
څلوریځي – محمد علي عمري
دا لارې څنګ تـــه چي هدیره ده

دعبرت څـــومـــره لویه کیسه ده
کــه زه او ته شو هــــــرڅو په منډو
زمــا او ستا هـــم وروستۍ دېره ده
څلوریځه
شکل یــــې سم دم وعېسوي تــــه
وایي خدای ګوري د چــا زړګي ته
شریعت څـــــه دئ شریعت دا دئ
سړئ به ګوري وخپل نبي ص ته
څلوریځه
کــــه دې اخیستئ د صبر غـــر وي
یقین دې کلک پــــر خیر او شر وي
زه دې ضامــن یم هر لوی مشکل به
درته سپک سپک تل د مچ وزر وي
ــــــــــــ
محمد علي عمري
مسلم باغ