
د ټاکنو کميسیون د پارلماني ټاکنو نېټه تعینوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۲۵مه ۱۳۹۴ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشر تر موافقې وروسته به په څو ورځو کې د پارلماني ټاکنو نېټه تعین کړي.
د اساسي قانون سره سم پارلماني ټاکنې باید د روان کال په پسرلي کې ترسره شوې وې خو د ګډ حکومت د خپلمنځي لانجو او د څوکیو پر سر شخړو له کبله ټاکنې وځنډېدلې او داسې بريښي چې ښايي ټاکنې را روان کال ته ترسره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال عبدالرحمن هوتک دغه موضوع تر هغه وروسته اعلان کړه چې ولسمشر اشرف غني د ټاکنیزو اصلاحاتو له کمېسیونه وغوښتل چې د پارلماني انتخاباتو لپاره نېټه تعین کړي.
خو هوتک بیا ویلي چې ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره د ټاکنو له خپلواک کميسیون څخه غوښتي چې د پارلماني ټاکنو، نوم ثبتونې او کمپاینونو لپاره نېټې وټاکي.
هغه زیاته کړې چې د ټاکنو کميسیون د اشرف غني سره تر لیدنې او د حکومت تر موافقې وروسته د ټاکنو نېټه اعلانوي.
د هوتک په وینا د ټاکنو خپلواک کميسیون تر دې وړاندې درې ځل د پارلماني ټاکنو او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره نېټې تعین کړې وې خو چا ونه منلې.
د ټاکنو د کمېسیون مرستیال له قوله د روان کال د ثور په دوهمه، بیا د ثور ۱۸مه ۱۳۹۵ او بیا ۲۷ سنبله ۱۳۹۵ نېټه د پارلماني ټاکنو لپاره حکومت ته وړاندې شوه خو د بودېجې او د امنیت د نشتون له کبله د حکومت لخوا رد شوه.