نظــر

محلي راډيوګانې که (دفاتررهمناى معاملات عشق)!!!

afghan-children-hold-radio       دځينوپخوانيو فلاسفه وو دا عادت وو چې نږدې پر هررزالت به ککړ و،اوښه به پوهېدل هم چې دغه کار فطرتا ناوړه کاردى،خو دوى به په کې اخته وو،او د دغو پټو بدوکارونو څرګندونه به يې بيا د اثارو له پاره ښايسته سوژه او دهغوى  دشهرت لويه وسيله هم شوه.لکه ولټر فرانسوى فيلسوف چې له يوې پردى مېړوښې سره يې پوره څورلس کاله بې نکاح تېرکړل،زه فکر کوم چې دغه دمحلي راډيوګانوکارکوونکي چې ډېرى يې ځانونه له هره پلوه جامع الکمالات بولي ،هم د پخوانيو فلاسفه وو غوندې به په اخره کې په خپلو ټولو ټولنيزواو ان مذهبي ګناهونو اقرار وکړي.
        له هرې محلي راډيو دهغوى د ديندارۍ او ملي ارزښتونو ته د درناوي شعارونه خپرېږي،لکه په غزني کې:

 

((اميدجوان راډيو ،اسلامي اوملي پولوته ژمنه ده.))
((غزني راډيو ستاسې خپله راډيو ده.))
((راديو صداى غزنويان …….غزنويان.))
په پکتيکاکې:
((پشتون غژ راډيو اسلامي اوملي ازرشتونو ته زيانمنوونکي توکي نه خپروي…))
((سوله راډيو ستاسې خپله راډيو.))
((کټواز راډيو……………))
او…
        په داسې حال کې چې دهرې يوې له خپل شعارسره مخالف قوي ،مسند دليلونه راسره دي.
        داخو دراډيوګانوبهرنۍ چېغې سوري،اود ملت په نامه پيسه په جېب منډل دي، دا چې دننه څه په کې تېرېږي،که عام خلک په عامه سطحه خبر شي،هرمجرد ځوان به يې دورتلو له پاره خپله ټوله ځمکه ګرو کړي.زموږ يوه ملګري چې په غزني کې يې په يوه راډيو کې ډېروخت دنده درلوده يو وخت چې يې بل ځاى دنده واخېسته ،نوپه خندابه يې ويل: ښه شو چې هغه (چينايې هوټل) خومې پرېښوود.
        کله چې په پکتيکاکې لومړى وار راډيوګانو کار پيل کړ،نو د راډيو کارکوونکى ولس ته هم ترټولو پوه،هم زاهد،هم …ښکارېده،دوى فکرکاوه چې دغه خلک چې څه ډول په راډيو کې غږېږي،ياهم ځينې يې دومره ښې دينې خپرونې وړاندې کوي،نودغه ښاغلي به په عمل او واقعي ژوندکې هم همداسې وي.دوخت پرتېرېدو،اوس ټولو ولس ته مالومه شوه،چې که کوم بې کوره بې اوره څوک غواړي چې کور اور پيدا کړي،ياهم لږترلږه دمينې او دپرنګيانو خبره(Girl friend)يونرى تار له چاسره ولري،نوکه په دې راډيوګانو(ميوزيک سنټرو)کې کار نه شي پيداکولاى،هڅه کوي چې د دې ميوزيک سنټرو له کوم فعاله غړي سره دوستي او انډيوالي شروکړي.
        فعاله غړى پردې ماناچې له خپرونې پرته د خپرونې څخه خپرېدونکې تليفون ګڼه فعاله وساتلاى شي او بې له خپرونې په همدې ګڼه د نجونو اړيکوته ځواب ووايي،او ګڼه يې له ځان سره واخلي.دغسې ځوانان په دې محلي ميوزيک سنټرو(راډيوګانو)کې بېخې ډېر دي،چې پر يوه اناتابيسکوټ ياهم يوه ډيو بوتل د دريو مستو نجونو شمېرې ورکوي . اوکه دهمدې باتجربه کارکوونکو پر معيار کومه نجلۍ شوخه ،مسته …. نه وي، دهغې ګڼه خو هرځوان ته يواځې په خوله چينګو لو ورکوي.
         حضرت بايزيد بسطامي رحمه الله فرمايي: لکه څه وړ چې اوسې هماسې ځان وښايه ،يا لکه څه وړ چې ځان ښيې هماسې واوسه.
