د شپږو افغاني عسکرو په ډزو د ناټو څلور نور بهرني عسکر وژل شوي دي

American soldier June242010Kandaharنن ټکی آسیا: د ایساف مطبوعاتي دفتر وايي چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د افغاني عسکر په ډزو ددوی څلور تنه نور بهرني عسکر ووژل شول.

تیره ورځ هم دوه برتانوي عسکر د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د سیمه ایز پولیس له خوا وژل شوي وه، او دوه نور ټپيان شوي وه.

ایساف تر اوسه د پيښي په اړه نور جزئیات نه دي څرګند کړي، او نه یې د برید ګر د برخلیک په اړه څه ډول تفصیلات ورکړي، خو زیاته کړي چي دوی د پيښي تحقیقات پيل کړي.

د زابل ولایت یوه امنیتي چارواکي د رسنیو خبریالانو ته ویلي چي پيښه په زابل کي شوې، او زیاته کړې، چي پر بهرنیانو شپږو تنو افغاني پولیسو پر یوه ځای په ګډه برید وکړ، چي د هغو څخه یو کس ووژل شو، او نور پنځه په تیښته بریالي شول.

ګمان کیږي چي وژل شوي عسکر به ټول امریکايی فوځیان وي.

باید وویل شي چي په امریکا کې د نبي صلی الله علیه وسلم د توهین امیزه فیلم د نشر وروسته دا دوهم برید دی چي د افغاني عسکر له خوا پر بهرنیانو سرتیرو تر سره کیږي.

باید وویل شي چي د بهرنیانو په اعتراف په ورته بریدونو کې د بهرنیانو د وژنو شمېر 51 تنو ته ورسید، چي 16 یې یوازي په تیره میاشت کي وژل شوي وه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په خپل لیږل شوي پيغام کي ویلي چي پيښه تیره شپه د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ په مرکز کې د مراڼو په سیمه کې را منځته کي هغه وخت را منځته شوه، کله چي اوه تنه افغاني پولیسو د خپل اسلامي او افغاني احساس له مخي پر بهرنیو عسکرو ډزي وکړي، او نیژدې نیم ساعت یې جګړه ورسره وکړه، چي په ترڅ کې اوه تنه بهرني عسکر ووژل شول.

قاري یوسف ویلي چي دغه عسکر د پيښي وروسته د طالبانو سره یو ځای شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د