افغانستان

ملګرو ملتونو ته د اجراییه رييس د تلو پرېکړه له لانجو وروسته شوې

له دوو ورځو چنو وهلو وروسته پرېکړه شوې چې ملګرو ملتونو کې به اجراییه رييس وینا کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ د ملي امنیت شورا په ناسته کې په ډاګه کړه چې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې چې د تلې پر درېیمه ترسره کېږي، د افغانستان استازیتوب به د ګډ حکومت د اجراییه رييس، عبدالله عبدالله کوي. ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي و چې ولسمشر ځکه نیویارک ته سفر نه شي کولای، چې ډاکټرانو ورته د اوږده سفر اجازه نه ده ورکړې. داسې ښکاري چې د ولسمشر روغتیايي وضعیت د ډېر ډاډ وړ نه دی. د ولسمشر غني روغتیا هم د سیاسي کړیو ترمنځ د اندېښنې پر مسئلې بدله شوې ده.

مګر د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې د عبدالله عبدالله ګډون د ګډ حکومت د نورو چارو په څېر له لانجو او ټکر خالي نه و. په سر کې پرېکړه شوې وه چې له افغانستان څخه به د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني او د ملي امنیت شورا سلاکار، حنیف اتمر ګډون کوي. په ګډ حکومت کې د واک په وېش کې د بهرنیو چارو وزیر، اجراییه رييس ته او د ملي امنیت سلاکار ولسمشر ته وفادار دي. پرېکړه شوې وه چې د وینا متن به حنیف اتمر لولي. خو اجراییه رييس له دې وړاندیز سره مخالفت کړی و.

د ۸صبح ورځپاڼې له راپور سره سم، اجراییه رييس ټینګار کړی و چې که ولسمشر ګډون نه کوي، دی د هېواد بالقوه لومړی وزیر په توګه حق لري چې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د ارګ ځینو چارواکیو اندېښنه لرله چې اجراییه رييس به د ملګرو ملتونو سټېج د ځان په ګټه وکاروي. خو له بلې خوا اجراییه رييس هم اندېښنه لرله چې که دی ولاړ نه شي، ښايي ارګ د ملګرو ملتونو سټېج د ځان په ګټه وکاروي. د ولسمشر او اجراییه رييس ترمنځ بې باوري دومره ژوره وه، چې دوه ورځې پر دې لانجه وشوه چې څوک به وینا کوي.

یو حل لار دا وه چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازیتوب د وینا پر متن به د ګډ حکومت ټول شریک اړخونه هوکړه کوي؛ خو بې اعتمادي دومره ژوره وه چې دې حل لارې کار ورنه کړای شو.

۸صبح ورځپاڼه ادعا کوي چې یوې سرچینې ورته په ډاګه کړې چې ولسمشر او اجراييه رييس له دوو ورځو چنو وروسته ونه توانېدل چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازي پلاوي هوکړې ته ورسېږي.

ورځپاڼه لیکي، چې په کابل کې غربي ډيپلوماتانو د شخړې د حل هڅې پیل کړې. وروسته له ډېرو هڅو، د غربي هېوادونو ډیپلوماتان توانېدلي چې ولسمشر قانع کړي، چې د افغانستان په استازیتوب اجراییه رييس په ملګرو ملتونو کې وینا وکړي. په دې راپور کې دا نه ده څرګنده شوې چې د کومو غربي هېوادونو ډیپلوماتانو د منځګړیتوب چاره پر مخ بېولې ده. خو داسې ښکاري چې په کابل کې د امریکا سفیر د ګډ حکومت دا ستونزه حل کړې ده. تېر کال هم، د اوسني ولسمشر او اجراییه ترمنځ، ټاکنیز کنګل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري مات کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Saed ezat kamran

سلامونہ اونیکی ھیلی می ومنی..

نعمان منلی

دروغ مه وایاست
دواړه مشران دوه ورځې وخت نلري چې چنې ووهي

عزیزاحمد لعلی

نن ورځپانه د پاکستان دولت ته کارکوی ، او ډیر بی ځای رپورټونه خپروی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x