نظــر

د امریکا په پټو او خصوصی اهدافو لاسته راوړلو کی یوه باور لرونکی اداره

U.S Special Operations Command

U.S Special Operations Command
(SOCOM)

دا د لمر په شان څرګند او ښکاره حقیقت دی چی امریکا د نړی په مهمو مسایلو کی مداخله کوونکی هیواد دی. د نړی په بیلا بیلو  شخړه کی  بلواسطه او یا هم بلاواسطه منافقت امیزه رول لوبوی . خو څومره هم چی دوی په نړیوالومسایلو کی مداخله کوونکی رول لوبوی هغومره یی په نړیواله سطحه خپل موقف ته زیان هم رسولی لکه څرنګه چی اوس تاسو ګوری .

د امریکا د عادی فوځ سره یو بله اداره یا ګروپ SOCOM کار کوونکی ده. یوه لیسزه وړانډی دغه فوځ 80% په منځنی ختیځ کی موجود وه خو متصل د 9/11 د واقعی سره د نړی په 75 هیوادونو کی یی خپلی وحشی پښی وغځولی ، اوس وخت کی د نړی په 120 هیوادونو کی فزیکی حضور لری .

 دSOCOM  د غړو تعداد (اداری او فوځی ) 66000 ته رسیږی چی دا تعداد د  2001 کال په پرتله دوه برابره دی .

د دی اداری په بودیجه کی هم ترفع لیدل کیږی یعنی لومړی 4.2 ارب ډالره او اوس 10.5 ارب ډالره بودیجه لری .

نوموړی فوځ سره لدی چی په افغانستان او عراق کی موجود خو اکثره په هغه هیوادونو کی چی هلته خپلمنځنی شخړی وی لکه اوس صومالیه ، یمن ، سوډان ، لیبیا ، پاکستان … هیوادونو کی د دی فوځ صلاحیت لا ډیر دی تر څو دغه هیوادونه په خپل منځنی شخړو کی سره بوخت او مصروف وساتی او دوی پکی خپل اهداف په اسانی سره تر لاسه کړی .نوموړی فوځ په عصری او نوو وسلو سمبال فوځ دی.

دا هماغه فوځ دی کوم چی اسامه بن لادن یی په پاکستان کی شهید کړ، دا هماغه فوځ دی چی د منځنی افریقا د جوزف کونی په لټون کی یی مرکزی رول لوبولی او دا هماغه فوځ دی چی د یمن ملی فوځ ته د القاعده په نیولو کی خاص ټریننګونه ورکوی .
او باما د “VETERAN Day” یعنی د پخوانیو فوځیانو د ورځی د لمانځلو په مناسبت داسی وویل :    
“The tide of war is receding” یعنی زمونږ جنګ نور په ختمیدو دی ؛ خو د پردی تر شاه یو بله معما ده هغه دا چی امریکا غواړی په هر هیواد کی په شکل د اشکالو سره خپل فوځ ته ځای پیدا کړی. راځی دا موضوع نوره هم وغزوه د امریکا Militarism یا فوځیت چی څومره د جمهوریت غوښتونکو په وخت کی په نورو هیوادونو کی خپلی پښی غزولی د امریکا په تاریخ کی مثال نشته . د دی ګروپ مشر”ایډمرل ولیم میک ریون“ دا آرزو لری چی په ټولو هیوادونو کی دا فوځ خپور او دی فوځ ته د لا ډیرو اختیاراتو غوښتونکی ده.

نوموړی زیاتوی چی دا فوځ باید هغو هیوادونو ته ولیږدول شی په کومو کی چی دوی موجود او هم هغو هیوادونو ته ولیږدول شی چی هلته موجود نه وه .
نوموړی زیاتوی د نړی په هر ګوټ کی د SOCOM د موجودیت فایده به داوی کوم خطرات چی د نړی په هر ګوډ کی د امریکا فایدو ته ګوته په ماشا وی هغو ته به  ډیر په اسانی او ډیر ژر غاښ ماتونکی ځواب وایل کیږی .
نوموړی اداره یو بل مهم وزر هم لری

(JSOC) Joint Special Operations Command چی دی کی دوی بحری ځواک هم لری چی د نړی په مختلفو هیوادونو کی د SOCOM همکاره ده . SOCOM په عراق کی په شخصی کالیو کی ګرځی راګری ظاهرا خو دوی داسی وایی چی مونږ د عراق څخه خپل فوځ باسلی خو د پردی ترشاه داسی وویل کیږی چی د 2014 څخه وروسته به هم تقریبا 9000 نوموړی فوځ په شخصی کالیو کی کار کوی .

