نظــر

دشهیدانو اونۍ د چا له پاره

حاجي غلام محمد معصومي

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

د ۱۳۸۰ کال  د شروع څخه  دا ورځ د افغانستان  په بیلا  بیلو و لایتو کی د شهیدانو د اونۍ په   نامه  لمانځل کیږي ، خو دا سی ولایتو نه هم سته  چی دا ورځ ډیره   کمرنګه  لمانځی  او په  بعضی ولایتونو  کی بیا په دې ورځ د قران  کریم ختمونه کیږی خو دا سی  ولایتونه هم سته چی  هلته بیا خلګ د شهید د ورځی په نامه خپل سیاسی اهداف مخ  ته وړی  اوس خبره دا ده چی څوک شهید سو او شهید څه  غوښتل؟

هر یو افغان د دفاع په  خاطر د خپله کوره را وتلی او ددی وطن د ازادی د پاره یی شپه اوورځ په غرونو او دشتونو کی تیره کړی وه او س چی دا کس په دی فانی   نړی کی نسته  نور خلګ یی په داسی  الفاظو ستا ینه کوی چی که هغوی  هم ژوندی وای دا سی کارونه به یی نه وای غوښتی  که رشتیا در ته  ووایم دا ورخ د یوې  خاصي ډلي خلګو په خاطر  دولت عمومی رخصتی اعلان کړی ده  خو د شهید  ارمانونه نه دولت او نه هم خلګو پوره کړی دی  ددی په ځای چی د شهیدانو  قدر وسی پلویان یی

سپکا وی کوی په ښار کی یی لوی لوی عکسونه، د مسلح خلګو تک را تک او د شهید دورځی په خا طر په ښار کی ټکان  کول په حقیقت کی د شهید او شهیدانو روح نا ارمه کوی

هو هر افغان  هر چیری چی  وی  په  هرررژیم کی چی وی  د یوه خاص مقصد په خا طر  جنکیدلی ؤ  اوس سړی ته سوال پیدا کیږی  چی د ۱۳۵۷ کال د ثور میاشتی را هسی دا خلګ شهیدان نه وو که په نظام کی وو  هغه شهیدان وو دا نور بیا نه وو او که دا نور بیا وو د نظام دا نه وو؟

دلته ما ته هغه خبره را پیاد سوه، چی  پیغمبرر(ص) فرمايلي دي، چي که یو څوک د خدای د پاره جهاد وکړي خدای  یی اجر ور کوی او که د مال او دولت په خاطر را وتلی وی  الله یی مال زیاتوی که د ودونو په خاطر را وتلی وی الله(ج) په یی نکاح  ورډیري  کړي دالله په لاره کي  شهید سی  په وینو به یی دجنت حوری خالونه  وهی .

زه وایم اوس چی د سنبلی ۱۸ د شهید اونی په نامه هرکال لمانځل کيږي نو هرکال په همدغه ورځ  ولي وسله وال کسان په ښار کی عام خلګ  وژنی او زخمی کوی یی چی دا سږ کال د کابل په زړه  کی ۲ نفر  مړه او د ملی امنیت ۲ کار مندانو په شمول عام کسان زخمیان سول،  د یوه داکتر په وینا چی مسلح کسان ورغتون ته را غلل او ویل یی چی دا زخمی ژر را در مان  که اوژر یی روغ که داکتر وایی ما وویل چی دا کار زه نسم کولی چی ورسته یی دا کتر دونه وهلی و چی بی هوښه سوی ؤ.

په دغه ورځ داحمد شاه مسعود لنډغرو د کابل په ښار کی هغه غوبل  جوړ کړی ؤ چی نه امنیت  ملی نه ملی پولیس او ملی اردو څه  ور ته ويلای سوای.

که په کلی کی د پښتا نه څخه وسله ونیول سی  ترهګر دی او که د کابل په زړه کی یو څوک عام خلکوته مرګ ژوبله اړوي هغه دبیا قهر مان ملګری دی دلته نو عدا لت نه عملي کیږي، په دې اړه یوشاعر څه ښه ویلي دي( نور یی په کولو کی ښاغلی دی               زه یی په ویلو ګناه کار یمه)

د هغو ګمنامو شهیدانو د ارمانو په خاطر چی دوی په ډیره مینه د خپل وطن د دفاع او د ملی نوامیسو لپاره  خپل شیرین ژوند قر بانی کړی دی اوس یی څوک در وازه  لا نه ور خلاصوی او د یتمانو او کونډیانویانو له لاسه خو په بازار کی سړی تیریدلی نه سی.

دولت د هغورقهرمانانو  د فامیلونو سره څه وکړل او لادونه یی اوس څه کوی د ګونډی پر سر پوړنی چا واچوی  زهیره مورکۍ چا راضي کړه؟ چی نن بیا دا ناڅرګند جنګ ته خپل  بل بچی ور واستوی اي د موجوده نظام واکمنو  دا وطن په شعارونو او لمانځغونډو نه جوړیږی که د وطن اساسی غم ونه خوری  او ددی در په در ملت د راټولوود پاره سره را ټول نه سی  نوډیر  ژر دی چی موږپه هم ددی استخبا را تی کړیو لخوا سره ورک سو حکومت یی د مجاهدینو سره په جنګ واچوی  مجاهدین یی د طالبانو سره او طالبان یی د داعش سره  چی په دی کار سره مو نه د شهید ار مانو نه پور ه کړل نه مو خپل ولس خوشحاله کی او نه مو د الله  رضا پیدا کړل.

په هیواد کي د پردیو د لاسوهنو د له منځه تلو په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x