دیني، سیرت او تاریخ

له محمد رسول الله(صلی الله علیه وسلم) سره مینه – شپږمه برخه

 راټولونه او ژباړنه: م. حمدالله (دانشمند)

 په تېره برخه کې د نسیبي(رضی الله عنها) ځینو اتلولیو ته کتنه وشوه، چې یواځې د “احد” په غزوه کې یې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دفاع په خاطر (۱۳) ټپونه په تن و خوړل . ام عماره (نسیبه) رضی الله عنها د خپلې اتلولۍ کیسه کوي، فرمایې: د احد په ورځ مې لیدل، چې خلکو له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه موخه واړوله، یواځې څو کسان، چې شمېر یې لسو ته رسېده، د جنګ په میدان پاتې شول . زه او دوه زامن او مېړه مې له نبي علیه السلام نه دفاع او حمایت کوو.

خلکو دشکست (ماتې) له امله په له هغه علیه السلام نه لاره بدله کړه . نبي علیه السلام زه و لیدم، چې ترس(ډال) را سره نشته، یو سړی یې د تېښتې پر مهال ولېد، چې ډال ورسره دی، ورته ویلې: ” الق ترسک الی من یقاتل” ژباړه: اې د ډال څښتنه! خپل ډال د مقاومت څښتنانو ته ورکړه. هغه سمدستي خپل ډال را و غورزاوه، ور و خوځېدم، ډال مي را واخیست، په مټ مې له نبي علیه السلام نه دفاع پیل کړه.

دښمن د اسانو د سپرو په مرسته زیان واړاوه، که دوی زموږ په څېر پیاده وای، سخته ماتیې به مو ورکړې وه – انشاء الله. یو سړی مخامخ په آس سور راغلی، د توري واری یې را باندي وکړ، د ډال په نیولو مې ځان ترې و ژغورل، توري یې کوم اغېز و نه کړ، کله یې چې د تېښتې هڅه وکړه، نو آس مې په لینګې وواهه، دی پر شا ولوېد! . نبي علیه السلام مبارک په لوړ اواز غږ وکړ: ” یا ابن عمارة اُمّک اُمّک” ژباړه: اې د عماره زویه! د خپلې مور مرسته وکړه! .

وایې: زوی مې مرستې ته را و دانګل، تر څو چې مو هغه د مرګ کندي ته کش کړ! . د یادې اتلې زوی(عبد الله) رضی الله عنه فرمایې: زه زخمي شوم، په کيڼ مټ مي ټپ و خوړ، یو سړي، چې د خورما ډډ ته ورته وو، را باند وار وکړ، خو ځنډ یې و نکړ، سمدستي رانه روان شو، وینه مو نه درېده. نبي علیه السلام راته و فرمایل: ” اعصب جرحک” زخم پټۍ کړه! . سمدستي مي مورکۍ راغله، پټئ ور سره وې، چې د زخمیانو زخمونه به یې پرې رغول، زخم یې را پټۍ کړ، نبي علیه السلام مبارک ولاړ دی، راته ګوري . مورکۍ راته کړه: زویکیه! ولاړ شه له کفري لښکر سره مقاومت وکړه! .

نبي علیه السلام مبارک (چې د مور، پلار او زامنو حالت له نږدې څاري) و فرمایل : ” و من یطیق ما تطیقین یا اُمَّ عمّاَرة” ژباړه: څوک دومره طاقت لري، لکه ته، اې ام عمارې! . نوموړې بهادره مېرمن وایې: هغه سړی مخامخ راغلی، چې ځما زوی یې زخمي کړی وو . نبي علیه السلام راته فرمایې: ” هذا ضارب ابنک” دا ستا د زوی وهونکی دی! . نوموړې وایې: په بیړه ور و خوځېدم، په لینګې مي وواهه، په ګونډو مي کړ!.

وایې : فرأيتُ النبي يبتسم حتى رأيتُ نواجذه، وقال : “استقدتِ أخذتِ ثأركِ يا أم عمارة” ژباړه: نبي علیه السلام وینم، خاندي، تردې چې “نواجذ” غاښونه یې ښکاره شول، ویلې : قصاص دي واخیست، بدله دې واخیسته، اې ام عمارې! . تر هغه مو (یاد کافر) په تورو واهه، چې روح یې والووت . ياد راوي(عبد الله بن زید) رضی الله عنها روایت کوي، په یوه برخه کې یې راغلي: نبي علیه السلام مبارک زما د مورکۍ هغه پرهار ته کتل، چې په اوږه یې خوړلی وو، ویلې:” د خپلې مور مرسته وکړه!، د خپلې مور مرسته وکړه!، ټپ ور پټۍ کړه! . الله پاک دي ستاسو په کور کې برکت واچوي! . ستا د مور مقام غوره دی تر فلاني او فلاني . الله پاک دي ستاسو په کور مهرباني او لورینه وکړي! . ستا د پلندر مقام غوره دی تر فلاني او فلاني · الله پاک دي ستاسو په کور مهرباني او لورینه وکړي! “. یادې اتلې مور نبي علیه السلام ته وویل: الله پاک نه و غواړه، اې د الله پاک رسوله!، چې موږ له تا سره په جنت کې ملګري کړي .

هغه علیه السلام و فرمایل: ” اللهم اجعلهم رفقائي في الجنة” ژباړه: اې الله دوی راسره په جنت کې ملګري و ګرزوه. نوموړې مور وویل: اوس نو د دنیا په کړاوونو او ناخوالو پروا نه کوم. نبي علیه السلام یې په یو بل روایت کې داسي مقام ستایلی (ما ألتفت يميناً ولا شمالا يوم أحد إلا وجدت نسيبة بنت كعب تقاتل دوني). ژباړه: ښي او کیڼ پلو ته به چې مي مخ اړاوه هرو مرو به هغالته “نسیبه” (بنت کعب) له مانه په دفاع بوخته وه . د یادې صحابیې یو زوی (حبیب) مسیلمة الکذاب ملعون ټوټې ټوټې کړ . نوموړې قسم کړی وو، چې د خپل زوی غچ به اخلي، الله پاک یې ارمان تر سره کړ، ځکه ورور (عبدالله) یې د یمامه په ورځ انتقام (غچ) واخیست، د وحشي بن حرب رضی الله عنه په ملتیا یې هغه لعین وواژه، د خپلې مور ینه یې پرې یخه کړه د هغه ملعون په جامه یې خپله توره پاکه کړه، د یادې مور- چې دا مهال (۶۰) کلنه وه- هم په نوموړې ورځ لاس غوڅ شو(۱۱)زخمونه یې له لاس نه پرته پر تن وخواړه . (المأخذ: طبقات الکبری ۸/ ۳۰۴، سیر أعلام النبلاء ۲/ ۲۷۸، الاعلام للزرکلی ۸/ ۱۹، وغیرهم من کتب السیر.

د داسي مور پر غیرت دي افرین وي، چې په سختو شیبو کې یې له محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم او دهغه له دین نه دفاع، په ځان او زامنو وکړه، نه یې پرهر پرهر جسد د کفارو په وړاندي غښتلی هوډ مات کړ، او نه یې د زوی په وینو لت پت ګلابي څېرې په قوي مرال کوم اغېز وکړ، په یاد حالت یې بیا هم د نبي علیه السلام مبارک د خوندي پاتې کېدو په موخه د کفارو مقاومت ته هڅوې، له داسې مینې نه ځار، چې د محبوب د میني خوند د تن په پرهرو کې اخلي! . رضی الله عنهاو عنهم اجمعین.

د میني لړۍ دوام لري … .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x