
د ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ بیعت د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته د پای ټکی کیښود!
لیکوال: عبدالرحیم (ثاقب)
د جولای د میاشتې په ۳۰ مه د طالبانو د مشر ملامحمد عمر (مجاهد) د وفات تر اعلان وروسته د هغه د ځای ناستي او د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور د ټاکنې پرسر یو لړ اختلافات را ښکاره شول.
د طالبانو د تحریک په ۲۰ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د دوی ترمنځ اختلافات د دوی له خولې په ښکاره ډول په رسنیو کې منعکس کیږي.
دا د طالبانو له تنظیمي مشخصاتو څخه یو ځانګړتیا ده چې له ټولو هغو ستونزو، فشارونو او دسیسو سره سره چې د امریکایانو له لوري دوی ته متوجه ول دوی بیا هم متحد ، یوموټی او منسجم پاتي شول ، نه د نړیوالو د پوځي فشارونو له وجې کمزوري او نه هم د هغوی د رنګارنګ د سیسو له وجي وویشل شول.
ښایې د نړۍ د سیاسي او پو ځي تنظیمونو په منځ کې به له طالبانو پرته بل داسي تنظیم پيدانشي چې له دومره زیاتو پوځي او سیاسي فشارونو او نړیوالو سازشونو سره سره دي بیا هم خپل وحدت ساتلی او تریوې رهبري لاندې دي د نړۍ تر ټولو ستر ځواک (امریکا ) او تر ټولو قوي پوځي تړون (ناټو) ته په پوځي ډګرکې ماتې ورکړي وي.
ډیری شنونکي د طالبانو داخلي انسجام او یووالی د هغوی د مشر ملامحمد عمر مجاهد په قیادي مهارت پوری مربوط ګڼي ، خو دا چې د هغه تر وفات دوه کاله وروسته هم طالبان د خپل تاریخ په تر ټولو حساسو شرائطو کې خپل تنظیمي انسجام او وحدت ساتي دا بیا د طالبانو د تنظیمي جوړښت له ځانګړتیاووڅخه هغه ذاتي مشخصه د چې د هغوی د مبارزې او فعالیت تر کیز په مبادئو پوری تړلی ګڼي نه په اشخاصو پوري.
اوس چې د طالبانو د مشر د وفات تر اعلان وروسته د طالبانو په منځ کې د داخلي انشعاب او اختلاف خبرونه راپیداشوي که حقیقت ته وکتل شي هغه هیڅکله د انشعاب او اختلاف په معنی نه دي.
ځکه هغه کسان چې مطبوعات ورته د مخالفینو نوم ورکوي هغوی هم د طالبانو د تحریک له تأسیسي افرادو څخه دي او کله هم نه غواړي چې د طالبانو د اسلامي تحریک د جهادي منشور مخالفت وکړي، بلکې یواځې د نوی مشر د تقرر په څرنګوالې یو لړ ملاحظې لري. داسې ملاحظې چې هغه د دوی په نظر د طالبانو د خپل منځي تماسک ، انسجام او دجهادي فعالیت د پرمختګ لامل ګرځي .
د هر سیاسي او پوځي حرکت اړوند افراد د خپل متبوع تنظیم د ښه والي په اړه د اظهار نظر اوسالم انتقاد حق لري ، د طالبانو روان بهیر هم چې د هیواد په سطحه یو مسلط پوځي او سیاسي حرکت دی طبیعي ده چې د اعضاوو ترمنځ به یې د یو شمیر موضوعاتو پر سر اختلاف نظر راځي او په اړه به یې یوبل ته اظهار نظر کوي چې دا اظهار نظر د هر سیاسي حرکت تنظیمي او فکري خاصیت بلل کیږي نه سیاسي مخالفت.
ملاحظه لرونکی لوری د طالبانو په روان پوځي فعالیت کې څومره موثریت لري؟
غرب پلوه رسنۍ کوښښ کوي چې د طالبانو پرخلاف تبلیغاتي پرو پاګڼده ګرمه وساتي له همدي کبله نیږدي هره ورځ د طالبانو ترمنځ د مخالفت د زیاتیدو او کله ناکله د هغوی ترمنځ د وسله والو نښتو خبرونه نشروي.
