نظــر

د سیاسي فعالیت اړتیا

لیکوال: نورمحمد غفوری

بشری ټولنه په لویو واحدونو ویشل شوې چې ځانګړی هیوادونه جوړوی. هر هیواد یو ځانګړی سیاسي، اقتصادي او جغرافیایي واحد دی چې د اوسیدونکو ګټې او زیانونه یې شریک دي. د هیواد په داخل کې د هرې ټولنیزې ډلې کړه وړه په نورو باندې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول اغیزه کوي. څرنګه چې د ټولنې هر وګړی د نورو د فعالیتونو څخه متأثره کیږي، نو د هغو په وړاندې بې تفاوته پاته کیدل او منفي یا مثبت بدلون نه ښودل د خپل ځان او ټول هیواد د ګټو په وړاندې بیغوري ده. د خپل ژوند د چاپیریال او د ټول هیواد د چارو په سمون کې برخه اخیستل د انسان د لوړ شخصیت او د ټولنیز- سیاسی شعور د پخوالی علامې دي. noor_mohammad_ghafuri

د ټولنې په پرمختګ، بدلون او سمون کې هر څوک کولای شي چې د مختلفو لارو برخه واخلي. په اقتصادی ډګر کې بوخت کسان د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا له لارې د خلکو د ژوندانه د سطحې په لوړوالي کې خولې تویوي. ځینی نور بیا د ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو په واسطه د خپل چاپیریال او ټول هیواد د چارو په سمون کې زیار باسي. خو د ټولنی د اصلاح او ترقۍ له پاره د سیاست په ډګر کې هلی ځلې تر ټولو نورو اغیزمنې دي، ځکه چې همدا سیاست او سیاسي فعالیت دی چې د اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو له پاره اساسي چوکاټ، قانوني زمینه او په محلي، ملي او نړیواله کچه د اقتصادي او ټولنیزو کلتوري چارو د سیالۍ او راکړې ورکړې ډَوَلْ ټاکی.

که په هیواد کې سیاسی بهیرونه د راسیستی مفکورو او قومی اصالتونو پر بنسټ روان وي، هیواد به د نفاق، بی امنیو، بد بختیو او ان د تجزیې خواته بیایي. په داسې حال کې یوازې اقتصادي او فرهنګي فعالیتونه د هیواد د سلامتیا، ثبات او پرمختګ له پاره ضمانت نه شي کولای. خو که د سیاست په سرکې داسې اراده، فکر او ځواک موجود وي چې د ټول هیواد عامې ملي ګټې تر قومي، ګروپي او شخصي ګټو غوره وبولي، کولای شي چې اقتصادي او فرهنګي بهیرونه په هیواد کې د ترقۍ، ملی یووالي او ټولنیز عدالت د رامنځته کولو په لوری وخوځوي. له دې کبله په سیاسی فعالیتونو کې د هغو کسانو عملی ګډون ډیر اړین دی چې د خلکو د هوساینی او د هیواد د سمسورتیا هیلی یې په زړونو کې څپې وهي.

د هر هیواد وګړي د اقتصادي، کلتوري، جنسیتي، دیني، سیمه ایزو، ژبنیو اړیکو او نورو معیارونو پر بنسټ پر مختلفو ګروپو او کتګوریو ویشل کیږي. دا د ملت لویې او کوچنۍ ډلې د هیواد په دننه په ټاکلي اقتصادي – سیاسي نظام کې یو له بله بیلې ګټې لري. د کار په ټولنیز ویش او د هیواد د مادي نعمتونو او معنوي شتمنیو څخه د ګټې پورته کولو امکان یې هم یو له بله بیل دی. د ځینو کتګوریو ګروپي ګټې کیدای شي چې په ټاکلو شرایطو او معینو حالاتو کې د نورو ګروپونو او یا عامو ملي ګټو سره په ټکر کې شي او یا دا چې د ځینوکړیو ګروپی ګټې بیا د یو شمیر نورو ګروپونو سره شریکې او د عامو ملی ګټو په چوکاټ کې جوړې وي. د دموکراتیک نظام په چوکاټ کې هر چا او هرې ټولنیزې ډلې ته د آزاد فعالیت او آزاد رقابت شرایط برابریږي. په سیاسي ډګر کې د یوې او یابلې ټولنیزې ډلې د ګټو ساتندویان د هغو له استازو څخه جوړ شوي سیاسی سازمانونه او ګوندونه دی چې په سوله ایز او آزاد ډول له نورو سره د ولس د زړونو او مغزونو په تسخیر او پخپله خوا را اړولو کې آزاده سیالي کوي.

څرګنده ده چې که د هر ټولنیز ګروپ سیاسي سازمان غښتلی وي، د سیاسي سیالیو په ډګر کې به بریالیتوب د هغو وي.
زموږ په هیواد کې هم د افغانانو تر منځ ډول ډول ټولنیز ګروپونه او قشرونه شته، چې ځینې یې په اوسنۍ پیچلې وضعه کې د همدې ناوړه حالاتو په دوام کې خپلې ګټې ویني. دوی خپل ځانونه د جګړو، قتل او قتال او وروروژنې له لارې دولتی چوکیو ته رسولي، د نړیوالو مرستو د چور او چپاول له برکته د دنګو دنګو بلډنګونو څښتنان شوي، د عامه شتمنیو د ورانولو او د ولس د غربت په قیمت ېې ځانونه د بانکونو او خارجي ملکیتونو څښتنان ګرزولي، د مافیایی فعالیتونو او له خارجی استخباراتو سره د تړون په واسطه یې ځانونه د خلکو په اوږو سپاره کړی، د شر او فساد له لارې یې په ولس کې نفاق اچولی، دولتي مځکې او د بیت المال نورې شتمنۍ یې لوټ کړې او د وسلو او پیسو په زور یې ولس برمته نیولی او په جهل کې ساتلي دی. همدا قشر د سیاسي، اقتصادي، اداري او مالي فساد سرچینه دي. د شر او فساد، جنګ او جګړو، بې قانونۍ او ګډوډۍ په موجودیت کې د همدې قشر ګټې نغښتې دي او د همدې وضعیت دوام د دوی د زړه غوښتنه ده.

