نظــر

په شوراب دداستشهادي عملیاتو ناویلي جزئیات

attack on british baseدشوراب په عملیاتو کې ۴۷ یرغلګرمړه ۳۴ ټپیان او ددښمن ۱۱ الوتکې له منځه تللي  ( قاري یوسف احمدي )

لیکنه : عبدالرؤف حکمت

دشوراب پوځي  قرارګاه

دهلمند دمرکز لشکرګاه په شمال لویدیځ کې  دواشیر او نادعلي ولسوالیو په مربوطاتو کې پرته دشوراب قرارګاه چې  بهرنیان یې  Camp Bastion بولي په افغانستان کې دبهرنیو یرغلګرو له  لویو او خورا مهمو اډو څخه شمیرل کیږي  .
دشوراب اډه په افغانستان کې  دبرتانویانو اساسي او مرکزي اډه ده ،

چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې تاسیس شوېده ، برتانویان وایي دا اډه له  دوهم نړیوال جنګ وروسته  له  برتانیې بهر ددوی ترټولو ستره جوړه شوې پوځي اډه ده ، چې  د ۲۸۰۰۰ سرتیرو او کارکوونکو داوسیدنې امکانات لري  ، او همداوس تقریبا ۱۶ زره بهرني او داخلي عسکر په کې اوسي  او روزانه ترې ۶۰۰  دالوتکو او چورلکو  پروازونه کیږي .
دشوراب پوځي اډه چې دچینوک او اپاچي چورلکو ، بوینګ الوتکو او بم غوروځوونکو مختلفو طیارو دالوت کرښې او پارکځایونه ، دغه راز پوځي هسپتال ، زندان ، او داوسیدونې پراخ کمپونه لري ، د لومړي او دوهم کمپ په نامه په دوو برخو ویشل شوې ده ، چې په دوهم نمبر کمپ کې یې زیاتره امریکایان ، ډنمارکیان دغه راز داستونیا او افغانستان دحکومت داردو سرتیري اوسیږي .
دبرتانیې پخواني ولسمشر ټوني بلېر د ۲۰۰۶ کال په نومبر کې ددې اډې دلیدنې په مهال دا اډه ( یوه فوق العاده دښته ) بللې وه ، ټوني بلیر چې دیوه برتانوي له دریځه هغه مهال لا دافغانستان له اقلیم سره نابلده  وو هغه وخت یې  په خورا غرور ویلي وو چې ( دیویشتمې پیړۍ سرنوشت به له دې دښتې څخه ټاکل کیږي ) خو دنوموړي له هغې لاپې شپږ کال وروسته  دبرتانیي  ددفاع وزیر فلیپ هامونډ  له همدې کمپ څخه دلیدنې په مهال اعلان وکړ ، چې برتانوي عسکربه  ډیر زر په یومخیز ډول له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او ۲۰۱۴ کال ته  به انتظار ونه کړي ، دهامونډ له دې اعلان په شمار څو ورځې وروسته  دبرتانویانو دا مهمه  اډه ده دمجاهدینو تریو داسې  تاکتیکي او اغیزمن برید لاندې راغله چې ښایي برتانویانو یې پخوا کله هم تصور نه وو کړی .
دشوراب په پوځي اډه فدایي عملیات
څو ورځې وړاندې دبرتانیې دشاهی کورنۍ دریم شخص شهزاده هاري افغانستان ته راغی ، ترڅو په هلمند کې خپل پوځي ماموریت  ترسره کړي ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه نوموړی  یو مهم پوځي هدف وباله او ویې ویل چې په ټولو امکاناتو به هڅه وکړي نوموړی له منځه یوسي .
دغه راز په دې وروستیو کې په امریکا کې پادري تیري جونز یو بوږنوونکی فلم خپور کړ ، چې داسلام دپیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم بي حرمتي په کې شوې وه ، طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره دامریکایي تبعه تیري جونز دا عمل په سختو ټکو وغانده ، او ګواښ یې وکړ چې ددې عمل انتقام به له امریکایي پوځ څخه واخلي .
دهمدې دواړو تعهداتو دترسره کولو لپاره دطالبانو لپاره ترټولو وړ هدف دشوراب  پوځي قرارګاه وه ، ځکه په دې اډه کې که له یوې خوا دنورو برتانوي عسکرو ترڅنګ شهزاده هري شتون درلود ، له بلې خوا په زرګونو امریکایي عسکر هم په کې میشت وو ، او طالبانو کولای شوای په یوه غشي  دوه مرغۍ ښکار کړي .
دهمدې لپاره  مجاهدینو وپتېیله  ترڅو په هلمند کې دیرغلګرو په دې سمبولیکه اډه مؤثر عملیات ترسره کړي .
دعملیاتو لپاره پنځلس تنو فدایي مجاهدینو امادګي وښوده محمد امین ، زاهد ، فتح خان دکندهار ، محمدهاشم عابد دغزني دګیلان ، نذیراحمد دکندهار دپنجوایي ، نوراحمد دکندهار دښار ، بشیراحمد دکندهار ، محمد دکندهار ، بلال دکندهار دارغنداب ، ابوذر دلوګر ، حمزه دلوګر ، عبدالقیوم دغزني دګیلان ، عبدالله دکندهار دژړۍ ، حمدالله دزابل ، عزت الله دزابل ، دې اتلو او دمحبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مینه مستو شازلمیو تیاري وښوده ، ترڅو په شوراب کې دپنډو کفارو په ستراتیژیکه اډه هجوم وروړي او یوځل بیا دخپل ایمان او همت ننداره ورته وښیي .
