
سټاسي انام مسلمانه سوه!
لیکنه: علی الله متوکل الرحمن
سټاسي انام د مالیزیا مشهوره پاپ غزل ویونکي ده چي د ۲۰۱۵ کال د اګسټ پر ۲۵مه د اسلام په مبارک دین مشرفه سوه.
سټاسي انام چي په سټاسي ای ایف هم مشهوره ده د عیسوي دین تر پریښودلو وروسته یي په اسلام کښي د ځان لپاره ام شیخه سټاسي انام نوم غوره کړی. او زیاتوي چي: «د ژوند تر ټولو خوشحاله کونکي ورځ یي ده.»
د ۲۵/۰۸/۲۰۱۵ د سي شنبي به ورځ و نوی مسلماني سوی خور ام شیخه سټاسي بنت انام ته په اسټرو تلویزیون کي مطبوعاتي کنفرانس دایر سو چي په کښي خپل اسلام دنیاوالو ته ظاهر کړي او د ټولو په وړاندي یي د شهادة کلیمه أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه وویله.
د اګسټ د میاشتي په اولو کښي یوازي د سټاسي د پلویانو او مینه والو په منځ کی ددي د مسلمانیدو ګنګوسي او اوازي وي خو دا هر څه هله افشا او څرګند سول چي ددي د اسلام قبلولو یوه ویډیو او تصویرونه د ځني کسانو له خوا خپاره سوه. چي سټاسي په کښي تور حجاب کړی او د شهادت کلیمه د یوي بلي مسلماني خور لخوا ورته ښودل کیږي چي دا یي په هکله وایي: «زما تصویرونه او ویډیو د غیرو مسؤلو کسانو لخوا خپاره سوي. حال دا چي ما په هیڅ صورت دا نه غوښتل چي دومره ژر دي زما د اسلام خبر زما مور، پلار او د کورنی غړو ته ورسیږي. ځکه دا خبر شاید هغوی ته ستونزمن تمام سوی وای».
او د خپل اسلام او هغه شخص چي دا یي افشا کړي په هکله داسي وویله: «زه اوس خپله دا کوښښ کوم چي زما د مسلمانی خبر په ډیره بيړه تر هر شخصه پوري ورسیږي او هغه کس چي زما دا هر څه یي خپاره کړي زه ورته د یو مسلماني په حیث بخښنه کوم».
د اګسټ پر ۲۴مه د مالیزیا ډایجیست په نوم یوي ازادي مالیزیایي ویب پاڼي دا په ډاګه اعلان کړه چي سټاسي انام د اسلام و قبلولو ته زړه ښه کړی او سبا یعني د همدي میاشتي پر ۲۵مه به د اسټرو تلویزیون لخوا ورته یو مطبوعاتي کنفرانس ونیول سي چي ددي د اسلام په ظاهره کولو ته به خاص وي. او دا به پکښي د اسلام منلو اقرار کوي. پاته دي نه وي چي اسټرو د مالیزیا هیواد یو پرمختللی تلویریوني چینل دی چي د ۰۱/۰۶/۱۹۹۶ څخه را په دي خوا یي خپل کار شروع کړی او تر ۲۰۲۲ میلادي کال پوري یي قرارداد د اعتبار وړ دی.
سټاسي انام د مالیزیا هیواد په سباح نومي ښار کي د اګسټ پر ۱۸مه په کال ۱۹۹۰ کي زیږیدلي چي اصلي نوم یي سټاسي انجي انام دی او ۲۵ کلنه ده.
سټاسي د اقتصادي مشکلاتو له خاطره په ۱۶ کلنی کي مکتب پریښود. تر څو یي د خپلي کورنی حمایت کړی وي په یوه نڅا ځای کي يي غزلي شروع کړي.
په ۲۰۰۸ میلادي کال کي یي د فنټسیا اکاډمی په شپږمه دوره کي ونډه واخیسته او لمړی مقام یي خپل کړی. فنټسیا اکاډمي د تلویزیون یو پروکرام دی چي د ۲۰۰۳ کال راهیسي فعالیت لري؛ له ټول هیواد څخه ۱۲ غوره سندرغاړي راټولوي او هرځل د لږو رایو وړونکی ور ځني ایستل کیږي چي یو ممتاز ګټونکی اعلانیږي. نو سټاسي هم یوه له هغو نه وه چي په شپږمه دوره کښي يي د ۳.۴۶ میلیونو رایو څخه د ۴۶ سلنه رایو په خپلولو سره لومړی مقام واخیست. او نور یي د شهرت ورځي پیل او هره ورځ یي اوریدونکي زیاتیدل. سټاسي انام د ۲۰۰۸ کال څخه تر نن پوری خوا او شا ۲۴ جایزي اخیستي. پر دي ټولو دونیوي بریا ؤ سربیره یي واحد الله ﷻ د هدایت څراغ هم په زړه کي ور ځلانده کړی او دا دی د اګسټ د میاشتي پر ۲۵مه د اسلام په مبارک دین مشرفه سوه. د اسلام د ښکاره کولو سره سم یي پر اسلام د ټینګ پاته کیدو وعده هم وکړه.
هغه ګنګوسي چي ګواکي دا به د سندرغاړي او ممثل اکیم احمد سره واده کوي په کلکه و غندلي او داسي یي وویل: « اوس ماته تر واده کولو اسلام مهم دی ځکه اسلام یو لوی مسؤلیت دی تر څو چي مي دا مسؤلیت پوره درک او ادا کړی نه وي واده به و نه کم.»
د اسټرو تلویزیون په مطبوعاتي کنفرانس کي یي له خپلو اوریدونکو او لیدونکو نه دا غوښتنه وکړه چي ما اسلام په خپله خوښه اختیار کړی، دا زما شخصي ژوند دی نو ستاسي څخه دا هیله کوم چي ما باندي ټینګار و نه کړی او نه هم راته کومه ستونزه جوړه کړی.
په خپلو خبرو کښی يي دا هم زیاته کړه: « زه مخکي په عیسوي دین وم خو اوس مي اسلام قبول کړی او په دي زښت زیات افتخار کوم.»
مالیزیا یو اسیايي هیواد دی، پلازمینه یي د کولا لامپور ښار او د نفوس له لحاظه د نړی دریڅلویښتم (۴۳) لوی هیواد دی. چي د ټول نفوس څخه یي ۲۰ میلیونه مسلمانان دي.
https://www.youtube.com/watch?v=TA0OY80O680