د رپوټونو په اساس SOCOM  په افغانستان او عراق کی د انسانی حقوقو په پیمال کی یو نړیوال شهرت ګټلی په  بی ځایه بمباری ، په پټو بندی خانو کی د بندییانو سره ظلم او د شپی په چاپو خصوصا په افغانستان کی د عوامو په زړونو کی یو نفرت پیدا کړی .د تیرو لسو کلو په دوران کی د افغانستان او عراق جنګ 80% SOCOM سره یو ځای کړ او نور هم یو موټی کیدل غواړی یوه بله جالبه خبره امریکا غواړی چی دی فوځ ته “Global Strike Force” یعنی د یو نړیوال خطراتو په مقابل کی د ونډه اخستلو فوځ درجه ورکړی .دا فوځ بغیر د اوباما څخه بل چا ته جواب ورکوونکی هم نده یعنی که د C.I.A استخباراتی اداری ته وګورو نو دا اداره یو چاته ځواب ورکوونکی ده خو SOCOM یی برعکس ده نو ځکه خو یی هم په وحشت  پښی خرلی . دا ګروپ په 1987 کال کی مینځ ته راغلی  خو د دی ګروپ مینځ ته راتګ  عامل د 1980 کال واقعه ده هغه داسی کله چی په ایران کی 8 امریکایی پرسونل د ایران لخوا ونیول شول او بیا یی مړه کړه  د امریکا د هغه وخت فوځی ګروپونو پدی ونه توانیدل چی د خپلو امریکایی پرسونل ژوند  وژغوری نو د دی لپاره چی په آینده کی د دا رقم واقعاتو مخنوی په صحیح شکل وشی دی فوځ ته ضرورت پیدا او ایجاد کړی شو. د نوموړی ګروپ اساسی هدف د دوی په اصطلاح دهشتګر او خطرناک مجریمین پیدا کول  ژوندی او یا هم مړه نیول دی . کله هم د دوی په اصطلاح چی اسامه بن لادن د دی فوځ لخوا مړ شو نو د دی فوځ اهمیت نور هم زیات شو او  ورځ په ورځ ورته بودیجه زیاتیدونکی ده نو همدا وجهه ده چی د نوموړی ګروپ مشر دی ګروپ ته د زیاتو اخیتاراتو غوښتونکی (تر څو په ټولو هیوادونو کی ورته د ورتګ اجازه ورکړی) ده. که چیری د دی ګروپ مشر غوښتنه قبوله شی نو دا به یوه دوکه وی نړی ته ځکه یوی خوا ته امریکا د فوځ د ویستلو خبری کوی او بلی خوا په هیوادونو کی د مداخلی اجازی غواړی یعنی SOCOM په هیوادونو کی په شخصی کالیو کی ځای په ځای کول غواړی  ځکه اوس دا فوځ د عادی فوځیانو څخه ډیر خطرناک ده کچیری هم عادی امریکایی فوخیان وباسی نو دا ګروپ به په نوموړو او نورو هیوادونو کی په شخصی جامو کی د امریکا اهداف په اسانی سره لاسته راوړی لکه څرنګه یی چی په پټه او په ډیره اسانه ډول سره اسامه بن لادن وواژه تر اوسه پوری هم د دی واقعی واقیعت معلوم ندی . امریکا غواړی چی د عادی فوځ څخه سپیشل فورس ته ګام واچوی ځکه خو یی په ډرون الوتکو کی هم زیاتی راوستی او حتی اوس د مرغی په شکل ډرون الوتکی هم جوړی کړی تاسو یی ویډو په یوټوب کی هم کتلی شی عادی فوځ به نوموړو هیوادونو څخه وباسی ولی SOCOM به د ډرون الوتکو سره موجود وی . همدارنګی په لومړیو وختونو کی د دی فوځ 37 زره افراد وه اوس یی تقریبا 67 زره او په راتلونکی څلور کلو کی به 8 لکه او 8 زرو ته ورسیږی . داسی یو وخت هم راتلونکی دی امریکا به په هر هیواد کی نوموړی فوځ ولری په خپله به نړیوال او د هیوادونو قوانین تر پښو لاندی کوی او خپل اهداف به  په اسانی سره لاسته راوړی او نوموړی هیوادونه به دومره په غلامی کی ورته سر ټیټی وی چی د خپل حق څخه دفاع خو لا څه چی یو عادی غږ به هم نشی پورته کولی د دی مثال مونږ د اسامه بن لادن په وژلو کی ولید او نور به هم لا ووینو. په اخره کی د یوه هیله لرونکی جملی په لیکو سره خپلی موضوع ته خاتمه ورکړم :

”د مسلمانانو د ساتلو لپاره د یو فکری، با احساسه او د یو سرښندونکی فوځ د مینځ ته راتګ په هیله “

څیړندوی: محمد طارق ” رښتیا “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x