د دولتی چوکیو انحصار همدې ګروپ د وسلو او پیسو په زور پخپل لاس کې نیولی. د ولس د ارادې، رایو، غوښتنو او پریکړو تبارز ته موقع نه ورکوي او که په استثنایي ډول د ولس د ارادې د ښکاریدو کومه موقع هم برابره شي، همدا زورواکي یې هیڅ په پام کې نه نیسي او د ولس د پریکړو په عوض بیا هم خپله شخصی او ګروپی اراده او اغراض په ملت ور تپي. دا پنځلس کاله کیږی چې ددې ګروپ اړوندانو د ډول ډول مانورو له لارې د ملت په پښتورګو ګونډې وهلې دي. په هیواد کې د ملي سیاسی شعور د کچې ټیټوالي، د بیسوادۍ د سطحې لوړوالي، د خارجې استخباراتو سره ددې ګروپ د غړو تړون، خارجی لاسوهنو او داسې نورو عواملو د ملي سیاسي لویو او سراسری سیاسي جوړښتونو د جوړولو مخه نیولې او د شر او فساد د تسلط له پاره یې زمینه برابره کړې ده.

ددې کوچنۍ ډلې په وړاندې زموږ د ویاړمن ولس هغه لوی اکثریت قرار لري چې په جنګ او جګړو، بې قانونۍ او فساد، قومي شخړو او مافیایي حرکتونو کې یې سر او مال ته زیان اوړي. د شخصی ظرفیتونو او استعدادونو د روزلو او څرګندولو او د وطن د سمسورتیا په لارکې د هغو د کارولو امکان نه ورکول کیږي، خپل او د کورنیو امنیت یې ډاډمن نه دی او په روان حالت کې عامې ملي او وطني ګټې هم په خطر کې ویني. دا د ولس غوڅ اکثریت چې بې پیسو او بې وسلو دی، له منظم او ځواکمن سیاسي حرکت او تشکُل څخه هم بې برخې دی. د دوی له بې نظمۍ، احتیاج او غریبۍ د قومونو هغه ټیکه دار تاجران ناوړه ګټه پورته کوی، چې د همدې قومونو په خولو او وینو یې د ځانونو له پاره په لوړه سطحه ژوندونه جوړ کړي او د موټرو قطارونه او د ګارډانو پلتنې یې خلکو ته د زور، بې رحمۍ، قساوت او فساد ښکارندوی دي. همدا حالات د وطن ټول وطنپال زامن او لوڼې دې ته رابولي چې باید د سیاست ډګر ته را ودانګي او د خپلو شخصي، ګروپي او ملي ګټو د دفاع له پاره په منظمو سیاسی سازمانونو کې ځانونه تنظیم کړي.

زموږ د هیواد ډیره بدبختي په دې کې ده چې د تیرو پنځلسو کالونو راهیسې داسې کسانو د دموکراتیک نظام د جوړولو لارښوونه په غاړه اخیستې چې په ټول تیر تاریخ کې یې له دموکراسۍ سره کرکه او دښمنی لرله. نه له تیوریکی لحاظه په دموکراسۍ پوهیږي، نه د ایدیولوژیک لحاظه د هغو منلو ته چمتو دي، نه یې په کوم دموکراتیک نظام کې عملی تجربه زده کړی او نه یې د دموکراسۍ په پلی کیدو کې شخصي او ګروپي ګټې ساتل کیږي. د دوی د ناپوهۍ، عملی تجربو نشتوالی او د دموکراسۍ د عمدي سپکولو په خاطر، ولس له دې رژیم او په پایله کې له داسې دموکراسۍ بیزاره دی.

څرنګه چې نن په افغانستان کې تر زیاتې اندازې د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسی فعالیتونو د سیالۍ موقع شته، نو ټولو ملي، وطنپالو او دموکراتو ځواکونو ته لازمه ده چې له دې موقع څخه اعظمی ګټه پورته کړي؛ د سوله ایزې، قانوني او دموکراتیکی مبارزې له لارې د ولس د خدمتګار دولت په رامنځته کولو او د شر او فساد د عاملانو په پیژندلو او له واکه غورځولو کې کار او پیکار وکړي.

په پای کې د « هالګر بُرنر» دآلمان دسوسیال دموکرات جنبش سیاست پوه دا خبره را نقلوم چې زما ډیره خوښیږی او وايي چې « هغه څوک چې سیاست نه کوی، سیاست به ورباندې کيږی.» نو که موږ ځانونه له سیاسته ګوښه کړو، نور به پر موږ سیاست کوی او د ځان غوره مدني حق او واک به مو په سمه رضا خپلو مخالفینو ته سپارلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x