دیني، سیرت او تاریخ

د قربانۍ څاروی د “فقهي” په رڼا کې

ليکنه او ټولونه : م . حمدالله دانشمند

بايد د قرباني څاروی له بدو عيبونو نه سالم (روغ ) وي، داهغه عيبونه دي، چې د وازدې ياغوښې د کمتوب لامل کېږې، يا کاملا د څاروي منفعت او ښايست له مينځه وړي .

د يادو شرطونو په بنسټ په لاندې ياد شوو څارويو اضحيه (قرباني) نه ده جائز (روا):

(۱) هغه څاروی چې ړوند وي . (۲) چې د يوې سترګې ديد يې بايللی وي . (۳) چې ژبه يې پرې شوې وي . (۴) چې د ژبې زياته برخه يې پرې شوې وي . (۵) چې پوزه يې پرې شوې وي . (۶) دواړه يا يو غوږ يې پرې شوی وي . (۷) چې دواړه يا يو غوږ يې (خلقة)پيدايښي نه وي . (۷) هغه چې د يوي غوږ ډيره برخه يې پرې شوې وي . (۸) هغه ګوډ چې د حلاليدو تر ځايه، پر خپلو پښو نشي تللای . (۹) چې د مخ يا د شا پښه يې يا پرې يا مور زاده نه وي . (۱۰) چې د تيانو سرونه يې يا پرې يا وچ شوې وي . (۱۱) چې «لم» يې پرې شوی وي يايې مور زاده نه وي . (۱۲) چې د “لم” زياته برخه يې پرې شوې وي . (۱۳) چې لکۍ يې پرې شوې يا يې پيدايښي نه وي . (۱۴) چې د لکۍ زياته برخه يې پرې شوي وي . دريمه برخه پرې يا له دريمې نه کم، د قرباني مانع نه ده، له دريمې برخې نه زياته پرې مانع جوړېږي، په دې فتوی هم ده . “هنديه” . (۱۵) چې بيماري يې کتونکي ته څرګنده وي . (۱۶) چې د هډونو ماغزه يې د ډنګر والي له امله ختم شوې وي . (۱۷) چې د علاج له امله يې شودې بندې شوې وي . (۱۸) چې قاذورات (ګندګي) خوري، بل څه نه خوري، ترڅو چې غوښه يې په تړلو حلاله شوې نه وي، اوښ (۴۰)، غويی (۲۰)، پسه (۱۰) ورځې بايد و تړل شي . (۱۹) چې وحشي وي، يا له وحشي مورنه زېږېدلی وي . (۲۰) نرښځی وي . (۲۱) هغه اوښ، غويی، ګاو مېښ، چې له دوو تيانو يې شودې نه راځي . (۲۲) هغه مږ، اوزه چې له يوي تي يې شودې نه راځي . ځينې نور څاروي هم شته چې د احنافو په کتابو کې يې يادونه نه ده شوې، البته دنورو مذاهبو کتابونو يې بيان کړي ، چې پکې له کاڼه، او ګونګي او… نه هم ياد ګيرنه شوې .

اوس به هغه عيبونو ته راشم، کوم چې څاروی له اضحيې (قرباني)نه، نه منعه کوي، هغه په لاندي ډول دي :

(۱)هغه څاروی، چې خلقة (پيدايښي) ښکر نه لري، داراز که يې ښکر مات شوي وي، خو چې د دماغ هډيې نه وي ښکاره شوی . (۲) چې سترګې يې کږې وي، خو ديد يې نه وي زيانمن شوی .
(۳) چې يو يا دواړه غوږونه يې کم وي . (۴) چې غوږونه يې څيرې وي، که څه هم څيرې والی يې تر دريمې برخې زيات وي . (۵) چې غوږونه يې سري وي، خو چې د سري کېدو له امله يې د غوږونو زياته برخه نه وي زيانمنه شوې . (۶) چې غوږ يې د بېخ له لوري څيرې شوی وي، پري شوی نه وي . (۷) چې غاښونه يې نه وي، البته څرول او خوراک به کولی شي ، کنه، بيا پرې نه ده روا . (۸) چې ليونی وي ، خو شرط دادی چې خوراک به کولای شي، ورنه، نه پرې کېږي . (۹) چې ګرګجن وي، خو چې چاغ وي . (۱۰) چې غوږونه يا بل اندام يې په اور داغل شوی وي،(۱۱) چې په غوږونو يې “سمه” ايښول شوې وي . (۱۲) خصي څاروی، ځکه دغړې کمتوب يې د وازدې او غوښې په زياتوب جبرانيدلای شي . (۱۴) چې د تناسل اله يې پرې شوې وي . (۱۵) چې وړۍ يې پرې شوې وي . (۱۶) چې ټوخی يې کېږي، په دې شرط چې بله ښکاره بيماري به نه لري . (۱۷) د ذبح پر مهال که ګوډ يا ړوند شي قرباني پرې کيدلای شي . (۱۸) چې غولانځه يې کمه وي خلقة (پيدايښي)، خو پرې شوې به نه وي . (۱۹) هغه پسه چې ژبه يې پيدايښي نه وي، باک نه لري، ځکه پسه خوراک په غاښونو کوي، غويی نه ده روا، ځکه هغه خوراک په ژبه کوي .
————
المأخذ: (الموسوعة الفقهية ۴ / ۸۳ – ۸۷، بدائع 5/ 75 – 76، وابن عابدين 5 / 212 – 214، التاتارخانية ۱۷ / ۴۲۵ – ۴۳۵،
هندية ۵ / ۲۹۷، المحيط البرهاني ۶ / ۹۲ – ۹۴ ) .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abddullah

ستاسو تبصره به د نشر تر مخه د مدیر له خوا وکتل شي.
اسلام علیکم
دانشمند وروره خفه نشی ۲۰۲۱ پیړی روانه ده که خپله مقالی عنوان مو (قربانی دفقی په رڼا کی) داسی لیکلی وای
دقربانی مثائیل د شریعت (قران او حدیث ) په رڼاکی دا به دیره ښکلی بریښیدلو………… او دوستانو به ډیرپه مینه سره لوست………. ځکه نن سبا هره مثله په قرآن او حدیث کی داسی راڅرګندی شوی لکه شین آسمان کی چی لمر وی…….مننه د پاملرنی نه مو.
ټولوته سلام ټولوته احترام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x