
فیسبوک د ډیس لایک بټن زیاتوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د فیسبوک موسس او مشر مارک زکربرګ وايي چې نېږدې وخت کې به په فیسبوک کې د لایک سره سره د ډیس لایک Dislike بټن وریاته کړي.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت د فیسبوک په مرکزي دفتر کې مارک زکربرګ د خلکو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې ددغې بټن په زیاتولو سره به خلک د یو بل سره همدردي ښکاره کوي.
هغه زیاته کړې چې فیسبوک به ډير نېږدې وخت ډیس لایک بټن زیاته کړي.
د یادونې وړ ده چې فیسبوک په ۲۰۰۹ ز کال کې د لایک بټن زیاته کړې وه او اوسمهال د فیسبوک فعالان وايي چې د لایک سره دې د ډیس لایک بټن هم ورزیاته شي.
د فیسبوک مشر ویلي چې له تېرو څو کلونو راهیسې خلک د ډیس لایک د بټنې د زیاتولو غوښتنه کوي.
هغه ویل تر ټولو عجیبه لا داده چې د ډیس لایک د بټنې زیاتول ډير ستونزمنه وه او دوی په دې ډير وخت کار کړی دی.
ده ویلي چې ډیس لایک به په داسې پوسټونو استعمالیږي چېرې چې د لایک بټن استعمالول مناسب نه وي. نوموړي په دې اړه د یو چا په کور کې د مړي کېدلو مثال ورکړی دی.
خو ځينو پوهانو ویلي چې د ډیس لایک بټنې څخه به ډیری وخت خلک د یو بل ټيټ ښودلو لپاره کار اخلي چې دا د خلکو لپاره یو بل سرخوږی جوړولای شي.