افغانستان

غور: د حدودو جاري کوونکی قاضي پولیسو نیولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د غور ولایت پولیسو د ابتدايې محکمې رییس چې څه موده وړاندې يې په یوه هلک او انجلۍ د زنا حد جاري کړی و، د رشوت اخېستلو په تور نیولی دی.

د غور د ملي امنیت رییس ویلي چې مولوي عطا محمد فاروقي له یوې کورنۍ ۳۰ افغانۍ رشوت اخېستی دی.

هغه زیاته کړې چې ددغې مسئلې د څېړلو لپاره د سترې محکمې هیئت غور ته راغلی و او تر هغه وروسته چې په نوموړي د رشوت اخېستلو تور ثابت شو، نن سهار ونیول شو.

د غور امنیه قومندان غلام مصطفی محسني هم تایید کړې چې عطا محمد فاروقي پولیسو نیولی او اوس هم له دوی سره بندي دی.

نوموړي ۲۰ ورځې وړاندې په یوې ښځې او سړي د زنا د جرم تر ثابتېدو وروسته شرعي حد جاري کړی و.

داسې اندېښنې شته دی چې نوموړی دې د شرعي حدودو تر جاري کولو وروسته د ځینو کړیو لخوا ورته دسیسه جوړه شوې وي.

د افغانستان محاکم د نورو ادارو سره سره په فساد ککړې دي خو تر دې دمه پولیسو ډير کم کسان د فساد په تور نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
sahibgan

جزاك الله

الحاج استاذ بیانزی

زه سل په سلو کی باور لرم چه هغه د هماغه حدودو په عملی کولو نیول شوی هغه حدود به اسلامی نظام کی دی او په افغانستان کی او س د دموکراسی نظام دی دموکراسی کی نکاج کومه معنی نه لری او که کیږی هغه هم باید د دموکراسی له مخی وی . دا چه د دموکراسی نظام یو قاضی د اسلامی نظام په حدودو فیصلی کوی ښکاره خبره ده چه د دموکراسی له قوانینو یی سرغړونه کړی ، داچه زمونږ ټول اولس مسلمانان دی او مسلمانان اسلامی نظام غواړی نو دوی نه غواړی چه هغه قاضی په هماغه تور… نور لوستل »

امین درمان

مولوي عطا محمد فاروقي له یوې کورنۍ ۳۰ افغانۍ رشوت اخېستی دی.

امین درمان

مولوي عطا محمد فاروقي له یوې کورنۍ ۳۰ افغانۍ رشوت اخېستی دی.؟؟؟

محمد

۳۰ افغانۍ رشوت خو ما کله هم نه اورېدلی! نه پوهېږم چې دولت ته د اسلام په ضد بانې هم نه جوړېږي. ډېر يې په ډول ډول بهانو ونيول او نورې بهانې ختمې شوې.
نو خامخا به د ۳۰ افغانيو د رشوت بهانه ورته کوی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x