خو د طالبانو ترمنځ د اختلاف وضعیت قطعا دې کچې ته نه دی رسیدلی؛ ځکه لومړی خو د هغوی ترمنځ مخالفت اصلاحي او نظري مخالفت دی ، نه داسې مخالفت چې یو د بل پرخلاف جګړې کولو ته منجر شي.
د بیلګې په ډول څو کرته ځینو رسنیو په زابل ولایت کې د طالبانو او د منصور دادالله ترمنځ د وسله والو نښتو خبرونه ورکړل ، خو دا خبرونه شخصا د منصور دادلله له لوري تر دید شول او همداراز د طالبانو ویاد ذبیح الله مجاهد د هغو په اړه وویل چې تراوسه داسې څه نشته چې د طالبانو او منصور دادلله ترمنځ دي د وسله والې نښتې لامل وګرځي.
له بله اړخه کوم کسان چې په ملاحظه لرونکي طرف کې قرار لري هغوی د طالبانو د نوی مشر تابه د مؤیدینو په نسبت په دومره ټیټه فیصدي کې دي چې اصلا د یوه طرف اطلاق ورباندې نشي کیدلاي .
ځکه دطالبانو لخوا د ۳۴ ولایتونو لپاره ټاکل شوي والیان ، د طالبانو د موجود تشکیلاتي نظام د کمیسونونو ټول مسؤلین ، د طالبانو پلوي ټول علماء او منورین د هغوی د نوی قیادت حامیان او ټولو ورسره په شفهي او کتبي ډول بیعت کړی.
همدا راز کوم کسان چې په ملاحظه لرونکي جهت کې ولاړدي هغوی د خپلې ټیټې فیصدي ترڅنګ یوهم د طالبانو په موجود ه اداري تشکیل کې کوم پوځي مسؤلیت نه لري .
ښاغلی منصور دادالله چې ځیني رسنۍ یې د طالبانو د نوي قیادت تر ټولو سرسخت مخالف او د طالبانو بانفوذه قومندان معرفي کوي له دې پرته چې د طالبانو د مخکیني مشهور قومندان شهید ملادادالله دورورۍ امتیاز ولري نور یې د طالبانو په پوځي تشکیلاتو کې نه مخکي کومه رسمي دنده لرله او نه یې اوس لري.
له دې سره سره کوم کسان چې د طالبانو د نوي قیادت د ټاکلو په څرنګوالې ملاحظې لري هغوی ټول تقریبا په یوه ولایت کې منحصر کیږي خو د بیعت کوونکو ساحه یې د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته شامله ده .
همداراز کومې ملاحظې چې تر اوسه په رسنیو کې د ملاحظه لرونکي جهت له لوري نشر شوې هغه ټولې داسې سطحي ملاحظې دي چې له شرعي اړخه یوه هم د دې موجب نه شي ګرځیدلای چې د طالبانو د نوي مشر شخصیت اویا یې قیادت شرعا تر پوښتنې لاندې راولي .
خو بالمقابل د طالبانو د نوي قیادت د مؤیدینو تائید له شرعي ، سیاسي او اخلاقي پلوه په قوي منطق او کلک علمي استدلال ولاړ تائید دی ؛ ځکه د نوي قیادت د مؤیدینو په جمله کې تر ټولو مهم او مطرح جهادي او علمي شخصیت مولوي جلال الدین (حقاني) په فقهي لحاظ پیاوړی علمي شخصیت مولوی نورمحمد ثاقب ، سیاسي او ټولنیز شخصیت مولوي عبدالکبیر، د هیواد په کچه تر ټولو مشهور اکادیمیک شخصیت پوهنمل استاد زاهدی احمدزی او د هغوي په څیر د هیواد نور مهم علمي او ټولنیز شخصیتونه شامل دي .
د مخالف لوري تر ټولو قوي استدلال دا وه چې د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ د دوی په خوا او له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره له بیعت کولو انکار کوي ، اوس د هغوی له لوري په یوه تازه نشر شوي اعلامیې کې د ملامحمد عمر مجاهد ورور ملا عبدالمنان او د هغه زوي مولوي محمد یعقوب هم د طالبانو له نوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره خپل بیعت اعلان کړ او له ټولو طالبانو څخه یې د دې صف د یوموټي ساتلو غوښتنه وکړه.
