لاس انجلس ټایمز: دشوراب په برید کې 6 جنګي جیت او دوه نورې طیارې تباه شوي دي

امریکایي ورځپاڼې لاس انجلس ټایمزپه خپله نننۍ ګڼه کې دشوراب دفدایي عملیاتو په اړه راپور خپور کړی او ویلي یي دي چې دطالبانو په دې ستر برید کې دایساف 6  جیټ او دوه نورې عادي طیارې له منځه تللي دي ، دغه راز دې ورځپاڼې منلې چې  په یاد برید کې دناټو 3  دپیټرولو ذخیرې له منځه سوزیدلي او د طیاره 6  پارک ځایونه هم ویجاړ شوي دي .

له بلې خوا یوې بلې امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په خپله انټرنیټ پاڼه دشوراب  دبرید په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی ، چې په یوه برخه کې دناټو دیوه قومندان له قوله ویلي ، چې دتېرې ورځې په برید کې دناټو الوتکو ته دروندزیان اوښتی .

د ورځپاڼې دراپور له مخې دایساف یوه پوځي مقام  هیګن میسرویلي چې په برید کې دناټو پنځه الوتکې له منځه تللې او دریونورو ته  زیان اوښتی .

داپه داسې حال کې ده چې دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي تیره ورځ ویلي وو چې په دې برید کې یې دناټو ۱۱ الوتکې او چورلکې له منځه وړي دي .

دایساف ځواکونه معمولا دداسې سترو حملو په تعقیب خپل تلفات په یوځلي نه اعلانوي ، په خوست کې دامریکا په ستره اډه سالیرنو باندې له برید وروسته  لومړی ایساف هیڅ تلفات نه منل ، خو وروسته  یې ومنله ، چې په برید کې ترسلو ډیر امریکایي سریتري ټپيان او یوشمیر وژل شوي دي .

دشوراب دبرید په اړه هم داسې ښکاري چې ایساف ته رسیدلي تلفات ورو ورورابربنډیږي .

بشپړ راپور دلته کتلی شئ

 http://online.wsj.com/article/SB10000872396390444517304577653474068522602.html

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د