
ځېنې عجیب و غریب نړیوال ریکارډونه – انځوریز راپور
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۲۵مه ۱۳۹۴ل): «ګینز بک آف ورلډ ریکارډ» هغه کتاب دی چې هر کال په کې نوي نړیوال ریکارډونه ثبتیږي، ددې کتاب ډيری برخې يې ډير خندوونکي وي.
په دغه کتاب کې د نړۍ عجیب و غریب شیان ثبتیږي، هغه د نړۍ ټيټ او لوړ کس وي، پهلوان او وچ نری کس وي، وړوکی او غټ قلم وي، وړې او غټې پښې وي، دغه کتاب يې له ځان سره هر کال ثبتوي.
ګینز بک آف ورلډ ریکارډ د ۲۰۱۶ خپرونه راغلې چې د تېرو کلونو په پرتله ستر او ښه ښکاري.
له دغه کتابه مو ځېنې نوادر خوښ کړي چې ستاسو مخې ته یې ږدو، هیله ده چې د خوښۍ وړ مو وګرځي:
تر ټولو غټې پښې
۲۰ کلن جیسن اورلینډو روډر ګیوز د وینزویلا اوسیدونکی دی، هغه هم د خپلو اوږدو او غټو پښو په درلودلو سره توانیدلی چې خپل نوم په ګینز بک آف ورلډ ریکارډ ۲۰۱۶ خپرونه کې ثبت کړي. جیسن یو فوټ او ۴ انچه پښې لري چې د درستې نړۍ ژوندیو انسانانو کې د هېچا دومره غټې پښې نشته دی، د جیسن د پښو اندازه او میچ ۲۶ دی. دغو پښو ته جیسن فرمایشي څپلۍ او بوټونه جوړوي.
تر ټولو ډیر غاښونه
۲۷ کلن وجی کمار د هندوستان د بنګلور ښار اوسیدونکی دی. نوموړی د عامو انسانانو په پرتله د ۳۲ غاښونو پر ځای ۳۷ غاښونه لري او د همدې ۵ زیاتو غاښونو په برکت يې ریکارډ جوړ کړی او په دغه کتاب کې یې خپل نوم ثبت کړی دی.
دنګ او لوړ ښځه و میړه (جوړه)
۳۳ کلن منګ منګ او د هغه ۲۹کلنه مېرمنه ژویان د نړۍ تر ټولو لوړ او دنګه جوړه ده. منګ منګ قد ۷ فوټه او ۹ انچه دی او مېرمن يې بیا ۶ فوټه او ۲ انچه ده او له همدې کبله دوی دواړه ښځه او مېړه په نړۍ کې تر ټولو دنګه جوړه بلل کیږي.
تر ټولو ستر قلم
د هند په نظام اباد سیمه کې ۵۶ کلن اچاریه مکیونری سري نواس د نړۍ تر ټولو ستر قلم تیار کړی دی، دغه قلم اوږدوالی ۱۸ فوټه دی او د پورته کولو لپاره یې لږ تر لږه ۴ کسانو ته اړتیا ده.
فټبالر سپی
دغه عکس کې لیدونکی سپي نهه کلن دی او په د جاپان په ټوکیو ښار کې یې په یوې دقیقه کې ۱۴ ځل د فټبال بال نیولی دی او له همدې کبله ددې سپي نوم هم په یاد کتاب کې ثبت شوی دی.
غټ ښکرونه
دغه غوايي په نړۍ کې تر ټولو د سترو ښکرونو ریکارډ خپل کړی دی. یاد غوايي بګ ریډ ۹۰۷ نومیږي او د امریکا په ټکساس ایالت کې څري.
د لاس و پښو ډیرې ګوتې
۲۸ کلن دیوینډر شتر د پښو او لاسونو ۱۴ ګوتې لري. هغه د هندوستان د ګجرات ایالت اوسیدونکی دی او د ډيرو ګوتو په درلودلو یې نړیوال ریکارډ خپل کړی دی.
تر ټولو اوږده نوکان
۶۲ کلن شردر چلال چې په ۱۹۵۲ کې نوکان پرې کړي بیا يې ګوتې نه دي وروړي. د هغه د نوکان اوس ۹۰۹.۶ سینټی میټر ته رسیدلي. د هغه تر ټولو اوږد نوک تقریبا د هغه د قد اندازې ته رسیږي.