نظــر

دزندان ماتېدو حق الیقین ته ورسولم

لیکوال: عاجز حبیبي

هغه د زده کړو دوره وه چي دتفسیر استاد په ټولګي کي دغه ایت راته ویلی وو چي ( وَالذِینَ جَاهَدُوا فِینَا لَنَهدِیَنّهُم سُبُلَنَا) ژ: هغه څوک چي زموږ په لاره کي ( داسلام خپرولواو…… ) کوشش کوي نوخامخا به موږ هغوی ته لارښوونه وکړو( یعني دبریالیتوب له لارو او رازونو به حجابونه ورته لري کړو)

دغه په ونه دنګ سپین ژیري دتفسیر په اوږدو کي راته دا هم ویلي وو چي انبیاؤ ته لار ښوونه په وحی سره، او اولیاؤ ته په الهام او فراست سره کېږي .

مابه هغه مهال ځوان سوچ دالهامي مرستي منښتي ته اړ کړی وي ،یانه ؛البته داخبره مي دخیال برخي مازغو کي داسي ونښتله چي دهري اعجوبې په لیدو به حس مشترک ته راکوزېدله او په دې به ژور سوچ ته مجبورېدم چي دا خوبه هغه «لَنَهدِیَنهُم سُبلنَا » نه وي ؟!.

د سپتمبرپه ۱۳ مه ، دلمر څرک مهال مي په دې موخه دکمپیوتر دچالان تڼۍ کېکاږله چي درسي خوني ته ترتلو له مخه دهغه ملګري بېګانی ایمیل ځواب کړم چي د اختريزو رخصتیو په اړه یې پوښتلی وم .

زه خبر نه وم چي بل چاته دځواب ورکولو په وعده وفابه دومره لوی اجر لري چي له برکته به یې زما دکلونو زړه پوښتنه ځوابېږي .
یونا څاپه مي له اروا په سوچ را پرېوته چي ځه ، یوځلي به رسنیو ته هم سر ورښکاره کړم! له همدې سره مي دیوې پاڼې نښان کلیک کړ او پاڼه هم بې له ځنډه داسي په سکرین راویړه شوه لکه یوڅوک چي له چا دمیني خپلولو ته وخاندي .

همدغه لحظه مي د عاجل خبر تر سرلیک لاندي په دې جملو سترګي خښي شوې چي : دغزني مرکزي زندان مات او تر ۴۰۰ زیات بندیان خوشي شول .

اه! همدالومړۍ ساه مي ترهغه په سینه کي ونیوله ترڅو مي دا جملې ۳ ځله دخیال او نظر ترمنځ یووړې او راوړلې . په دوهمه ساه مي دژوند په غږ ولوستې چي دغه اواز راباندي ملګري لکه په بنجاري دکلي ماشومان راټول کړل. په همدغه تلوسه کي راکوزشوم اودغو پوښتنوته ورکړل شوي ځوابونه مي هم ژر ــ‎ ژر ولوستل چي : برید څنګه پیل شو؟ پلان یې څنګه جوړ شوی وو؟

له زندانه څومره اوڅوک را ووتل ؟ دچارواکو غبرګون څه وو؟ اونور …. چي له دې سره وړ په وړ سوچونو د اوږدې حیرانۍ لورته په مخه کړم .

ماچي یواځي یونیم کال وړاندي نوموړی زندان ، امنیتي کمر بند،پېچلی موقعیت ، په دقت څارنه ، دفاعي غونډ اونور … لیدلي وو ؛نو دامنل راته ډیر ګران وو چي یو وخت به دا دروازې هم پرانستلي کېږي، بندیان به لکه دمظلوم له خولې اسويلي ساړه ساړه وزي، شپه به لکه دمور په شان دځورېدلیو خلاصون ته په هغو دمهربانۍ لمن غوړوي، دښارپه زړه کي به دکلیوالوپاچاهانوشپه کېږي چي ظالم راونيسي اومظلوم ازادکړي ، مورکۍ به لا دتهجدوپه دعا ناسته وي چي بچی به یې ور رسېږي ،خړپړطالب به د نړیوال استکبار اوغلام مفتکر په پلان او تدبیر رشخند وهي،په لسګونو ګمارلي عسکربه لکه دچونګښو په شان له ډاره ځانونه پټوي ، او نړیوالو ته به دورځي لومړی خبر دومره له زوره ډک وي چي په غوږو خو به یې اوري ؛ مګرنه به یې شرمندګي پټولای شي، نه به یې مثل وړاندي کولای شي اونه به یې د عقل او زور غېږه پرې رسېږي .

دځوریدلیو پرهرته دټکور داپېښه په داسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندي دبلواکي ادارې لومړی مرستیال شمال ته دټول وژني لپاره لاړ او دناموس لوټني تر بې شمېره جرائمو وروسته بالاخره بې نتېجې کابل ته ستون شو اوبله غاړه د جهادي صف لوري ته داسلامي امارت دپخواني مشر دزوی او ورور درسمي بیعت په اعلان سره د دوی هغه هیلي هم شنډي شوې چي ګواکي دطالبانو په لیکو کي بیلتون به دوی خپل هدف ته ورسوي .

په قندهار پسې دغزني دزندان ماتېدوته به کېدای شي هرڅوک له خپل ـ خپل فني لید لوري وګوري،سیاستوال به یې اوس اوراتلونکی څېړي،پوځي کار پوهان به په نیمګړتیاوو اولاملونوپسي ګرزي، مجاهدین به یې هدف ته رسېدل، د یووالي ډاګیزول اود جګړئیزي تنوع تر څنګ دښمن ته ټکان بولي، دکابل اداره به يې دڅېړني لپاره کمیسیونونه ټا کي او جورنالستان به پرې دڅوورځو لپاره شخوند ووهي؛ مګر ماته یې په دې پاک ارشاد حق الیقین او د زړه اطمنان راکړ چي : وَالّذِينَ جَاهَدُوا فِینَا لَنَهدِیَنّهُمْ سُبُلَنَا .
رښتیا هم الله ﷻکمزوري ته د زورور دماتولو لاري چاري ور وښوولې ،پر مختللی تخنیک یې په الهامي تکتیک سره فلج کړ  او دهغي چاري په تر سره کولو یې لاس بري کړل چي تر اوسه به خلکو ویل یواځي پېریان یې کولای شي اوبس .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
SHAAN

ته خو د همدی اداری ټوک ته ناست یی او د امریکا په پیسو او ډالرو باندی مست تعلیم کوی نمک حرامه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x