دفدایانو له جملې ۳ تنه په راکټ لانچرو مسلح وو چې له هریوه سره  ۱۱ دراکټ لانچر مرمۍ او توپانچې وې ، ۳ تنه نور  په ثقیل ماشیندار یاپیکا مسلح وو چې له هریوه سره دپیکا ۱۱ سوه مرمۍ او توپانچې وې ، پاتې نور په کلاشینکوفونو مسلح وو چې له هریوه سره ۷۰۰ مرمۍ او شپږ شپږ  لاسي بمونه وو ، په  دې سربیره له فدایانو یو ه اندازه  چاودیدونکي توکي ، او درانه ماینونه هم وو چې په مټ  یې په قرارګاه کې دننه سترې چاودنې رامنځته شوې  .
فدایان په دریو ګروپونو ویشل شوي وو ، دقرارګاه په ښي اړخ برید ته  د حضرت بلال ابن رباح ګروپ ګمارل شوی وو ، په منځنۍ برخه  دبرید لپاره دحضرت عمرفاروق ګروپ او په چپه خوا دبرید لپاره  دحضرت خالدبن ولید ګروپ  ګمارل شوی وو ، ددې برید تنظیموونکي مجاهدین داوس لپاره دا راز نه افشاء کوي چې فدایان  څرنګه وتوانیدل ، په داسې دښتي سیمه کې ددښمن له ټولو څارګرو وسائلو او ګزمو سره سره  ځان دیرغلګرو ترټولو مهمې قرارګاه ته ورسوي ، له ټولو خندقونو ، او جوالونو تیر شي اغزن سیمونه او جالونه وشلوي او مخامخ په  پوځي اهدافو بریدونه پيل کړي .
دشنبې په شپه پوره لس بجې وې چې فدایان پرته له کوم خنډ څخه خپلو اهدافو ته ورسیدل او په برتانوي او امریکایي  عسکرو یې بریدونه پیل کړل ، فدایانو دبرید له پيل وروسته په ټولو برخو کې په پوره  قوت جګړه پیل کړه ، دعمرفاروق استشهادي ګروپ دامریکایي پوځيانو داوسیدو په خیمو برید وکړ ، خیمې یې وسوزولې او دقرارګاه زړه ته یې ځان ورساوو ، د غه راز په نورو برخو کې هم فدایي اتلانو په پرلپسې ډول په امریکایي کمپونو ، تاسیساتو ، پوځيانو ، ناستو الوتکو ، چورلکو او پوځي ډیپوګانو باندې بریدونه وکړل ، مجاهدینو ددښمن دتیلو ذخیره وویشته چې نن ترغرمې پورې لمبې پورته کیدلې ، دغه راز مجاهدینو ددښمن ګڼ تاسیسات په بمونو والوزول او ناستې الوتکې او چورلکې یې په درنو وسلو په نښه کړي ، دبرید یوتنظیموونکی مجاهد وایي ، د شپې ناوخته یې لیدل چې دهډې دننه تقریباله یو کیلومتر مربع ساحې څخه ، داورلمبې ، لوګي او دچاودنو غږونه پورته کیدل ، برید ماښام لس بجې پیل او سهار ترشپږو بجو یې اته ساعته دوام وکړ ،  دمجاهدینو داطلاعاتو له مخې دبرید په وړاندې دبهرنیو سرتیرو عکس العمل خورا پڅ او ګډوډ وو ، دوی له یوه داسې برید سره مخامخ وو چې هیڅ اماده ګې یې ورته نه درلوده ، له بلې خوا دشپې تیارې  له دوی څخه دبرید ددفاع او ځان ساتنې فرصت اخیستی وو ، دسهار تر شپږو بجو پورې  دتودې جګړې په ترڅ کې دښمن ته له سختو تلفاتو اړولووروسته  ټول مجاهدین په شهادت ورسیدل ، او دښمن دخپلو تلفاتو په نقل او پټولو پیل وکړ ، دطالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي  الاماره ویب پاڼې ته وویل ، چې د وروستیو دقیقو معلوماتو له مخې په دې ستر برید کې لږترلږه ۴۷ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي چې دوه تنه یې لوړپوړې پوځي افسران دي  ۳۴ بهرني سرتیري ټپیان شوي دي او ۱۱ بیلابلې الوتکې او څرخکې یې یا کاملا سوزول شوې او یا سختې تخریب شوي دي ، دغه راز ددښمن دتیلو ذخیرې او نورو پوځي تجهیزاتو ته هم سخت زیان اوښتی ، دقاري محمد یوسف  احمدي په قول په عملیات کې ۱۵ واړه فدایان هم په شهادت رسیدلي ( انا لله واناالیه راجعون )
سره له دې چې دبرید تلفات خورا ستر او له پټیدو وتلي وو خوبیا هم دښمن په مطبوعاتي برخه کې دتل غوندې هڅه وکړه ، برید سطحي وښيي ، دښمن یوازې  دڅو تنو سرتیرووژ ل کیدل تایید کړل او ویې ویل چې دنورو ځاني او مالي تلفاتو په اړه په پلټنه بوخت دي ، خو داډې نورو کارکوونکو بیا دنوم نه اخیستو په شرط رسنیو ته دتیلو دذخیرې  له منځه تګ او دڅو چورلکو سوزیدل تایید کړي دغه راز یي ویلي ، چې بهرنیو عسکرو او کارکوونکو ته هم دروند زیان اوښتی  .

