افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د ولسمشر پر ځای اجراییه رييس ګډون کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني نن د ملي امنیت شورا په غونډه کې خبر ورکړ چې د ملګرو ملتونو په راتلونکې سرمشریزه کې به د افغانستان په استازیتوب د ولسمشر پر ځای اجراییه رييس ګډون کوي.

د ملګرو ملتونو کلنۍ سرمشریزه به د راتلونکې تلې میاشتې پر درېیمه د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شي.

ولسمشر اشرف غني داسې مهال د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته په خپل استازیتوب اجراییه رييس استوي، چې د ولسمشر د روغتیا په تړاو ګنګوسې مخ پر زیاتېدو دي. د ولسمشر غني د ناروغتیا خبرونه هغه مهال زیات شول، چې د احمدشاه مسعود په څوارلسم تلینغونډه کې عبدرب الرسول سیاف په افغانستان کې د ځواک له تشې اندېښنه څرګنده کړه.

نن هم یوې حکومتي سرچینې د نوم د نه څرګندولو په شرط پژواک خبري اژانس ته څرګنده کړې ده چې ډاکټرانو ولسمشر ته د اوږد سفر کولو اجازه نه ده ورکړې. ولسمشر تېره میاشت په جرمني کې د پښې عملیات وکړ چې ډاکټرانو ورته د استراحت لارښوونه کړې وه.

ویل کېږي چې دغه سفر لپاره د عبدالله تر غوراوي وړاندې د ولسمشر او اجراییه ترمنځ یو ځل بیا ټکر راغلی. ولسمشر غوښتل چې د ده په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت شورا سلاکار ګډون وکړي؛ خو عبدالله عبدالله مخالفت کړی، چې وروسته ولسمشر هم د عبدالله له استولو سره موافقه کړې.

د دغه سفر په ترڅ کې به، اجراییه رييس، محمود صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه هم معرفي کړي. صیقل عبدالله ته له نژدې کسانو څخه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x