هلمند: سیمه ایز پولیس 2 بهرني عسکر وژلي، 3 ټپيان دي

ana and us soldeirsنن ټکی آسیا: په هلمند ولایت کې سیمه ایز پولیس دوه تنه بهرني عسکر وژلي، او درې یې نور ټپيان کړي دي.

د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چي د بهرنیو ځواکونو په جوابي ډزو کې د سیمه ایز پولیس دغه عسکر هم وژل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چي د کوم هیواد عسکر به د سیمه ایز پولیس په ډزو وژل شوي وي، خو یو امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چي پيښه په هلمند ولایت کې را منځته شوې، کله چي بهرني او افغاني سرتیري د یو جنګي عملیاتو څخه بیرته د ستنیدو په حالت کې وه، چي افغاني سرتیري پر بهرنیانو ډزي وکړي.

باید وویل شي چي بهرنیانو تر اوسه 16000 زره د سیمه ایزو پولیسو په نامه یو مسلح ځواک جوړ کړی، تر څو د امریکایانو سره تر څنګ د طالبانو په ضد وجنګیږي.

ددې عسکرو د وژل کېدو په اعلان سره تر اوسه بهرنیانو روان کال په ورته پيښو کې چي د افغاني عسکرو له خوا تر سره شوي، خپل د 47 عسکرو وژل منلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د