دبرید په اړه څرګندونې
 دشوراب برید په خوست کې دسالیرنو په امریکایي اډه ترکامیابو عملیاتو وروسته دیرغلګرو په یوه ستره او کلیدي اډه دمجاهدینو دوهم مهم برید وو ، چې دښمن ته یې سخت تلفات واړول ، دبرید په اړه په مطبوعاتو کې مختلفې څرګندونې راغلي دي او دا برید یې له بیلابیلو اړخونو څیړلی دی .
دشوراب دبرید په اړه دشنبې په سهاردطالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي په لومړنۍ خبرپاڼه کې وویل (تیره شپه دهلمند ولایت  دګرشک ولسوالي د شوراب هوايي ډګر ته داسلامي امارت دالفاروق په لسهاووفدایان چي په سپکو او درنو وسلو سبمبال وو په ډیر عالي مورال دپرمخ تللیو تاکتیکونو نه په استفاده ونوموړي بیس ته چي دافغانستان په جنوب کي تر ټولو ستره اډه ده چي دامریکا او انګلستان دجنګیالیوتر څنګ دنوروهیوادونو عسکر هم او سیږي اودانګلستان  شاهزاده هري هم پکي اوسیږي ننوتل او له ورکړل شوو کردیناتو سره سم یې هر ګروف خپل عملیات پیل کړل اوپه ډیر لنډ وخت کي یې په لسهاوو خارجي عسکر ووژل او ګڼ شمیر اپاچي ،شینوک او جیټ الوتکې اوپوځي ګاډي یې له منځه یووړل
دبیس په مختلیفو برخوکي داورلمبې پورته کیږي چي دکندهار هرات دلویې لارې پر سر تلونکي مسافر یې دپورته شوولوګيو ننداره کوي باید یادونه وکړو چي نوموړی تندریز عملیات په امریکا کې دپخش شوی فلم چي دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دتوهین په اړه خپور شوی ووپه انتقام کي تر سره شول او داسلامي امارت قهرمان مجاهدین لاهم ددې هوډلري چي دهیواد په مختلفو برخوکي خارجي اشغالګر تر کارنده او ځپونکو بریدونو لاندي ونیسي )
له بلې خوا دامریکا یوې مشهورې ورځپانې ( وال سټریټ ژورنال ) چې  دنړۍ  په حاکمه طبقه کې دبلې هرې ورځپاڼې په نسبت ډير کتونکي لري لیکلي دي ، چې طالبانو ددې بریدپه ترسره کولو سره په حقیقت کې له امریکا څخه غچ واخیست ، دوی دې ته اشاره کړې چې طالبانو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې دامریکا لخوا دتوهین آمیز فلم دخپرولو غچ به  اخلي ، چې دادی هماغه عهد یې پرځای کړی ، دغه راز ددې ورځپاڼې په باور طالبانو دبرتانوي شهزاده  دراتګ په اړه خپله کړې خبره هم پرځای کړه چې ویل یې نوموړی به هدف وګرځوو .
په کابل کې دبي بي سي خبریال جنتن بېل دشوراب حمله بې سارې او هیښوونکې بللې ، ځکه دنوموړي په باور دا اډه دبرتانوي ځواکونوترټولو قوي او له امنیتي اړخه محفوظ مرکز دی ، چې دبرتانوي دفاع وزیر ترسفر لږه  موده وروسته ورباندې  داسې ډراماتیکه حمله کیږي .
بي بي سي په یوه بل تحلیل کې ویلي دا خورا نادره ده ، چې طالبانو هغه ټول امنیتي حصارونه او په پرمختللي تکنالوجۍ سمبال امنیتي خنډونه مات کړل او مخامخ یې په برتانویانو حمله وکړه .
( یو وروستی خبر وایي چې نن ماښام ۷ بجې یوځل بیا دشوراب پوځي اډه په سکر بیس میزایلو ویشتل شوی دی چې داډې دننه یوځل بیا داور لوخړې پورته کیږي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x