ادبي لیکني

ماشومه مینه – لنډه کیسه

لیکوال: حامدالله ستون

لاره مو یوه وه، خو ښونځي مو سره بېل و. له کوره د راوتو وخت مې یې ځان ته معلوم کړی و، کله به چې له دروازې راووته، نو زه به هم روان شوم. د تګ په وخت کې به تر ډېره سره یو ځای تلو، یا به هغه رانه مخکې وه، او یا به هم زه. خو د کوم څه ویلو جرآئت مې نه درلود. دې سلسلې تر ډېره دوام پیدا کړ، خو توپیر په کې یوازې دومره راغی، چې د مخامخ کېدو په وخت کې به یې په شونډو یوه پیکه غوندې مسکا خپره شوه. او بیا همدې مسکا زما لپاره د ساه رول لوبوو.

یوه ورځ زمونږ کورته راغله، او په دې ورځ د میلمنو له وجې په کور کې د ماشومانو سم باران و. زه هم ورسره ښه خوشحاله وم، او د خوښۍ لامل خو مې اصل کې د ستارې راتګ و. هغې هم تر ډېره ماشومانه خوی درلود، او له نورو ماشومانو سره یې د بادامو او چارمغزو په خواراک پیل وکړ. زما جیبونه هم له دې شیانو ډک و. تر دې وخته مو پرته له سلام بله کومه خبره کړې هم نه وه. کله به مو چې نظر سره ټکر شو، نو خندا به راغله، او هغې به هم سر ښکته کړ. په همدې خندا خندا کې پاڅېدم، او له جېبه مې یو ښه موټی بادام را واخستل، او د هغې په لمن کې مې واچول، او په بیړه له کوټې ووتم. بیا همدا بادام زمونږ د مینې پیل و. او له هغه وروسته به ښونځي ته هم جوړه تلو. د خبرو پای نه و، کورته به چې لاړم، نو د دوهم پوړ د کوټې له کړکۍ څخه به مې له هغې سره خبرې کولې، هغه به هم تر ډېره پورې د خپل کور په انګړ کې ولاړه وه. آواز مو تر یو بله رسېدلی نه شو، خو د لاس په ګوتو به مو الفاظ جوړول، او ښايي چې د معنی په اخیستو کې به هم رانه تېروتنه کېده.

خبره مې تر مور پورې ورسېده. خو ماته یې پروا نه راتله. رښتیا هم په نوې ځوانۍ کې د لېونتوب نشه وي. زما عمر پنځلس کاله و، او د ښونځي نهم ټولګی مې لوست. او ستاره هم ښايي چې د دیارلسو کلونو وه. له یوې خوا د نوې ځوانۍ اغېزه وه، او له بلې خوا د یوې نجلۍ محبت د آسمان شنو ته رسولی وم، قدم مې په ځمکه نه لګېده، او داسې احساس راته کېده، چې وزرونه مې کړي دي. مور خو مې له مخکې نه زما ژوند ته ډېر خیال کاوه، او اوس چې کله له دې کیسې نه خبره شوه، نو سمه د شپاړسو کالو پېغله یې رانه جوړه کړه، چې قدم په قدم به یې زه څارلم. او په همدې به مې ورسره هره ورځ بحث روان و. تر دې چې ستارې ته یې هم څه خبره کړې وه، چې له زوی نه مې لرې اوسه، کنه مورته دې وایم.

هغه هم د نوې ځوانۍ په دور کې وه، د دې خبرې پروا یې نه کوله. زمونږ په حرکاتو کې لږ نور زیاتی هم وشو، او د ښونځي په بهانه به مو په بېلا بېلو پارکونو کې چکرې وهلې. آیسکریم خانې ته تګ او د برګر خواراک خو مو بیخي معمول ګرځېدلی و. په ما باندې مور پیسې بندې کړې، خو ماته یې د اخیستو چل معلوم و. د سودا راوړلو پر مهال به مې سودا ورته په دوه برابره حسابوله، او هغې به هم د باور له مخې زما د خبرې تصدیق کاوه. او ما به اضافي پیسې له ستارې سره د کباب، ایسکریم او برګر د خواراک لپاره په جېب کې اچولې.

