الجزیرې تلویزون د غزني له زندان څخه ازادو شویو بندیانو سره مرکې کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د الجزیرې تلویزوني چاینل له هغو طالب جنګیالیو سره مرکې کړي چې د غزني له مرکزي زندان څخه د طالبانو د برید په پایله کې ازاد او تښتېدلي دي.

په هغه ویډیويي راپور کې چې د نوموړي تلویزون له خوا خپور شوی لیدل کیږي چې له زندان څخه راوتلي طالب جنګیالي په وسلو سنبال دي او له خپلو ملګرو سره روغبړ کوي.

همدارنګه ازاد شوي بندیان د طالبانو د نوي زعیم ملا اختر محمد منصور په ملاتړ شعارونه ورکوي او له نوموړي سره بیعت اعلانوي.

یو تن ازاد شوی بندي چې له نیول کیدو وړاندې یې له طالبانو سره تړاو نه درلود، له زندان څخه تر راوتلو وروسته د طالبانو سره یوځای شوی او ژمنه کوي چې له طالبانو سره به اوږه په اوږه جنګیږي. نوموړی وايي:

«زه طالب جنګیالی نه وم او هیڅ ګناه مې نه وه کړې، خو سره له دې زه یې ونیولم او د شپاړس کاله قید حکم یې راباندې وکړ، کله چې طالبانو په زندان برید وکړ زه د طالبانو زړورتیا ته ګوته په غاښ پاتې شوم او هوډ مې وکړ چې د حکومت د ظلمونو پر خلاف به وسله اخلم او د طالبانو ترڅنګ به دریږم».

یو بل تن چې د طالب په تور په دولس کاله بند محکوم و، د الجزیرې خبریال ته په خپلو څرګندونو کې وايي:

«زه طالب وم، حکومت ونیولم او په دولس کاله بند یې محکوم کړم، دوه نیم کاله مې تر وهلو او شکنجو لاندې په زندان کې تېر کړل، چې پر زندان د برید په ترڅ کې راخلاص شوم».

په ویډیو کې لیدل کیږي چې په وسلو سنبال طالبان تر خپلې ولکې لاندې پراخو سیمو کې په ازادانه ډول تګ راتګ کوي، او د الجزیرې خبریال په وینا، سیمه ییز خلک طالبانو ته د خپلو شخړو د حل او فصل لپاره مراجعه کوي.

له بلې خوا په غزني کې د طالبانو یو قومندان «ملا منصور» هم د زندان د ماتېدو په اړه د خوښۍ څرګندونې کوي او دا پېښه یې «ستره لاسته راوړنه» بللي.

د نوموړي ولایت نظامي طالبانو الجزیرې ته ویلي چې له دې ولایت څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان ډیر پیاوړي شوي او زیاته کړې يې ده چې د زندان له ماتېدو سره، چې سلګونه بندي جنګیالي یې بیرته لیکو ته وروګرځېدل، به د طالبانو ځواک لا غښتلی شي.

طالبانو د تېرې دوشنبې په شپه د یو برید په پایله کې د غزني مرکزي زندان مات او ۴۵۰ تنه بندیان یې په خوندي ډول له زندان څخه وایستل.

د غزني چارواکو ویلي چې د تښتېدلو بندیانو په ډلې کې ۱۴۸ تنه بندیان «شدید» خطرناک وو.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

د دی ویدیو داونلود لینک ورسره پریږدی

Rahimullah
میلمه
Rahimullah

بندی مجرمین دقتل دزنا دبی ناموسی داختطاف اودلواطت به له خیره طالبان شی اونه پو هیژم خلکوته سه ورزده کوی؟ هه