د اختلافاتو د شائعو ترڅنګ د پوځي فعالیتونو پرمختګ:
د جولای د میاشتې په دیرشمه د طالبانو د نوي مشر د ټاکلو تر اعلان وروسته د هیواد په داخل کې دطالبانو پوځي فعالیتونو زور واخیست ، د هلمند په ولایت کې د نوزاد او موسی کلا په شمول نورې ډیرې استراتیژیکې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې په شمال کې د هغوی پوځي فعالیتونو ګړندي شول ، په فاریاب کې د جنرال دوستم له ټول قوت او د هغه له مستقیم جنګي قیادت سره سره د طالبانو په مقابل کې یې هیڅ پرمختګ ونکړای شو ، همدا اوس د بدخشان ،سر پل او فاریاب ولایتونه دطالبانو لخوا د سقوط له ګواښ سره مخ دي په روزګان ، بغلان ، غزني .. او د کابل په زړه کې یې هم پوځي فعالیتونه پرمخ روان دي .
دا هرڅه د دې ښکارندویې کوي چې د طالبانو ترمنځ موجود اختلافات یواځې د شائعاتو تر کچې محدو د، او د هغوی نوی مشر په ټولو پوځي او اداري تشکیلاتو مسلط او مسؤل چارواکي یې اطاعت پرځان لازم ګڼي .
د طالبانو نوی مشر څومره د طالبانو د متحد ساتلو وړتیا لري؟
اصلا دطالبانو د متحد پاتي کیدو اصلي لامل د هغوی مذهبي تعهد دی چې د جهاد دلاري له دوام سره یې لري.
د اسلامي ارشاداتو له مخې په جهاد کې د امیر موجودیت حتمي او د هغه اطاعت د جهاد دلومړنی شرط په توګه په قرآنی آیتونو او نبوي احادیثو کې ورباندې ډیر ټینګار شوی دی.
د طالبانو تحریک چې یو مذهبي تحریک دی ول افراد یې تر هرڅه وړاندې خپل ځان شرعي مقراراتو ته متعهد بولي . او په اسلام کې د امیر اطاعت د هغه په شرعي التزام پوري مربوط شوی نه د هغه په جسمي او فزیکي قوت پوري .
د پورتنیو ملحوظاتو ترڅنګ د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور د خپل اداري او سیاسي مهارت او پوځي وړتیا له مخې د طالبانو په منځ کې یومنل شوی مسلط شخصیت دی ، چې کیدای شي د ده د پوځي ، سیاسي او اداري مهارت په وجه طالبان نورهم زیات منظم او د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د حامي رژیم په مقابل کې متحد او مظبوط پاتې شي ؛ ځکه د طالبانو تأسیسي مشر مرحوم ملاحمد عمر مجاهد چې له ۲۰۰۲ کال راهیسي د امریکایانو لخوا تر جدي تعقیب لاندې ا و په ډیرو سختو امنیتي شرائطو کې اوسیده ، چې له امله یې په عملي لحاظ د مقاومت له پرمخ وړونکو طالب چارواکو سره په ډیره سختي سره تماس نیولای شوای، همدا لامل و چې د مقاومت عملي رهبري ټوله د هغه مرستیالانو او د کمیسونو نو د ټاکل شویو مشرانو لخوا تر سره کیده ، چې دې کار به کله ناکله ستونزې او مشکلات هم رامنځته کول.
خو اوس چې په افغانستان کې د امریکایانو د پوځي ماتې له کبله د طالبانو په اړه د هغوي په موقف کې نرمښت راغلی او حتی له طالبانو سره د خبرو لپاره هغوی ته په قطر هیواد کې د رسمي دفتر پر خلاصولو موافقه کړې د ملا اختر محمد منصور په شمول د طالبانو د مشرانو د تعقیب موضوع هم اوس د امریکایانو لخوا ډیره سړه شوې چې له امله یې د طالبانو نوی قیادت د پخوا په نسبت تر ډیر جدي تعقیب نه دی لاندې او کولای شي مستقیما د طالبانو له پوځي چارواکو سره وویني چې دا کار د مقاومت په پوځي او اداري فعالیت کې هرډول ځنډ او خنډ له منځه وړي او د طالبانو پوځي او اداري فعالیتونو ته نوره هم چټکتیا وربښي.
