ورزش

کرکیټ: افغانستان د سیرلانکا A ټیم څخه په 51 منډو لوبه وګټل

shapoor-zadranنن ټکی آسیا: د افغانستان ملي لوبډلي نن د سیرلانکا A ټیم څخه په 51 منډو د کرکیټ شل اوریزه لوبه وګټله.

د لوبي پا شروع کې سیرلانکا پچه وګټله، او افغانستان ته یې د بیټنګ دعوت ورکړ، چي افغانستان په ډیره انداز قبول کړ، او په شل اوره کې د 10.45 اوسط سره 209 منډي جوړي کړې.

د افغانستان له خوا تر ټولو ښه لوبه محمد نبي، محمد شهزاد، او اصغر ستانکزي وکړه، او دوی هر یوه په ترتیب سره 51، 50 او 48 منډي جوړي کړي.

شفیق الله او ګلبدین نایب هم په ترتیب 26 او 23 منډي جوړي کړي.

د افغانستان په مقابل کې د سیرلانکا A ټیم خپل د ټول وس او توان په کارولو سره ایله 158 منډي جوړي کړي.

د افغانستان په بالرانو کې تر ټولو کامیابه بالر بیا هم دولت زدران وو، چاچي 3 لوبغاړي یوازي په درې اوره او دوه بالونو کې د میدانه وشړل، هغه د اکانومي په لحاظ هم تر نورو غوره بالر وو، ځکه چي مخالف ټیم پر هغه باندي یوازي 22 منډي جوړي کړي.

د دولت زدران نه علاوه نورو بالرانو هم ښه لوبه وکړه، چي په هغو کې محمد نبي د یادوني وړ ځکه دی، چي هغه هم دوه لوبغاړي د میدانه څخه وشړل، او یوازي 30 منډي مخالفي ډلي پر هغه جوړي کړي.

محمد نبي او سمیع الله شینواري، هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول، او شاپور زدران یوازي یو لوبغاړی وسوځولو، او د افغانستان لپاره تر ټولو ګران بالر ثابت سو، ځکه چي د هغه په 4 اورونو کې مخالفي ډلي 42 منډي جوړي کړي.

افغانستان دا لوبه د سیرلانکا د اې ټیم سره د د شل اوریزه کرکټ ورلډ کپ لپاره د تمرین کولو په موخه وکړه، او ثابته یې کړه چي د افغانستان ټیم هم دومره کمزوری نه دی، چي انډیا او انګلینډ به یې په اسانۍ سره هضم کړي.

د یادوني وړ ده چي دغه سیالي به درې ورځي باده په سیرلانکا کې شروع کیږي، چي په لومړي پړاو کې به یې افغانستان د انګلینډ او انډیا سره لوبي کوي، چي دواړي ډلي ډیري تکړه ډلي دي، خو د ننۍ لوبي څخه مالومیږي چي افغانستان کولای سي چي د کرکټ پخوانیو او لویو لویو ټیمونو ته هم مشکلات جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x