نظــر

دسپیني ماڼي نوی استاځی او د افغانستان کړکیچ

لیکوال: بخت الرحمن بخت

تیره ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره دسپیني ماڼي خاص استاځي جریټ بلنک اسلام باد ته راغلی وو، نوموړي له دي څخه مخکي کابل ته تللی وو، اسلام باد کي دامریکي په سفارت کي دخبریالانو په وړاندي جریټ بلنګ وویل، زمونږ له لوري طالبانو ته د سولي او مذاکراتو لپاره وار وار وړاندیزونه شوي اوس خبره دوی پوري اړه لري چي څه وخت د افغانستان له حکومت سره مذاکرات پیل کوي او څرنګه یی پیل کوي.

د بلنک څخه پوښتنه وشوه چي د سولي لپاره به دمذاکراتو پروسه بیا کله پیل کیږي؟ نوموړي وویل څرنګه چي د طالبانو تر منځ دمشرتابه پر سرباندي جنجال پای ته ورسیږي سمدستي به مذاکرات پیل شي همدارنګه نوموړي زیاته کړه چي د مذاکراتو ځای او څرنګوالی هم په طالبانو پوري اړه لري او راتلونکو څو اونیو یا میاشتو کي به ښی پایلي ته ورسیږو.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان په کړکیچ کي ښکیل ټول اړخونه د مذاکرتو او خبرو اترو په ترڅ کي د یوي ښی پایلي لپاره هیله مند دی او باور لري چي د افغانستان کړکیچ یواځي د مذاکراتو او خبرو اترو له لاري حل کیدلای شي او په دي وروستیو کي د طالبانو او افغانستان حکومت تر منځ مري کي د سولي په اړه ناستي او مذاکراتو مونږ نور هم باوري کړي یو، دواړه اړخونه کولای شي روان کړکیچ ته دخبرو له لاري دپای ټکي کیښیږدي.

د روان کال د جولایی په میاشت کي چي په مري کي دطالبانو او افغانستان حکومت تر منځ مخامخ مذاکرات ترسره شوو، په سمیزه او نړیواله کچه یی ډیري هیلی او امیدونه راپورته کړو چي کیدای شي دافغانستان کړکیچ نور د خبرو له لاري حل شي، خو له مذاکرتو څخه سمدستي وروسته دطالبانو دمشر ملامحمد عمر دمړیني خبره راښکاره شوه او د طالبانو له لوري د مذاکراتو د پروسي د تعطیل او ځنډ اعلان وسو، او همدارنګه دطالبانو تر منځ د نوی امیر د ټاکلو پر سر څه ناڅه مخالفتونه هم راپورته شوو، چي تر ټولو مهم یی دطالبانو دپخواني مشر ملامحمد عمر دکورني د غړو ناراضیتوب او له نوي امیر سره دنه بیعت کولو مشکل وو.
دا چي تیره ورځ د طالبانو د پخواني امیر ملامحمد عمر کورني ( د نوموړي زوي مولوي محمد یعقوب او ورور یی ښاغلي ملا عبدالمنان هوتک) له نوي امیر سره بیعت وکړ، داسي ښکاري چي د طالبانو ترمنځ دمشرتابه په اړه اختلاف او کړکیچ نور پای ته رسیدلی او دپاکستان په بهرنیو چارو کي ددغه هیواد دلومړي وزیر مشاور ښاغلي سرتاج عزیز هم تیره ورځ په ډاګه کړه چي ډير ژر به دطالبانو او افغانستان تر منځ د سولي خبري پیل شي او همدارنګه سیمي ته د سپیني ماڼي نویي استاځي هم هیله ښودلی چي د طالبانو او افغانستان حکومت تر منځ به د سولي په اړه ډیر ژر خبري پیل شي، نوموړي زیاته کړه د افغانستان د کړکیچ په اړه د روسیی او چین په شمول ټول ښکیل اړخونه په یوه خوله دي او دغه هیواد کي روان ناورین ته د خبرو له لاري د حل په لټه کي دي.

