نړۍ

استرالیا : دامریکایي توهین آمیزه فیلم په خلاف درنې مظاهرې رواني دي

Photo

نن ټکی اسیا / شنبه ۲۰۱۲/۹/۱۵ / داسترالیا له پلازمینې سدني ښار څخه راپورونه وایي چې د شنبې په ورځ دامریکا په خلاف درنې مظاهرې راوتلي دي ، چې پولیسو ته په کې تلفات هم اوښتي .

رویټر خبري اژانس وایي  چې دشنبې په ورځ داسترالیا په ترټولو ستر ښار سیډني کې په سلګونو کسان سرکونو ته راووتل او غوښتل یې چې په امریکایي تاسیساتو بریدونه وکړي ، مظاهره چیانو دامریکا په خلاف شعارونه ورکول او یوشعار چې ورباندې لیکل شوي وو ( زموږ دپیغمبر دتوهین کوونکو سرونه  پرې کړئ ) له ځان سره یې لیږداوو .

مظاهره کوونکي له استرالیایي پولیسو سره ونښتل او په پولیسو یې دډبرو بریدونه وکړل ، دسیډني پولیس چې په  بلوا ضد وسلو او وسائلو سمبال وودامریکایي تاسیساتو په خوا ټولې لارې یې تړلې وې ، راپورونه وایي چې په نننیو مظاهرو کې شپږ تنه پولیس ټپیان شوي دي ، او اته  تنه مظاهره کوونکی دحکومت لخوا نیول شوي دي .

استرالیا چې دامریکا نږدې حلیف بلل کیږي ، د وګړه  په سلو کې  دوه اعشاریه دوه  خلک یې مسلمانان دي چې د ۲۰۱۱ کال دشمیرو له مخې یې شمیر  ۴۷۶ زره تنو ته رسیږي .

له بلې  دامریکا په خلاف نن هم په عربي ممالکو او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مظاهرې جریان لري ، په تونس کې دوه تنه  مظاهره چیان چې په امریکایي سفارت دبرید هڅه یې کوله په شهادت رسول شوي ، او په قاهره کې دامریکایي سفارت په شاوخوا کې ټوله سیمه کلابنده شوې ده .

په افغانستان کې تیره شپه طالبانوله امریکا څخه دانتقام اخیستلو په دود  په هلمند کې په ترټولو ستره امریکایي اډه فدایي عملیات ترسره کړي دي ، چې امریکایانوته  په کې درانه ځاني او مالی زیانونه رسیدلي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x