بل هغه مهم ابتکار چې د ملا اختر محمد منصور لخوا د طالبانو د نوي مشر په حیث تر سره شو هغه د روان جهاد د ترټولو مهم او مطرح پوځي شخصیت سراج الدین حقاني د خپل مرستیال په توګه ټاکل دي چې دا ابتکار به حتما په پوځي او اداري برخه کې د طالبانو په ټولو فعالیتونو ډیر مثبت اثر ولري .
همدا راز د القاعده تنظیم د مشر ډاکټر ایمن الظواهري لخوا له ملا اختر محمد منصور سره د مطلق بیعت اعلانول بل هغه تائیدي لامل دی چې د داعش په مقابل کې د طالبانو او د هغوی د نوی زعامت جهادي حیثیت ډیر بارز کوي .
ولي د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ډنډورې ته هوا ورکول کیږي؟
لکه مخکي چې مو وویل د طالبانو د نوی مشر په زعامت باندې د مطلق اکثریت په مقابل کې د څو افرادو ملاحظه لرلو ته په حقیقت کې د طالبانو ترمنځ د اختلاف اصطلاح کارول اصلا صحت نه لري ، خو داچې یو شمیر رسنۍ دې موضوع ته هوا ورکوي د هغه لامل دادی چې امریکایان ونه توانیدل طالبانو ته په پوځي ساحه کې ماتې ورکړي او یاهم هغوی په مختلفو ډلو او فرقو وویشي .
امریکایان دیته منتظر ول چې د طالبانو تاسیسي مشر مرحوم ملامحمد عمر مجاهد به یا ژوندی اسیر او یاهم ووژني او په دې سره به دوی ته د طالبانو له منځه وړل او یا هم د هغوی ترمنځ د درز اچولو لاره اسانه شي خو اوس چې هغه په خپل طبیعي مرګ وفات شو نو دوی ډیر کوښښ کوي چې له دې فرصت نه په استفادې سره یو لړ داسې مصنوعي اختلافات په تبلیغاتي ډګر کې راپیدا کړي چې له امله یې د طالبانو په متحد صف کې تفرقه اچول ورته اسانه شي. خو داچې اصلاد طالبانو په داخل کې د اختلاف لامل وجود نه لري نو له بهر نه ورباندې تحمیلیدونکي اختلافات هم پري کوم اثر نشي کولای.
له بله اړخه مونږ مخکي هم وویل چې د طالبانو تحریک یو لړ داسې ذاتي مشخصات لري چې هغه د نړۍ له نورو سیاسي تنظیمونو څخه متمیزکوی . هغه مشخصات دادي چې د دې تحریک د قوت مهمه هسته (مرکز) د جهاد په سنګروکې جنګیدونکي پوځي افراد دي ، چې همدغې مهمې کتلې هم د طالبانو د تأسیسي مشر ملامحمد عمر مجاهد په ژوند کې مهم رول درلود او هم يې اوس لري ، دغه تر ټولو مؤثر ځواک اوس هم ټول په عملي لحاظ د طالبانو د نوی قیاد ت ترشا ولاړ ، له هغه سره يې د خپلو پوځي مشرانو په وسیله بیعت کړی او هره ورځ لیدل کیږي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې هغوی نوي پوځي پرمختګونه کوي .
هغوی نه په نوی مشر کومې ملاحظې لري او نه هم د ا کار د جهادي فعالیتونو د پرمختګ لامل بولي.
هغوی ټول په دې نظر دی چې د طالبانو د بریالیتوب رمز د هغوی په وحدت او یووالي کې نغښتی ، نه د ملاحظو په وړاندې کولو کې . د هغوی له نظره د طالبانو موفقیت او د هغوی له پخواني مشر ملامحمد عمر (مجاهد ) سره وفاداري د هغه د آرمان او هدف په تعقیبولو کې ده نه په شخصي ملاحظاتو او مصنوعي اختلافاتو کې …
نتيجه :
کوم اختلافات چې د غربي میډیا په مټ پر طالبانو تحمیل کیږي او یاهم له هغوی څخه ډول ډول تعبیرونه کوي هغه د طالبانو پر پوځي وضعیت نه کوم اغیز لرلای شي او نه هم د طالبانو د نو ي مسلط قیادت د جهادي فعالیتونو په مخ کې خنډ جوړولای شي چې په تیرو دوو میاشتو کې دهیواد په داخل کې د طالبانو پوځي پرمختګونه د دې مدعا ښکاره ثبوت دی.
