ټکنالوژي

ګوګل د نبي صلی الله علیه وسلم توهین امیزه فیلم د یوټیوب څخه نه لیري کوي

google youtubeنن ټکی آسیا: امریکايي شرکت ګوګل د امریکا د حکومت هغه غوښتنه رد کړې، چي په کښي ویل شوي چي باید ګوګل د نبي صلی الله علیه وسلم توهین امیزه فیلم د خپلي پاڼي یوټیوب څخه لیري کړي، تر څو نور د امریکا ضد غبرګون نه را وپاریږي.

خو ګوګل ویلي چي دوی یوازي په هند، انډونیزیا، مصر او لیبیا کې دغه فیلم د کتونکو لپاره بند کړی، ځکه چي په لومړی دو هیوادونو کې د هغه ځای محلي قانون دداسي فیلمونو اجازه نه ورکوي، او په مصر او لیبیا کې سیاسي حالت کړکیچن دي، او کیدای شي امریکايي اتباعو ته امنیتي ستونزي پيښي سي.

د ګوګل شرکت ویلي چي په فیلم کې ددوی د قوانینو په خلاف څه نسته، نو ځکه دوی پریکړه کړې، چي فیلم به نه لیري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x