له بله پلوه مونږ وینو چي طالبان په افغانستان کي ورځ په ورځ له حکومتي ځواکونو څخه سیمي نیسي د هلمند ولایت شمالي برخه چي په عسکري ډګر کي ډیر اهم ستراتیژیک حیثیت لري د طالبانو لاس ته لویدلي او همدارنګه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالي چیري چي د هلمند او کندهار لپاره د بریښنا د تولید مهم بند پروت دي هم د طالبانو لاس ته لویدونکي ده، دوي ورځي مخکي په غزني کي د دغه ولایت مرکزي زندان د طالبانو له لوري مات او ټول زندانیان یی خوشي کړو او همدارنګه د افغانستان په شمال ختیځ کي طالبان د حکومتي ځواکونو په وړاندی د پرمختګ په حال کي دي، حکومتي ځواکونه مورال بایللي ښکاري د افغانستان ولسمشر له څو ورځو راهیسي نادرکه دي نه کومه غونډه کي ښکاره شوی او نه هم د رسنیو په وړاندي ظاهر شوي دي داسي ګنګوسي دی چي ولسمشر مرګونی ناروغه دي.

دا چي افغانستان کي عسکري وضعیت د طالبانو په ګټه روان دي، د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر له وفات څخه وروسته د مشرتابه پر سر کړکیچ د مولوي محمد یعقوب او ملا عبد المنان هوتک په بیعت سره نور پای ته رسیدلي، سیمي ته د سپیني ماڼي نوي استاځي راغلي د مذاکراتو د پیل او څرنګوالي خبره یی طالبانو پوري تړلي ده او د پاکستان حکومت هم وار وار دا خبره کوي چي د مذاکرتو د پروسي ځنډ یواځي او یواځی د طالبانو ترمنځ د مشرتابه پرسر تر کړکیچ پوري معطله وه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل ډیر ژر به د طالبانو او افغانستان حکومت تر منځ د سولی خبري پیل شي.

د افغانستان ګاونډیانو او د افغانستان د کړکیچ ټول ښکیل اړخونه د روسیی او چین په شمول ټول هیوادونه د افغانستان د ناورین سوله ییز حل غواړي طالبانو ته په وار وار د دغو ښکیلو اړخونو له لوري د مذاکرتو بلنه ورکول شوی او د مذاکراتو په لاره کي یی د طالبانو هر قدم ستایلی، ورته یی ښه راغلاست ویلی.

همدا رنګه اوسني وضعیت هغه که د افغانستان په داخل کي وي او که د طالبانو تر منځ د اتحاد او یوالي خبره وي دواړي د طالبانو په ګټه رواني دي ایا طالبان به وکولای شی چي له دغه صورت الحال څخه په سیاسي ډګر کی هم ګټه واخلي او د افغانستان حکومت او دافغانستان په قضیه کي ښکیل اړخونه ديته اړباسي چي دطالبانو له لوري وضع شوي شرطونه ورباندي ومني، که څه هم په سیاسي ډګر کي به افغانستان کي روان عسکري وضعیت طالبان نورهم ښه وځلوي
خو فکر نکوم چي د افغانستان کړکیچ ته دي داسي ژر او بیړنۍ سوله ییز حل رامنځ ته شی لکه څرنګه چي یی دافغانستان ګاونډیان او دافغانستان په کړکیچ کې ښکیل اړخونه تعبیره وي، که څه هم د طالبانو اوسني مشر د پخواني مشر په پرتله نسبتا نرم مزاجه دي د افغانستان په قضیه کي د ښکیلو لوریو په اړه نرم دریځ لري، خو بیا هم دغه ښاغلی د افغانستان د قضیی د سوله ییز حل په لاره کي ننګوني او خنډونه لري.

اول په افغانستان کي دامریکایانو دائمي اډي ایا د طالبانو اوسنی مشر به دافغانستان له حکومت سره دامریکایانو دفوځي ځواک په شتون کي کوم سوله ییز حل قبول کړي.

