شعـــــرونه

د ملغلرو آمېل

عرفان الله عرفاني

زرګره  راته  جوړ کړه رنګين  هار  د ملغلر و
پرې  شوی  مې  د زړه  دی  ور ېښمين تار د ملغلر و

د يار کلي  ته  ځمه  په  سپېرو  دښتو  روان  يم
او  ږو  باندې  مې  ايښی  دی  د روند  بار د ملغلر و

ناز کې  پښې  زما دې  له  اغز يو ځينې  ډکې
نور  تلی  نه  شمه  ګورم  ښکلې  لا ر  دملغلر و

قاصد مې  دی  لېږ لی خدای  خبر کله  به  راشي
نن  ټوله  ورځ  وم  ناست  په  انتظار د ملغلر و

آمېل  کې  يې  پېيمه  چې به  څو پکې  ځا ييږي
هېر شوی  دی له مانه هغه شمار دملغلرو

ور ځمه  پکې  اخلمه  دمينې  ملغلرې
جانانه  ما لېدلی  دی  بازار د ملغلر و

چې  څومره  قيمتي  وي  پروا نکړي  زه  پرې  خوښ  يم
اشنا ته  يې  خبر زه  يم تجار د ملغلر و

احسان  به  يې  په  ما وي پوره وړی  به  يې  زه يم
که  يار را باندې  وکړي  يو ګزار د ملغلر و

ګودره  ځکه  ته  هم  نن  خمار  غوندې  ښکار ېږې
پر سر دې  دی  ولا ړ دنګ شين  چنار دملغلر و

باور  په  ژوندون  نشته  دا تحفه  درسره  وا خله
له  تا سره  به  زما وي  يو ياد ګار  د ملغلر و

نن  ځکه  عرفاني  ور  پسې  ډېر کوښښ  کومه
چې  پاتې  مې  نسلو ته  شي اشعار د ملغلر و

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x