شهید او شهادت (شپږ دېرشمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم

کله کله له سړي سره پوښتنه پیدا شي چې په قبر کې نه پوښتل خو څه لویه خبره نه ده، که د چا ایمان برابر  او ټينګ وي، که پوښتنه ترې وشي او که نه، څه پروا یې نشته، ګرانه خو د هغه چا لپاره ده چې د ایمان له کمزورۍ اوسستوالي سره مخ وي. شهید چې دومره لویه قرباني ور کوي، تر خپل سر تېرېږي، ښکاره خبره ده چې په قبر کې پوښتل او نه پوښتل به ډېر اغېز پرې ونه لري، نو بیا ولې دا د شهید له ځانګړو پېرزوینو څخه ګڼل کېږي؟

دوه خبرې دي:

لومړی: د پوښتلو او آزموینې هسې تش نوم یو لوی هیبت او رعب لري، ټول وینو  کله چې د آزموینې او پوښتلو خبره را منځ ته شي، که یو چا هر څو ښه تیاری نیولی وي، ښه درس یې ویلی وي، په غیر شعوري ډول د آزموینې له نوم څخه یرېږي، یو څوک که هر څو پوه، پیاوړی او ښاغلی وي، خو کله چې له آزموینې څخه معاف شي، آزموینه ترې وانخیستل شي، خورا زیات خوښېږي، او نور خلک هم دا د هغه لپاره یو ویاړ او امتیاز ګڼي.

دا په دنیا کې، څه فکر کېږي چې په آخرت کې که یو څوک له آزموینې معاف کېږي، پوښتنې او ګروېږنې نه ترې کېږي، او هغه هم په داسې یو ځای کې چې هلته بل هېڅوک نه وي، یوازې خپله شخص او دوه ملکې، او په داسې یو تنګ ځای کې چې ایله سړی پښې پکې غځولی او په ډېر تکلیف په یو او بل اړخ کېدی شي.
دوهم:  قبر د آخرت لومړی او برخلیک ټاکونکی پړاو دی، له همدې ځایه د نورو راتلونکو حالاتو درک لګي، که یو څوک په قبر کې کامیاب شي، په قبر کې ونازول شي، دا ددې نښه ده چې مخې ته به ستونزې او کړاوونه نه وي.

په دې اړه داسې یو حدیث شریف راغلی: (عَنْ هَانِئٍ مَوْلَى عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانٍ , قَالَ : ”  كَانَ عُثْمَانُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ إِذَا وَقَفَ عَلَى قَبْرٍ بَكَى حَتَّى يَبُلَّ لِحْيَتَهُ , قَالَ فَقِيلَ لَهُ : تَذْكُرُ الْجَنَّةَ وَالنَّارَ وَلا تَبْكِي ، وَتَبْكِي مِنْ هَذَا ؟ فَقَالَ : إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , قَالَ: الْقَبْرُ أَوَّلُ مَنْزِلٍ مِنْ مَنَازِلِ الآخِرَةِ , فَإِنْ نَجَا مِنْهُ فَمَا بَعْدَهُ أَيْسَرُ مِنْهُ ، وَإِنْ لَمْ يَنْجُ مِنْهُ فَمَا بَعْدَهُ أَشَدَّ مِنْهُ , وَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَا رَأَيْتُ مَنْظَرًا إِلا وَالْقَبْرُ أَفْظَعُ مِنْه ) [1]

ژباړه: د حضرت عثمان بن عفان رضي الله له غلام هانئ څخه روایت دی، وايي: حضرت عثمان رضی الله عنه به چې کله په قبر ودرېد داسې به یې وژړل چې ږیره به یې لنده شوه! وايي چا ورته ویل: جنت او دوزخ یادوې خو ژاړې نه، او له دې ( قبر ) نه ژاړې؟ ده ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: قبر د آخرت د پړاوونو لومړی پړاو دی، که څوک له دې څخه وژغورل شول، وروسته پړاوونه ( د قیامت ورځ، د اعمالو دتللو لپاره درېدل، په پل الصراط تېرېدل، جنت او دوزخ ) یې له دې ډېر آسانه دي، او که له دې څخه ونه ژغورل شول، نو وروسته یې له دې ډېر سخت دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ما هېڅ بد او ناوړه ځای نه دی لیدلی، مګر  دا چې قبر  له هغه نه خورا بد او ناوړه دی.

په داسې یو حالت کې چې څوک په قبر کې ونازول شي، ښه او نرم چلن ور سره وشي، له سختیو وژغورل شي، څه وړه خبره ده؟  د پورتني مبارک حدیث شریف له مخې په قبر کې کامیابي په حقیقت کې د وروستیو پړاوونو کامیابي ده.

ددنیا معمول هم همداسې دی، کله چې یو کس کوم نوي ځای ته لاړ شي، له لومړي سره درک ورته لګي چې وروسته به څه ډول چلن ور سره کېږي، که یې په لومړي سر کې ښه او تود هر کلی وشي، پوهېږي چې له دې وروسته به تر دې هم له ښه چلن سره مخ کېږي. او په همدې وخت کې یې زړه ډاډه او خوشحالېږي.

او که په لومړي سر کې له یو چا سره ښه چلن ونه شي، سوړ او پیکه هرکلی یې وشي، معنی یې دا وي چې له دې وروسته خبره تر دې هم بې خونده او خرابه ده؛ له همدې کبله یو څوک چې غواړي د میلمه ښه عزت وکړي، ښه یې ونازوي، نو له لومړي سره ښه او ګرم ترتیبات ورته نیسي. او که خبره بل ډول وي، بیا یې له سره ترتیبات پیکه او بې خونده وي.

م. محمد نعیم

نور بیا…

[1] – سنن الترمذي. باب القبر أول منازل الآخرة. سنن ابن ماجه. باب ذکر القبر والبلی. مسند الإمام أحمد. مسند عثمان بن عفان رضی الله عنه

——-

ددې لیکني ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د