۲: د افغانستان اوسنی اساسي قانون چي طالبانو یی سخت مخالفت کړي او د دغه قانون د تعدیل او ترمیم غوښتنه یی کړي، دسوله ییز حل په صورت کي به یی ورسره ومني؟

۳: ایا طالبان به وکولای شي چي د افغانستان په قضیه کي ټول ښکیل اړخونه بالخصوص چین او روسیه او ورسره د منځنی اسیا هیوادونه په اعتماد کي واخلي که بیا هم طالبان د افغانستان له حکومت سره دروان کړکیچ دحل په لاره کومي سوله ییز پایلي ته رسیږي هغه وخت کي طالبان له القاعدي سره کومه معامله کوي او برخورد به یی ورسره څه وي.

تر ټولو مهمه او د پام وړ خبره د القاعدي ده چی د طالبانو له نوي مشر سره یی بیعت کړي د طالبانو نوي مشر یی خپل مشر بللی د نوموړي پریکړو او فیصلو ته یی غاړه ایښي او د طالبانو مشرتابه د نوموړي د بیعت هر کلي کړي او لبیک یی ورته ویلی حال دا چي د القاعدي مشر ایمن الظواهري دنړي په ګوټ ګوټ کي پر خپلو پلویانو او عامو مسلمانو ځوانانو باندي ږغ کړي چي امریکایان او ملګري یی خپلو کورونو کي په نښه کړي.

څه فکر کوي د طالبانو نوی مشرتابه په افغانستان کي د امریکایانو په موجودګي کي له افغانستان حکومت سره کومي سوله ییزي پایلي ته ورسیږي د افغانستان اوسني اساسي قانون به ورسره ومني، کچیري دطالبانو نوي مشرتابه دافغانستان له حکومت سره دامریکایانو دفوځي اډو په موجودګي کي کومه دحل لپاره لټوی ورسره اوسني اساسي قانون مني.

ایا په دغه صورت کي به القاعده له طالبانو سره په بیعت کي پاته شي په داسي صورت الحال کي به القاعده دطالبانو دمشرتابه امرته غاړه کښیږدي؟

تر ټولو مهمه او دپام وړ خبره داده ایا القاعده چي اوس کوم بیانونه ورکوي امریکایانو اوغربیانو ته دهغوپه کورونه کي دننه ګواښونه کوي دنړیوالو په وړاندي دطالبانو هم دغه سیاست دي دغه ګواښونه ټول دطالبانو له نوي مشر سره له صلا مشوري وروسته ورکول کیږي او که پرخپل سر ایا طالبان او القاعده په ګلوبل یا نړیوال جهاد کي هم فکر او هم نظره دي که څنګه؟

کچیري طالبان دافغانستان له حکومت سره کوم سولیز حل ته رسیږي ایا په هغه وخت کي به القاعده له طالبانو سره په بیعت کي پاته وي دطالبانو دمشرتابه حکمونه او اوامرو ته به غاړه ږدي که څنګه؟

کچیري القاعده بیا هم ځان په طالبانو پوري تړلي ډله بولي خو خپل ګلوبل ( نړیوال جهاد) په مخ بیا یی دافغانستان حکومت او نړیوالي ټولني ته ګواښونه رامنځ ته کوي ، څه فکرکوي دغه صورت کي به طالبان بیا هم ظواهري خپل لاس لاندي قوماندان بولي که به دملا اغاجان معتصم په ډول ورپسي اعلان کوي چي ظواهري نور له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نه لري.

دطالبانو نوی مشر که څه هم ډير باحکمته او باتدبیره مشردي دطالبانو دپخواني مشر له وفات څخه وروسته یی څه دپاسه دوه کاله پوري یی دامارت چاري په ډیره ښه توګه په مخ بوتلي او همدارنګه دنوي مشر دټاکلو په پروسه کي یی له ستر او عظیم حکمت څخه کار واخیست خو پورته ټولي ننګوني او خنډونه یی په وړاندي پراته دي تمه کیږي چي سیاسي ډګر کي په خاص ډول دافغانستان قضیی ته دسولیز حل په لاره کي به هم داسي وځلیږي لکه څرنګه چي اوس په افغانستان کي نظامي ډګرکي ځلیدلي او دامارت دقیادت له خلا څخه وروسته یی دامارت دچارواکو لوي اکثریت پر ځان راټول کړی.

لیکنه بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x