یوه ورځ مې پلار په هماغه کوټه کې و، د کومې له کړکۍ نه به چې ما له ستارې سره خبرې کولې. ستارې په دې خیال چې ګوندې د کوټې د ننه زه ولاړ یم، څه اشاره کړې ده. او د پلار پام یې د ځان خواته اړولی و. زما پلار خو هسې هم د مغزو څټک و، نو ذهن کې یې څه ګرځېدلي دي، او پرته د کړکۍ پرانیستو یې د هغې د لاس ښورولو ځواب ورکړی و. تر دې چې د ستارې د هر حرکت اندازه یې اخیستې ده، او بیا له همغې ورځې وروسته زه د پلار تر څار لاندې وم، مګر ماته پته نه وه، چې ستارې څه ګلان کرلي دي، او اوس د هغې رېبل هم زما په غاړه دي. کله به چې پوه شوم چې د پلار مزاج مې خراب دی، نو په درس ویلو به مې پیل وکړ، مګر کله به مې چې یو ساعت وروسته کتاب ته پام شو، نو په همغه صفحه کې به لګیا وم، چې په لومړي ځل د کتاب په خلاصېدو مخې ته راغلې وه. له دې هرڅه سره سره زما او د ستارې په محبت او حرکاتو کې څه کمی رانه غی، تر دې چې په اونۍ کې به دوه یا دری ورځې ښونځي ته تلو. او نورې ټولې ورځې به د ښار په پارکونو او نورو تفریح ځایونو کې سره ګرځېدو. مونږ په خپل منځ کې د راتلونکي لپاره یوه لویه دنیا جوړه کړې وه، او پرته د خپل عمر او سن ته په کتو به له واده وروسته خیالونو کې ګرځېدو. له ستارې سره تر آشنا کېدو مخکې به مې د واده د کلمې په اورېدو له شرمه ساه وردرېده. او اوس خپله د دې باب په سازولو لګیا وو. پرته له دې چې خپل پنځلس کلن عمر ته مې پام کړی وای.

د مني میاشت پیل شوې وه. موږ د محبت او نوې ځوانۍ په جذباتو کې وو. تر ټولو لوی دښمن مې ښونځی او درس و. ما خپل ذهن ته د کلمې هومره هم څه نه وو د ننه کړي، او د دې سربېره مې تر حاضرۍ غیرحاضري زیاته وه. او کله به مې چې دې هرڅه ته پام شو، نو زړه به مې ولړزېد. ماسپښین مهال و، زه له کوره را ووتم، او د دروازې له کړس سره ستاره هم د باندې راووته، او دا مهال په کوڅه کې چوپه چوپتیا وه. مونږ په خپلو خبرو کې دومره ډوب تللي وو، چې د تندر آواز مو هم نه آورېده. او نه هم د چا د راتلو وېره راسره وه. چې په همدې کې د شا له خوا په ورمېږ کې یو کلک سوک راکړل شو. شاته کتو سره مې د پلار په څېره سترګې ولګېدې، او له دې سره مې له پښو ساه ووته. ښايي له ستارې څخه هم وچ کالبوت جوړ شوی وو. نو لاسونه مو سره نښتي پاتې وو، په همدې کې مې پلار یوه دیکه راکړه، او کور ته یې د ننه کړم. زه په بیړه پاس لاړم، او یو کتاب مې مخې ته ونیوه، چې پلار مې هم راپسې راغی، او په لاس کې یې یوه قينچي نیولې وه. له ککرې څخه یې راته څلور لارې جوړه کړه، او هرې خواته یې په کې لارې وکړې. نو بیا مجبوره شوم، ټول وېښتان مې وخریل.

په همدې ورځو کې له دې ځایه د ستارې دوی کډه راونه شوه. او بیا ماته له هغې سره هېڅ د خبرو او کتو موقع په لاس رانه غله. د چکرو او مېلو ګټه دا راته وشوه، چې زه په ښونځي کې محروم پاتې شوم، او نهم ټولګی مې له سره ولوست. ستاره رانه تر ننه پورې لا درکه ده، او له هغه وخته شپږ کاله تېر شوي دي. خو مور ته د واده په یادولو اوس هم رټل کېږم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x