسته د اسلامي امارت نوي أمیر ملا اختر محمد منصور حفظه الله د خپلو خبرو په ترڅ کې د مرحوم امیرالمؤمنین د درنې او مجاهدې کورنۍ د قدردانۍ او ستاینې تر څنګ د غونډې برخوالو ته اطمینان ورکړ چې په خپل ټول توان سره به د مرحوم امیرالمؤمنین دکورنۍ درنښت او منزلت وساتي، د ښه خدمت زمینه به ورته برابره کړي او د اسلامي امارت په ټولو اهمو پریکړو کې به یې نظر اخیستل کیږي.غونډه د اسلامي امت او په ځانګړې ډول د افغانستان اسلامي امارت د جهادي صف د قوت،اتحاد ، پراختیا او بریا په دعاګانو سره پای ته ورسېده .

۱۴۳۶/۱۲/۲ هـ ق

۱۳۹۴/۶/۲۴ هـ ش ۲۰۱۵/۹/۱۵ میلادي

»

avatar
12 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جاوید احمد
میلمه
جاوید احمد

الحمد لله ډیر لوی کار وشو د کفر د ځرو او د امارت د بدخواهانو په خولو خاورې امبار شوې هغوی چې د امارت د تفرق خوبونه یي لیدل ، د ملاصاحب ورور او زوی ته ددې ستر او بختور ګام له امله مبارکي وایم او له تعالی څخه ورته کامل کامل اجرونه غواړم

usman khan
میلمه
usman khan

اخسئوا ؛ ای دعالمي کفر علمبردارانو ، اخسئوا ؛ ای دعالمي کفر جاسوسانو ، اخسئوا ؛ ای دعالمي کفر د دوهمي … زرمي درجې مفکرینو ، اخسئوا ؛ ای د تاند ، طلوع … او ازادي زاډیو ضمیر فروشو خبریالانو ، اخسئوا ؛ ای دتاجک ، ازبک … او هزاره قومونو په نامه تجارانو ؛ اخسئوا ؛ ای دعالمانو په جامه کي مفسدینو او شیطانانو نن ستاسي وروستۍ هیله هم دخاورو سره خاوري سوه ، نن ستاسي دټولي ډالري نظریې دمرګ معنوي ورځ ده ، دشرم په نامه خو تاسو څه شی نه پیژنۍ چې سړی پيغور درکړي ، خو… نور لوستل »

عبید
میلمه
عبید

لله الحمد لله الحمد لله الحمد رښتیا هم ټولی کفری منافقی او بی دینی او سرناخلاصی نړی ته نن ډیره دشرم ورځ ده او مخلصو مومنو مجاهدینو او داسلامی امارت ته یو عظیمه خوشخبری ده ډیر دیغ وم خو ددې خبر په لوستلو می والله په بدن کی دخوښی احساس وکړ الله عزوجل دی دټولی نړی مسلمانان سره متحد کړی او الله عزوجل دی یهود نصاری او دهغوی تالی څټی رسوا شرمنده او زلیل کړی آمین آمین آمین

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په رښتیا هم په هماغه اندازه چه د مشر ملا صاحب په شهادت ( د هغه خپل مرګ هم د شهادت مرګ وو ) خوابدی شوی ووم په هماغه اندازه په دی یووالی نن خوشحاله شوم الله ج دی ټول اسلامی امت ته د اتحاد او ورورولی توفیق ورکړی امین

اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

الحــــــــــمد الله
الحــــــــــمد الله
الحــــــــــمد الله
نن یی د کفری نړی ارمانونه خاوری ایری کړل ددوی په تل دا په خوله وو چی د مشر ملا صاحب(رح) ورور ورسره بیعت نه کوی .

ساپی
میلمه
ساپی

کله چی دصلیبیانوډنډوره چیانو دیویشتمی پیړۍ دحربی قوماندان اوداسلامي نړۍ اتل دخپل الله ج په طرف په سفرشوونوداسلامی امارت اودازادۍ دلاری دسرښندونکوپه هصفونوکی دنفاق اچول ول ډولونوغږول شروع شول . مکرره ډاډه وم چی مشرملاصیب داسی لاره ترشاه پریښی چی په هغی ټوله اسلامی نړۍ وياړي او غزونه یی غواړی نوڅنګه ممکن وه چی ددغسی جهان شموله شخصیت کورنۍ اواولادونه دی دهغی دراپاتی شوی میراث مخالف حرکت وکړی هیڅکله نه.
نوزه ورته ددغه اتحاداویوالی مبارکي وایم