مو ږ تل دځان په شمول له انسان سره دغه دوکه کړې،چې له مقابل لوري مو خپل ځان(باطن) پټ ساتلى وي،او تل مو دوه رنګي غوره کړې وي،کېداى شي دابه هم د استاد ناګار خبره دنفس دنه تزکيې خبره وي،استاد تل وايې چې زموږپخوانيو جهادي مشرانو ځکه ديونيم ميليون شهيدانو پروينواوپه کعبه کې پرقران پښې کېښودې ،چې دنفس تزکيه يې نه لرله. او داستاد خبره پرهمدغو (دفاتر رهمناى عشق) يا د(دمينې دلارښوونې دفترونه) پر کارکوونکوهم پوره تطبېقېږي،دوى دراډيو له لارې ياهم کله د راډيو په دفترکې هم له داسې يومشر سره چې لور به يې له ده سره اتلس ساعته په خبرو وي او د دې بزرګ(!) له لارې به يې له لسګونو نورو بې کارو ته ګڼې رسېدلې وي،هم په دومره ادب او احترام خبرې کوي چې هغه بې چاره بې له فکره د دوى پر بزرګۍ اعتراف کوي.
        ماته په خپله دغه خبره يو څه بې باوره ښکارېده،خوکله مې چې له يوځوان سره ديو ې نجلۍ ثبت شوې خبرې واورېدې،چې هغې بې جاره ديو ې مشهورې محلې راډيو له مشره په ژړا د بې وفايۍ سورڼى غږاوه،اونږدې د شپږونورو نجونو نومونه اوګڼې يې وښوودلې چې دې مشر(!)ورسره اړيکې لرلې اودې پرې دبې وفايي ټاپه لګوله.نوزما هم هغه د تقدس مينه چې له دې څومخيو سره مې لرله په کرکه بدله شوه.
        محلي راډيوګانو دخپلو ډېرى نا اهلو مشرانو له لاسه په عمومي توګه د هرې راډيو په هره برخه کې ارزښت نږدې صفرته راښکته کړ.په غزني کې خوخبره بېخې له حده تېره ده، دپکتيکاپه شخصي راډيوګانوکې  نجلۍ په تليفوني خپرونه کې د ګډون حق نه لري،مګر په غزني کې بيا دغه محدوديت هم نه شته ،يوه ځوان دري ژبي(م.آ) هغه پيغامونه راښکاره کړل چې د ده خورته ديوې راډيو دمشر له خوا د عشق او…په خاطر ورلېږل شوي و، نوموړي دغه قوي ثبوت ګاڼه،او ويل به يې: (ازدولت خوولاکه پوره شوه،مګم در طالبها انډيوالاى ما هستندولا…)دغې نجلۍ له همدې مشر سره دهغه په شخصې راډيو کې کار کاوه،او دري ژبي بيا دغه کوم عيب نه ګڼي چې چاته يې کيسه وکړي.
        موږ د دې پرځاى چې له نويوپرمختګونومناسبه ګټه واخلو،سرچپه يې استعمالوو. زموږپه سيمه کې نږدې يوکال کېږي چې لومړى دکلي دمشرانو له خوا اوبيا دطالبانو له خوا د کامره لرونکي مبايل ګرځول بندشول،اوکه چادغه کاروکړ،دکلي دمشرانو له خوا پنځه زره کلدارې جريمه کېږي،او طالبان بياخپل قانون ورته لري.د کامره لرونکي تليفون غضب دغه وه،چې د ډېرو درندو دروندوالى او عزت يې ترې لوټ کړ. چې پرهمدسې ويډيوګانو څوځايه مړي هم وشول.
        همدارنګه زموږ دمحلي راډيوګانو مشران اوکارکوونکي د دې پرځاى چې له دغه (د دوى په نظرموقفه) ښه ګټه واخلي،هڅه کوي،چې ټول اولس ته ترشاتو لاندې زهر ورکړي، او دبزرګۍ په جاموکې شيطانې ارواوې پټې کړي. ځکه خو  دغسې خلک بايد يوه پېړۍ شاته لاړ شي،ترڅو دخيانت وس او وسيله ونه لري.

داد محمد ناوك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x