شعـــــرونه

آزادی ته

{مسرور وازیخوا وال}

آزادی ته مو د سویو زړو دوا یی
آزادی ځلا ځلا سپینه بریښنا یې
آزادی یواری راشه زمونږ وطن ته
آزادی را باندی ګرانه له هر چایی

آزادی وافــغانانو ته جنت یی
آزادی ته مو د وینو په قیمت یی
آزادی ځکه دی غواړی مسلمان ټول
آزادی افغانو خویندو ته عزت یی
آزادی ته یتیمانو ته بابا یی

آزادی ازادونــکی د آذان یی
آزادی ته ماتونكی دزندان یی
آزادی له پاکه ربه داسی غواړو
آزادی چی ته خوره په هر مکان یی
آزادی د افغان خاوری ته رڼایی

آزادی ته مو بدله د قربانی یی
آزادی ته ورکیده دغمګینی یی
دکاغذ مخ ته ښائست دی ده بښلی
آزادی یی آزادی یی آزادی یی
ازادی ته دمسرور دشعر وینایی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x