ساپی
میلمه
ساپی

درنولوستونکوپه بخښنی سره په پورتنۍ لیکنه کی ځنی تیروتنی شوی اوسبب یی دادی چی زه یی دموبایل دپښتو په پروګرام لیکم کله کله پکی ډیری تيروتني راځی لکه: (صفونو،اچولو،مګر،زه،)هیله مندیم چی په دی هکله به ما عفوه کړۍ.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مبارکی مبارکی او مبارکی …………………….مبارکی …………………………..مبارکی مونږ په پورته تبصره کی چه د مبارکی ویلو په نیت می ولیکله او بیا می هیره شوه لمړی : زه هم په خپل وار د اسلامی امارت کشرانو او مشرانو ته د یووالی د دی لوی لاسته راوړنی مبارکی وایم . دوهم : حالات داسی معلومیږی چه د ستر متفکر فکر نور کار له لاسه ورکړی ډير ژر به یی د خبیث غلام فکر او غلام بدن اړیکی سره قطع شی ، له خبرو لویدلی ډاکترانو هم ځواب ورکړی چه د ژوند اونی یی په ورځو بدلی شوی باداران یی د خالیګاه ډاکولو… نور لوستل »

وایګل خان
میلمه
وایګل خان

کومه اسلامي نړۍ ورباندې ویاړې، ددې سایټ له ځینو تبصره کوونکو هیله کوم چې خپل فکر دې په ټوله نړۍ نه تپي. د نړۍ یو فیصد مسلمانان هم د شمار په بنسټ له طالب فکر او مفکورې ملاتړ نه کوي، که چیرته کوم اسناد لری نو د ا ګز دا میدان ، زه د په افغانستان کې د کوم لوري بد یا پلوي نه کوم خو باید په شواهدو او حقیقت ولاړې خبرې وکړو، فکر کوم افترا او له حقیقت لیرې خبرې ګناه هم ده.

ف-ا
میلمه
ف-ا

بیانزی صاحب نن بیا سخته خوشاله یی. عجیب دی چه د خپل ملک د تباهی په یو امکان باندی دومره خوشال یی. خو زه به تا او نور چه اسلام یی د پنجاب څخه منشا اخل ، مبارکی وایم چه نه به دا ملک سقوط وکړی او نه به هم د پنجاب غلامان دلته واکمن شی. زه حیران یم چه په ځینو تالی څټو کی شرم ولی نشته؟ همدی پنجاب لاس تړلی د امریکایانو په لاس ورکړل او نن بیا د هماغه پنجاب و دروازی ته ناست دی. که د عقل او منطق په نوم کوم څه تاسو کی څوک… نور لوستل »

usman khan
میلمه
usman khan

ف-ا ته ؛ امریکایان ستاسو ماما ګان دي ، کاناډایان ستاسو اکاګان دي ، انګریزان ستاسو دترور زامن دي او ددغه پنځه څلویښت کفري ملکونو سره تاسو څه خیښي لری چې ستاسو مرستي ته دټانګو ، توپو ، چورلکو او B 52 الوتکو سره راغلی ، دوی افغانان دي ، دافغانانو پرمالونو ، ماشومانو ، ځوانانو ، بوډاګانو او حتی دحکومت پرغلامانو باندي یې رحم نه دی کړی ، چې نزدي مثال یې په هلمند کي د۳۱ عسکرو وژل دي ، تاسو چې کله دطالب نسبت پنجاب ته کوی لږ خو شا و خوا نظر کوی چې کوم یونیفارمونه در… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ف ، اصاحب ! ډیره مننه کوم چه دا ځل د ی کنځل نه دی کړی ، داسی معلومیږی چه زما او که ستا بخت ښه شوی یا ویښ شوی . دا چه نور څه دی لیکلی عثمان درته په ډیرو ښکلو مدللو دلایلو کی هر څه لیکلی ، فکر کوم هغه کافی دی . زه وایم ، که زړه مو پوره تور شوی نه وی ، د مرګه مخکی د توبی دروازی بیرته دی ، توبه وباسی له دجالیت څخه الهیت ته رجوع وکړی ګوندی الله مو وبخښی ، که داسی فکر کوی چه په دی کړو به ډيری… نور لوستل »