پر دې سر بیره د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره د تأسیسي مشر ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ بیعت کولو د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو شائعې ته په نهايي ډول د پای ټکی کیښود.
خو سره له دې چې اوس نور د طالبانو ترمنځ د هر ډول اختلاف احتمالات له منځه وړل شوي بیا هم د طالبانو نوی قیادت ته د ملاحظه لرونکو طالبانو د سالمو ملاحظو او نیوکو اوریدل اړین کار دي ؛ ځکه همدا کسان یو مهال د طالبانو د صف مهم اعضاء او په تحریک کې یې لوي مسؤلیتونه ترسره کړي چې په اوسنیو نازکو شرائطو کې د طالبانو له نوي قیادت سره د دوی اختلاف نظر په تبلیغاتي لحاظ د امریکایانو او د کابل رژیم په ګټه تمامیږي او هغوی تري د ځان په ګټه استفاده کولای شي.
او دا چې روان ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د بُرد وباخت په لحاظ ډیر مهم دی، نو له همدې امله د طالبانو قیادت ته په کار دي چې په خپل صف کې د انشعاب او تفرق هره ممکنه وسیله له منځه یوسي تر څو امریکایان له هغې څخه د نفوذي وسیلې په توګه استفاده ونکړای شي .
اسلام علیکم
وروره خفه نشی دا ستا خپل شخصی نظر دی . هغه دپختو یو متل راپه یاد شو وای
ګړه ګړه وایه خله دی خوږه ګیږی……………… نور په خپله خه پوهیږی نو………
د دوستانو زرونه خوشحآله سول او د افغانستان دشمنانو زرونه وچاودیدل.ماشاالله!!!
دیر شه زیری! دیر وخت په تشویش کی وم سی خدای دی نه کوی بی اتفاقی را نسی ، زکه د افغانستان د مسلمانانو وحدت ته نه یوازی مونژ افغانان ضرورت لرو بلکی اسلامی امت هم ورته په امید گوری. الله ج اتفاق په مونژ کی تینگ کی او د کامیابی رمز په اتفاق کی ده .
الحمدلله
ښکلی تبصیره وه او ښه معلومات وه خدای ج داختلافات خطم کړی او الله ج وحدت یو والی را ولی وا قعا چی څوک مسلمان وی اوسنیو شرا یطو کی باید اختلاف ونکړی او یو والی وغواړی څوک چی اختلاف غواړی لکه عبدالرحمن زاهد یا قیوم زاکر ملا جلیل وغیره مو ږ فه اختلاف کی ددغو خلقو نومونه اورو او همدغو کسانو نه دتحریک فه ابتدا کی کومه قربانی ورکړی او نه هم اوس شفه او ورځ فیسی ټولوی او کورونه اخلی عبدالرحمن زاهد معتصم ملا وکیل احمد او داسی څو نورو زیاتی فیسی فیداکړی دشهیدانو وینی وڅښی او لګیاده… نور لوستل »
جزاك الله خيرالجزاء
عبدالله ورور ته باید فاتحه وشی هغه د مسلمانانو به دی یووالی خوابدی شوی دعا به ورته کوو چه الله ج یی ذهنیت سم کړی او د مسلمانانو په پیاوړتیا خوشاله شی
عبدالله ورور د مسلمانانو په یووالی خوابدی شوی دعا به ورته کوو چه الله ج یی ذهنیت سم کړی او د مسلمانانو په پیاوړتیا خوشاله شی
خړ ده چیغال ورور دی
ښه قناعت بخشه او منطقی څیړنه ده، په قلم دی برکت ثاقب صیب! الحمد لله، د شکر ځای دی چې حالات سمې خوا ته روان دی، زه د ګرانو لوستونکو او همدا رنګه د (ملاحظه لرونکي جهت) توجه یوه ټګی ته رابولم هغه دا چې له کومې ورځې چې اسلامی امارت اعلان وکړ چې د مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله قدرمنې کورنې له نوی امیر ملا اختر محمد منصور حفظه الله سره بیعت وکړل، تر نن پوری په دغه خبر غربی میدیا خپل غوږونه کاڼه کړی، که چیری ـ الله مه کړه ـ دا خبر منفی شکل باندی وای یعنی… نور لوستل »